د ملي امنیت ځواکونو په یو کمین کې ۴ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او یو تن یې په زخمي حالت کې ژوندی نیول شوی.
تیره شپه د لغمان ولایت د مرکز اړوند د کوټه تور په سیمه کې د لغمان د ملي امنیت ځواکونو د یو کمین په پایله کې د مخالفو وسلوالو څلور تنه وژل شوي چې جسدونه یې دا مهال د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې دي او یو تن یې چې زخمي و د تیښتې پر مهال نیول شوی.
دغه مخالفو وسلوالو چې غوښتل یې په دولتي تاسیساتو راکټي برید وکړي د یادو ځواکونو د کمین په پایله کې له مینځه وړل شوي چې له وژل شویو مخالفینو څخه ۵ میله کلاشینکوف او ۲ میله راکټ انداز هم د ملي امنیت د سرتیرو لاسته ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.