ناڅرګندوکسانو د چارشنبې په شپه د پکتياد غلګۍ په نوم سيمه کې د خوست او ګردېزترمنځ د غځيدلۍ لارې جوړولو په شرکت بريد کړى.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د شرکت يوتن افغان ساتونکى وژل شوى او يوبل ټپي شوى دى، د چارواکو په خبره د پېښې په ځاى کې د بريد کوونکو وينې ليدل شوي او هغوى ته هم مرګ ژوبله ور رسيدلې، تر دې دمه چا د دې پېښې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.