(دا ليکنه له کندهاره د خپرېدونکې ورځپاڼې “ګرداب” د ۲۸م اګست ۲۰۱۳ په ګڼه کې خپره شوې ده، د رزاق بلوڅ د لومړي تلين په مناسبت د لروبر وېبپاڼې لوستونکو ته وړاندې کېږي)
په اردو او بلوڅي ژبه له مستونګه خپرېدونکې توار ورځپاڼه به ما لوسته، د پاکستان په ورځپاڼو کې د لوستلو څه نه وي، توار چونکې د پاکستان ورځپاڼه نه وه بلکې د بلوچستان ورځپاڼه وه ځکه يې نو سړي ته د لوستلو لپاره ډېر څه ورکول ، د بلوڅو د روان غورځنګ د نوعيت، ماهيت، هئيت او معيار ډېره جامع خاکه يې وړاندې کوله، هم دا وجه وه چي څو کاله وړاندې د بلوڅو دا ورځپاڼه بيا په کوټه کې داسې ورکه شوه لکه د بلوڅو سياسي کارکن چي ورک شي.
موږ ته پته نه وه چي د غدارو موادو د خپرولو په جرم يوازې دا ورځپاڼه له کوټې ورکه شوې نه وه بلکې د روان کال د مارچ پر ۲۴مه يې د کراچۍ د لياري له دوزخي سيمې خپل مرستيال مدير عبدالرزاق بلوڅ هم ورسره ورک کړی و، چي اوس پنځه مياشتې پس په کراچي کې وموندل شو، د برق د نشتوالي له کبله په تورتم کې د ورک شتمن بلوچستان د نېستمنو بلوڅو سياسي کارکنانو، ليکوالانو او ژورنالستانو مړي اوس د رڼاګانو په ښار کراچي کې غورځول کېږي، دا پخپله يوې پراخې شننې ته اړتيا لري چي له تورتمه د رڼاګانو په طرف دا مزل آخر کوم منزل ته د رسېدلو په موخه کېږي؟ يو لامل يې ښايي دا هم وي چي د کراچي رڼاګانې اوس په وينو دومره مينځل شوي دي، چي د هر لاش د وينو رنګ سمدستي په ځان کې ورک کړي او کيسه ختمه کړي. له عبدالرزاق بلوڅ سره هم داسې شوي او په داسې انداز ورسره شوي چي په بدن کې يې د رزاق نور يوه نخښه هم نه وه، يوازې د پښې پر ګوتو د يوې نخښې په مرسته خپلې خور پېژندلی و، هم دا نخښه ټول رزاق و، د رزاق په پېژندلو کې څلرويشت ساعته وخت ولګېد ، په نور بدن کې رزاق ورک و، له بدنه يې رزاق داسې تروړل شوی و، لکه له بلوچستانه چي خپل وسايل تروړل شوي، لکه له افغانستانه چي سوله غلا شوې ده. د رزاق له بدنه چي چا رزاق غلا کړ، هغه اوس د غله په تعريف هم پوره نه خېژي، ځکه چي د غله صفت يو ډول د خفيه کريکټر احساس ورکوي، خو دا داسې غل دی چي يوازې يې له نوم سره خفيه لګېدلی يعني د پاکستان خفيه استخباراتي ايجنسي آيي ايس آيي خو په اصل کې پکې هيڅ هم خفيه نشته، هر څه ډېر برملا کوي، له کلونو يې کوي، د ټولو قامونو خلاف يې کوي، د پاکستاني د رياستي پاليسۍ د يوې مهمې برخې په توګه يې کوي.
رزاق د شپږو خويندو يو ورور و، همدا به ښايي د هغه د کورنۍ د حالت د سنجولو لپاره کافي وي، د اوس د انساني حقونو د پامالۍ تر سوال وتلې موضوع ده، ددې کور دنيا بس ورانه شوه، دا څه بدبخته کورنۍ وي چي “لاړ شي ترې بس يو سړی، ورانه شي دنيا کنه.” دا خو اوس يوه دنيا هم نه ده، چي زرګونه دنياګانې ورانې شي او بيا چي يې وراني يو په بل کې حل هم شي، نو څه ترې جوړ شي، ظاهره ده چي يا بلوچستان او يا وزيرستان ترې جوړ شي، چي تر دې هم ورپورته شي نو افغانستان ترې جوړ شي.
د اګست پر ۲۶مه د بلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر بګټي پنځم تلين ولمانځل شو، د تلين په ورځ د عبدالرزاق بلوڅ د مړي موندلو ايله پنځه ورځې شوې وې، پاکستان له پنځو شپېتو کلونو، د نواب صاحب د وژنې له پنځو کلونو او د رزاق پر لاش د خاموش ماتم له پنځو ورځو، پر بلوڅو د جبر هغه ټولې وسيلې استعمال کړې څه چې يې په وس کې وې. له زندانونو او زولنو تر بدترينو جلاوطنيو او دربدريو، او له بدترينو پوځ کشيو تر سنګسار يې کړه ګوزار يې کړه (kill and dump) پاليسي پورې يې هر څه تش ددې يوه ساده مرام لپاره وکړل چي بلوڅ دې د حق له سروده او حماقته لاس په سر شي، مطلق پايله هم دا راغله چې بلوڅ د خپل حق له سرود او حماقته لاس په سر شول او د حق حماقت يې د آزادۍ په حقانيت بدل کړ، نن چې په بلوڅو کې څوک هم له دې حقانيت څخه انکار کوي، هغوی ورته مخاطبه په غدار کوي.
د رزاق له بلوچستانه هم دومره رزق و چي بې اسرې او ناروغه مور و پلار، تورسرو خويندو، کورودانې او وړو ماشومانو ته يې داسې مړی د آخري ديدار لپاره راوړل شي چي له بدنه يې رزاق تروړل شوی وي، خو پېغام يې دا وي چي بلوچستان د بلوڅانو دی، د بلوچستان وسايل د بلوڅو د رزق لپاره دي، د کوم پنجابي او مهاجر د عياشيو لپاره نه دي. بلوچستان به د رزاق وي، د پنجاب د قاچاق به نه وي.
The writer tweets at @khanzamankakar