کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروالۍ د مديرانو او شوراګانو ترمنځ د همږغۍ غونډه جوړه کړه

کندهار ښاروالۍ د مديرانو او شوراګانو ترمنځ د همږغۍ غونډه جوړه کړه

دکندهار ښاروالۍ دمرستیال ترمشرۍ لاندي دیوان هبیتات موسیسې ، دناحیو دمدیرانو او دناحیو دشوراګانو ترمنځ دهمږغۍ ګډه غونډه جوړه سوه.

هغه غونډه چي نن دکندهارښاروالۍ په حمیدي صالون کښي دمرستیال ښاروال محمد نسیم (رضایي ) ترمشرۍ لاندي جوړه سوه په کښي دښار په ناحیو کي دیوان هبیات موسیسې پرهغه پروژو خبري وسوې کوم چي یوان هبیتات موسیسه غواړي دناحیو دشوراګانو دلاري دبیارغوني کارونه ترسره کړي
چي پرمهال یي ځانګړي تصمیمونه ونیول سول چي له جملې یي ټولو دناحیو اړوند استازو ته سپارښتنه وسوه چی ددوی په ناحیو کښي پرپلي کوونکو پروژو باید کلک نظارت وکړي .
دناحیوشوراوي باید هره پروژه خپله وڅاري او دناحیو دمدیرانوسره په ګډه یي دیوان هبیات موسیسې سره په همږغۍ ترسره کړي .
یوان هبیات موسیسه چي کومي پروژې په ناحیو کي ترسره کوي باید دپیسوپه ورکړه کي دناحیوداستازو سره پوره همکاره وي
هره پروژه چي په ناحیوکي ترسره کیږي باید دپروژې کیفیت ډیرښه وي او دمحل خلګوته دمنلو وړ وي
دناحیو ټولي شورا ګاني باید سره همکاره سي ترڅو دیوان هبیات موسیسې کارونه په ښه توګه دمحل د اوسیدونکو په خوښه مخته ولاړ سي
داچي دپروژو ښه کیفیت دکندهار ښاروالۍ هدف دی نو باید دناحیو دټولو شوراګانو استازي یي دناحیو دمدیرپه شمول په ګډه همږغۍ سره ترسره کړي
په ناحیوکي دمحل داوسیدونکو ټولي هغه غوښتنوته باید ځای وکړل سي کوم چي دمحل خلګ یي غوښتوونکي وي یاده دي وي چي غرمه مهال یاده غونډه پای ته ورسیدل.