وسله والو طالبانو خبر ورکړ چي په بغلان کي ورسره پوليس يوځاى سوي.
طالبان ليکي چي د بغلان ولايت د خاص بغلان په اولسوالۍ کي د دوى سره ٩ پوليس يوځاى سوي دي .
طالبان وايي چي ياد شمېر پوليس د دوى او سپينږيرو په هڅو د دوى ليکو ته ور اوښتي.
د يادوني وړ ده چي د طالبانو د دې ادعا په اړه خپله حکومتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.