“انتخاباتي لانجې د شر خوښوونکو منفي تبلیغاتو ته زمینه برابره کړې”
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره انتخاباتي مسایلو او په هیواد کې د وسله والو مخالفینو وروستیو ډله ییزو حملو ته ځانګړي کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې د انتخاباتو د بهیر ځنډیدو نه یوازې دا؛ چې د افغانستان په اقتصادي سیسټم یو ګزار کړی؛ بلکې د ورځپاڼې په باور په ټولنه کې یې د شر خوښوونکو منفي تبلیغاتو ته زمینه برابره کړې ده.
ویسا په خپله سرمقاله کې وړاندې لیکلي، چې د انتخاباتو ستونزه اوس د کاندیدانو او د دوی د پلویانو په لاس کې ده او که چیرې دوی نوره ناغیړي هم وکړي؛ دا به په داسې لانجې بدله شي، چې لومړی قربانی به یی د کاندیدانو حیثیت او راتلونکی وي.
ورځپاڼه لیکلي، که دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت پر بنست سره سلا شي؛ هم به د ولس انتظار پای ته ورسیږي او هم به د هیواد راتلونکی له ګواښونو خوندي کړي.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو د ولسمشر حامد کرزي خبرې رااخیستي او لیکلې یې دي، موږ هر څه ژر د انتخاباتو نتیجه غواړو او هڅه کوو، چې د انتخاباتو نتیجه په هغې نیټې اعلان کړو؛ چې وعده یې شوې.
که څه هم د ورځپاڼې په مطلب کې ویل شوي نه دي؛ چې د انتخاباتو د نتیجو د اعلان نیټه څه وخت ټاکل شوې؛ خو د ولسمشر له خولې یې لیکلي، چې ډیر ژر به نوی ولسمشر راشي.
هېواد په دې مطلب کې د ښاغلي کرزي هغه خبره هم را اخیستې؛ چې ویلې یې دي، د افغانستان خلکو ما ته د پنځه کاله خدمت لپاره رایه راکړې وه، چې هغه موده اوس پوره شوې ده.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی؛ چې ولسمشر باید د انتخاباتي لانجې د حل لپاره مداخله وکړي.
ورځپاڼې لیکلي، دا سمه ده، چې حامد کرزی باید په انتخاباتو کې بې طرفه پاته شي؛ خو د مقالې لیکونکی وایي، کله چې انتخابات د لانجې خواته ځي، ولسمشر باید قانوني مداخله وکړي.
په مطلب کې وړاندې لیکل شوي، د ولسمشر د نه مداخلې له امله د انتخاباتو ستونزه اوږده شوې او په دې بهیر کې د بهرنیانو لاسوهنې ته زمینه برابره شوې ده.
د مقاله لیکوونکي په باور، په انتخاباتو کې د بهرنیانو مداخله نه یوازې دا، چې ستونزه نه هواروي، بلکې د انتخاباتي ستونزې د اوږدیدو لامل شوي.
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي؛ چې سلګونه طالب جنګیالي د لوګر په ازرې ولسوالۍ د بیا حملې تابیا نیسي.
محور په دې مطلب کې لیکلي، چې تر اتو سوو زیات کورني او بهرني طالبان د جلغوزو او چرسو د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره په ازرې د بیا حملې چمتوالی نیسي.
د ورځپاڼې په باور، په ازره کې د وروستیو تصفیوي عملیاتو له امله طالبان غرونو ته ختلي او د ولسوالۍ له محوطې نه دي وتلي.
محور د ازرې د اوسیدونکو په حواله لیکلي، چې هر کال طالبان د دې ولسوالۍ له جلغوزو او چرسو نه شااوخوا دیرش میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.