سرنوشت: د افغان ځواکونو پرضد فيزيکي او روانې جګړې
کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغان ملي امنیتي ځواکونو او همدا راز د انتخاباتي لانجې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
سرنوست خپلواکې ورځپانې په خپل لومړی مخ کې د ملي دفاع وزارت د ویاند له قوله لیکلي د افغان ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې وسله وال طالبان او القاعدې غړي نشته.
ښاغلي ظاهرعظیمي ورځپاڼې ته ویلي د نیویارک پوسټ هغه رپوټ بې بنسټه دی چې ویلي و د افغان ځواکونو په لیکو کې په سلو کې ۲۵ فیصده مخالفین دي.
د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د افغان امنيتي ځواکونو پرضد فزیکي او روانې جګړې.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا جګړه یوازې د دې لپاره ده د افغانستان ملي ساتندویان له پښو ورغورځول شي.
د لیکوال په باور اوس د دې کار لپاره ناوخته شوې، ځکه له یوه اړخه افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او له بلې اړخه ولس پرې باورکوي.
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د کورنیو ځواکونو د پیاوړتیا او د سیاسي ثبات لپاره امنیتي تړون ته اړتیا شته.
ویسا ورځپاڼې سیګار راپور خپور کړی چې ورکې راغلي افغان امنیتي ځواکونو ته دامریکا له خوا مرستې شوې وسلې لادرکه شوې دي.
ورځپاڼې د ملي دفاع وزارت غبرګون راخیستي چې ویلي دي هغه وسلې اومهمات چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته شوې موږ یې حساب ورکونې ته حاضریو.
چراغ ورځپاڼې لیکي د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو له سرتیرو او افسرانو څخه کلک ملاتړ کوو.
کابل چاپ همدې او نور ورځپاڼو د انتخاباتو دلانجې او د اجرايي پوست د تفسیر په اړه لیکنې کړې دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د اجرايي ریاست د تعریف او تفسیر په اړه د ولسمشر د کاندیدانو ترمنځ شدید اختلاف دی.
همدې ورځپاڼې لیکلي دواړه انتخاباتي ټیمونه د ولس د رایو درناوی وکړي او د بحران له لارې دامتیاز لاس ته راوړو هڅه ونه کړي.
چراغ لیکلي دواړه انتخاباتي ټیمونو غړي به د شویو موافقو په اړه به بحثونو ته ادامه ورکړي.
په پای کې ملي ارمان ورځپاڼو په خپلې سرمقالې کې د جمهوري ریاست په دواړو کاندیدانو غږ کوي لطفآ روانې انتخاباتي ستونزې ته د پای ټکی کیږﺉ.