تېره ورځ ناببره داسي ګنګوسې خپرې سوې چي د کندهار د امنيې قومندان تورن جنرال عبدالرازق له خپلي دندې استعفا ته تياری نيسي.
وروسته نوموړي د لراوبر سره په تماس کي دا خبر تائيد کړ او ويې ويل چي استعفا يې وړاندي کړېده او منظورۍ ته يې شيبې شماري.
د نوموړي په دې خبر سره د کندهار او شاوخوا سيمو اوسيدونکو له نوموړي څخه د ملاتړ په موخه پر ټولنيزو رسنيو وغوښتل چي پر خپله دنده پاته سي او له ولسمشره غوښتني وسوې چي د کندهار امنيت په لوی لاس د مافيايي ګروپونو اختطافګرو او غلو لاسته وانه چوي.
يو شمېر نورو سپين ږيرو او مشرانو د کندهار د ولس په استازيتوب هم له جنرال رازق او ولسمشره د نوموړي استعفا د کندهار د امنيت خرابېدلو ته لاره هوارول وبلل.
د لراوبر باوري منابعو د مالوماتو پر اساس ولسمشر حامد کرزي د جنرال رازق استعفا رد کړېده او له نوموړي يې غوښتي چي د کندهار ولايت د پوليسو د مشر په توګه خپلي وظيفې ته د پخوا غوندي ادامه ورکړي.
پخپله جنرال رازق هم د لراوبر سره په نامخامخ اړيکه کي دا خبره تائيد کړه.