کور / تازه خبرونه / ساپى: کارکوونکي د اړيکو پر بنسټ نه استخداموو

ساپى: کارکوونکي د اړيکو پر بنسټ نه استخداموو

دا څرګندوني د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس ابراهيم ساپي نن د يوه ورکشاپ پر مهال چي موخه يې په دولتي ادارو کي د ښځو او ځوانانو د استخدام په اړه پوهاوى وو، وکړې. ورکشاپ چي د ولايت مقام په تخنيکي او د “يو اين ډي پي” په مالي ملاتړ جوړ سوى وو، پکي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئيس ابراهيم ساپي تر څنګ د ولايت مقام د بشري منابعو رئيس محمدامين کمين، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، د ښځو چارو رئيسي روقيې اڅکزۍ، لسګونه ځوانانو او مېرمنو ګډون کړى وو.

ابراهي ساپي وويل، ځيني کسان ادعا لري چي د کندهار په دولتي ادارو کي مامورين د اړيکو پر بنسټ استخداميږي، خو تر اوسه هيڅ چارواکي د کوم چا د استخدام غوښتنه نه ده کړې. هغه زياته کړه، که هر څوک په دولتي ادارو کي د استخدام پر پروسې نيوکه لري، کولاى سي چي د دوى ادارې ته په ليکلې بڼه شکايت وکړي. د هغه په خبره، د کندهار دولتي ادارو ته ځوانان يوازي او يوازي د وړتيا او استعداد له مخي بريالي کيږي. نوموړي وويل: “ځيني وختونه د يوه بست لپاره زياتو کسانو ځانونه کانديد کړي وي، طبيعي ده چي له دوى څخه يو کس بريالى کيږي، پاته کسان دا فکر کوي چي دغه کس د اړيکو پر بنياد استخدام سوى دى.”

د ښاغلي ساپي په وينا، د دوى دروازه د هر چا پر مخ خلاصه ده، هر ځوان او مېرمن کولاى سي چي د آزاد رقابت له لاري هر بست ته ازموينه ورکړي. هغه داراز زياته کړه، کله چي مېرمني يوه بست ته امتحان ورکوي، دوى پنځه نمرې اضافه ورکوي، تر څو په دولتي ادارو کي د مېرمنو ونډه زياته سي.

د ولايت مقام د بشري منابعو رئيس محمدامين کمين هم د استخدام پروسه شفافه وبلله او ويې ويل، هر کس، چي قانوني مراحل يې طى کړي وي، کولاى سي د آزادي سيالۍ له لاري دولتي ادارو ته لار پيدا کړي. هغه زياته کړه، د کندهار اداري تشکيل ١٠١٤١ کسان دي، چي ډېرى يې نارينه او پاته يې ښځينه مامورين دي، خو اوس هم ډېرى بستونه خالي دي، چي هر څوک امتحان ورکولاى سي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال وويل، په کندهار کي د استخدام پروسه د پخوا په پرتله ډېره اسانه سوې ده. هغه زياته کړه، ياده پروسه شفافه ده او هر کس د استعداد له مخي ټاکلي بست ته لار پيدا کوي. مينه پال وويل، دامهال په زياتو دولتي ادارو کي خالي بستونه موجود دي، چي ځوانانو ته پکي اړتيا سته. نوموړي له مېرمنو او ځوانانو څخه وغوښتل چي د خپلي خوښي او استعداد له مخي بستونو ته ځانونه کانديد کړي. د ورکشاپ په پاى کي د ځوانانو د استخدام ټولو اړوندو پوښتنو ته ځوابونه وويل سول.