کور / تازه خبرونه / د نوي اولسمشر د لوړي د مراسمو نېټه د تمديدېدو وړ نه ده

د نوي اولسمشر د لوړي د مراسمو نېټه د تمديدېدو وړ نه ده

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د انتخاباتو د روان بهیر او د امریکا له لورې د پاکستاني بندیانو د خوشې کیدو پر سر د ناندریو په اړه مطالب او مقالې لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکلي؛ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د لیدنې پر مهال یې ویلي چې؛ د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نیټه د تمدید وړ نه ده.

ورځپاڼې د مطلب په دوام د ولسمشر کرزي له قوله لیکي؛ چې وايي، د افغانستان حکومت د نوي جمهور رییس د لوړې مراسمو د پر ځای کولو لپاره پوره چمتوالی لري.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم په همدې اړه یو مطلب خپور کړی؛ چې عنوان یې دی د وږې یوولسمه باید د نوي ولسمشر د لوړې مراسم تر سره شي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام د ولسمشر حامد کرزي څرګندونې نقل کړي چې؛ ویلي یې دي، د یاد ضرب الاجل د تمدید امکان نشته او د رایو د تفتیش پروسې ځنډ د هیواد پر اقتصادي او امنیتي وضعیت منفي اغیز کړی دی.

ورځپاڼې په خپل دغه مطلب کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې یان کوبیش څرګندونو ته اشاره هم کوي چې؛ له ولسمشر حامد کرزي سره دلیدو پر مهال یې ویلي چې؛ د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون یې غوښتي؛ څو د انتخاباتو پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.

ویسا:

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د یو بل مطلب عنوان دی، امریکا باید افغان حکومت ته د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو په اړه وضاحت ورکړي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام د ولسمشر حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي خبرې نقل کړي چې وايي، اوس امریکا افغانستان ته څه ضمانت ورکوي چې خوشي کړې پاکستاني بندیان به بیا د افغانستان په نا امنیو کې برخه نه اخلي.

د ورځپاڼې په همدې مطلب کې راغلي چې، په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د بګرام له زندانه نهه پاکستاني وګړي خوشي کړي او پنځلس نور لا هم دوي سره په بند کې دي.

سرنوشت:

سرنوشت آزادې ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب لیکلی او د ولسمشر حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي د خبرو په یوه برخه کې لیکي؛ چې وايي، د خوشي شویو پاکستاني بندیانو د دوسیو د څیړلو په اړه دې وضاحت ورکړل شي.

ورځپانه د مطلب په دوام لیکي، دا انتقادونه په داسې وخت کې کیږي چې؛ په دې وروستیو کې په هیواد کې نا امنیو زور اخیستی او ویل کیږي چې ددې ناامنیو تر شا د افغان حومت له لوري له بګرام زندان څخه د خوشي شویو طالبانو لاس دی.

د دغه مطلب په پاې کې د ښاغلي فیضي په حواله لیکل شوي، چې دا کار په دې هدف کیږي تر څو راتلونکی حکومت اړ شي چې یو ځل بیا بهرنیانو ته د بمبار او د یوشمیر افغانانو د نیولو او بندي کولو زمینه مساعده کړي.