په مخ مي د ږیري نري تارونه لا نه وو راغلئ، چې کورنيو جګړؤ له کبله مو کابل جنګونو ته پريښود او کلۍ ته کډه شو.
د ښار او د کلي ژوند تر منځ ډیر توپیر وو. کله به چې دي ډیر کوچني څیز ته هم اړتیآ پیښه شوه نو لسم کلۍ ته چې یواځنئ دوکان به وو د پښو مزل در دغاړي وو. ښونځې، کلینیک او دواخانې خو چا پیژندلې هم نه!
که څه هم اخوأ دیخوأ د ګوتو په شمار نور دوکانونه په کلي کې وو، خو ټول د يو بل نه لرۍ سره خواره، واره پراته وو. او د ورتللو لپاره به دي یو ښه شیبه مزل کاوه.
د څو کالونو په تيريدلو سره افغانستان یوي بلې څپې پر مخ کړ. دا ځل سپینو پګړيو، سپین بیرغو، سپین زړؤ طالبانو، مجاهدین صاحبان په منډو کړل او افغانستان ئې په خپله ولکه کې واخیست. د ولس خلک چې د مجاهدین صاحبانو د کړنو نه په تنګ راغلئ وو، د طالبانو د راتګ نه د مخه په کورونو سپینې جڼدي ولګولئ.
زه لأ کوچنی وم او پدي خبرو مي سر په پوره ډول نه خلاصیده خو د خلکو خوشامندو ترشأ مي د خلکو چوپتیأ تر سترګو کیده! دا ځکه چې د دي تر مخه مي اوریدلئ وو چې د کمونستې نظام د راتګ سره هم ولس له خوښېو نه خپل د کور هره سره ټوټه د کورونو او دیوالونو پر سر خواره کړي وو . او لږ وخت لا نه وو تیر شوي چې د بامونو او دیوالونه هغه ټولې سري ټوټې زمونږه د وطنوالو په سرؤ وینو بدلئ شوي.
کله به چې د طالبانو د خوښېو سپن بیرغونه د کلو، ونؤ ،پټو په سر رپانده ليدل نو هسې به مه په زړه راته د سرو ټوټو کیسه وګرځیده او له ځان سره به مې ویل: تیر ځل سرو ټوټو مو وینې وځکلۍ دا سې نه چې دا ځل مو دا سپینې ټوټې په سپین میدان پرینږدی!؟!
د همدي په سبأ طالبان د سپینو جڼډو او سپینو لنګؤ سره زمونږه کلۍ ته پرته له کوم مقاومته په لنډو څپو راورسیدل. ولایت او ولسوالې ئې د خپل واک لاندي راوستله. او د هر واکمن نظام په ځیر دوي هم په خپل منځونو کې پچې واچوالي او يو د اوږدي لونګۍ واله ئې زمونږه د ولسوالۍ ولسوال وټاکه. دي ښاغلې په اوله ورځ د کلۍ خواره واره ټول دوکاندارانو ته امر وکړ چې په یوي میاشتې کې دننه، دننه ټول دوکانونه دي د والسوالئ تر شأ زاړه بازار ته چې د مجاهدین صیبانو په وخت کې د یوه او بل په نوم کنډواله شوي وو، را انتقال کړي. دوکاندارانو خوارنو هم پرته له کومه غبرګونه د سر په سترګو د ولسوال صیب امر ته هوکړه وکړه او په سبأ ئې د ولسوالي تر شأ په زړو کنډوالو چې زمونږه د کلي په اخر کې وو د خټو او پسخه ځنانو درز، غوبل جوړ شو. هر یوه دوکاندار هځه کوله تر څو خپل دوکان ژر سرته ورسوئ.
خو لنډه دا چې په یوه اونۍ کې ټول خواره واره دوکانونه د والسوالۍ تر شأ کوچنې بازار ته راټول شول. او کلیوالو د طالب ولسوال نه د کلي د بازار د جوړولو له هوډه مننه وکړه.
نن سبأ د همغه طالب په امر جوړ شوئ بازار تر څنک یوه لیسه، یو کلینک ، څو دواخانې، سماوارچيان او یو نیم هوټل هم جوړ شوئ وو چې بازار ئې لا پسئ ګرم کړئ وو.
له بده مرغه پرؤن د طالب په امر همغه جوړ شوئ بازار د بل طالب په امر وتړل شؤ او د بیرته دړئ وړئ کولو په لارؤ چارؤ ئې لګیأ دي.
خو د دي دوؤ طالبانو تر منځ لوي توپير شته. کوم طالب چې د بازار د جوړولو امر ورکړئ وو هغه د وطن اصیل بچئ وو له کندهاره راغلئ وو. او دی طالب چې د تړلو امر ئې ورکړئ د ګاوڼ د استخباراتې کړیو مامور دي چې تور طالب د سپین طالب په جامه کې له پولي اخوا نه راغلئ دي!