د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سي سي په سیمه کې د یوې کرولا او ۳۰۳ ډوله موټر د ټکر له امله د یو پلار او زوی په ګډون ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او د یوې میرمنې او موټر چلوونکي په ګډون ۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه نن د ۵ شنبې په ورځ شاوخوا لس بجې هغه مهال په یاده سیمه کې
رامنځته شوه،کله چې له غزني څخه مسافر لیږدونکو ۳۰۳ او کرولا ډوله موټر
سره وجنګیده .
چارواکي وايي چي د ٣٠٣ ډوله موټر چلوونکى له سيمي تښتېدلى او د پېښي قربانيان ئې د درملني په موخه کابل ته لېږلي.