کور / تازه خبرونه / طالبان : په زابل کي مو پر يوه موټريز کاروان بريد وکړ

طالبان : په زابل کي مو پر يوه موټريز کاروان بريد وکړ

وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي په زابل ولايت کي ئې پر يوه موټريز کاروان بريد کړى.
وسله وال ليکي چي دا بريد ئې نن سهار نهه بجې د قلات اړوند د نوي نورک په سیمه کي د حکومت پر يوه کاروان کړى. او په پايله کي ئې د حکومت درې موټر له منځه وړي او پکښي سپاره عسکرو ته ئې مرګ ژوبله اړولې.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه افغان حکومت څه نه دي ويلي.