ویسا: د ۶۰۰۰صندوقونو ځانګړې ارزونه پیل سوه
کابل چاپ ورځپانو بیاهم د انتخاباتي ستونزې او په دې برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټوټکو لیکلي د شپږزروصندوقونو ځانګړې ارزونه پیل شوه.
یادې ورځپاڼې د انتخاباتو کمېسیون د ویاند له خولې لیکلي، د دې صندوقونو د رایو د بیا شمېرلو هدف دا دی چې د انتخاباتو ګټونکی ژرمعلوم شي.
وړاندې په مطلب کې راغلي د دې صندوقونو تفتیش د ملت او حکومت د وخت ضایع کولو پرته بله پایله نه لري.
د ویسا په سرمقالې کې پوښتنه شوې د رایو له ذربیني تفتیش وروسته، سهامي شرکت حکومت د څه لپاره؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي که د هېواد شرایط داسې وي چې د ″ملي یووالي″ حکومت له جوړېدو پرته بله هېڅّ لارنه نه لرو، د لیکوال په اند بیا د رایو د شمېرمسخره پروسې ته څه حاجت وو.
بل خوا ملي ارمان ورځپاڼې د کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو له قوله ویلي د رایو د تفتیش پروسه به اوږد وخت ونیسي.
همدې ورځپاڼې د عبدالله عبدالله د لومړي مرستیال انجینر محمد خان له خولې لیکلي د کمېسیون غړي باید عدلي او قضايي ارګانو ته معرفي شي.
د ملي ارمان په سرمقاله کې راغلي د رایو تفتیش باید په دقیقه توګه مخکې ولاړ شي، ترڅو په راتلونکې کې یو قانوني او منتخب ولسمشر ولرو.
د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې پرکاندیدانو غږ شوی، هېڅ کاندید باید له اساسي قانونه سرغړونه ونه کړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي کاندیدان باید د ملت ارادې ته د عمل جامه ور واغوندي او په دې برخه کې دې د اساسي قانون له نقضه په کلکه ډډه وکړي.
د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې ویل شوي د کاندیدانو ګډې کمېټې کارونه ښه پرمخ تلل د ولسمشرحامد کرزي هغه وینا چې ویلي و په راتلونکو پنځلسو ورځو کې به نوی ولسمشر ولرو ولس امیدواره کړی دی.
یاد ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي، هیڅ ګواښ د افغانانو سیاسي اراده نه شي بدلولی او نوی منتخب ولسمشر به ډېر ژر لوړه وکړي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې، لیکلي حزب اسلامي له نوي حکومت سره خبروته ته چمتوالی نیسي.
یادې ورځپاڼې د دې حزب د اجرایوي شورا د غړي قریب الرحمن سعید له قوله لیکلي که مو شرایط ومنل شي، په کابل کې به سیاسي دفتر پرانیزو.