کور / تازه خبرونه / د ښاروالۍ پر کارکوونکو چاودنه سوې

د ښاروالۍ پر کارکوونکو چاودنه سوې

دکندهارښاروالۍ دتنظیف پرکاریګرو بمي چاودنه چي پرمهال یي درې تنه زخمیان سول کندهار ښاروال په کلکه وغندل .
کندهارښاروال محمدعمر((عمر)) چي نن یي درسنیو سره خبري کولې کندهار ښاروالۍ دتنظیف پرکاریګرو هغه بمي چاودنه په کلکه وغندل کوم چي نن سهار وختي دښار دمیان کوه په ساحه کښي دښاروالۍ دتنظیف کارکوونکو غوښتل چي دښاره کثافات وهغه نوي کثافت دانۍ ته انتقال کړي کوم چي کندهار ښاروالۍ نوې جوړه کړې ده ښاروال وویل که څه هم دوی دیوه بل سهولت څخه برخمن سول چي هغه دانوې لویه کثافت دانۍ ده ولي بیا یي هم په وړاندي هغه خنډونه وغندل کوم چي دښاریانو دپرمختګ لپاره دوی اجادیږي
کندهارښاروال وویل که څه هم دوی تل دخپلو شریفو ښاریانودخدمت لپاره کارکوي او ښاریانوته بهتره سهولتونه رامنځته کوي ولي بیاهم ددوی پر هغه کارکوونکو کوم چي دیوې ډوډۍ دپیداکولو لپاره شپه اوورځ دخپلو پتمنو خلګو خدمت ګالي باندي بمي چاودني کیږي چي داکار ددوي مرال نسي کمزوري کولای هغه وویل چي که څه هم ښاروالۍ یو خدماتي اورګان دی او ټول خدمات دښاریانولپاره سرته رسوي خوبیاهم دداسي څه سره مخامخ کیږي چي هیڅ جواز نلري ښاروال وویل ښاروالۍ دښاریانوکور دی باید ټول ورسره همکاره سي ولي یادونه یي وکړه چی ښاروالۍ تل دخپلو معززو خلګولپاره کار کوي اوښاري خدمات برابروي نوپرټولو ښاریانویي ږغ وکړ چي دخپلي ښاروالۍ سره همکاره سي .