د فقهي مذاهبو حقیقت او سم دریځ
د امام ابوداؤد په اړه لیکي: چې هغه فقیل حنبلي وقیل شافعي، هغه امام د حدیث او علل حدیث حافظ، پرهیزګار، علم او فقه کې یې لوړ مقام وو، اختلاف یوازې په دې کې ده چې هغه شافعي وو یا حنبلي خو مقلد ضرور و. (۱۳۵ حطه فی ذکر صحاح الستة)،
د دې نه علاوه امام مسلم، امام ترمذي، امام بیهقي، امام دارقطني، امام ابن ماجه، دا ټول مقلدین او د صحیح قول مطابق دوی شافعي مذهبه ول. امام یحی بن معین، محدث یحی بن سعید القطان، محدث یحی بن ابی زائده، محدث وکیع بن جراح، امام طحاوی، امام زیلعی، دا ټول مقلدین او حنفي المذهبه ول. علامه ذهبی، ابن تیمیه، ابن قیم ابن جوزی، شیخ عبد القادر جیلانی مقلدین او حنبلی المذهبه ول.
د فقیه په اړه حضرت امیر معاویة رض فرمایي: قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من یرد الله به خیراً یفقهه فی الدین متفق علیه،
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: چا ته الله تعالی د خیر اراده وکړي هغه ته په دین باندې فقاهت ورکوي یعنې هغه فقیه فی الدین جوړوي، روایت بخاري او مسلم بحواله مشکوة ۳۲ کتاب العلم.
یو حدیث کې راغلي چې؛ مجلس فقه خیر من عبادة ستین سنة، د فقهې یو مجلس یا درس کې ګډون د شپېتو کالو له عبادت څخه غوره ده، رواه الطبرانی فی معجم الکبیر.
امام ترمذي رحمه الله فرمایي: وکذالک الفقهاء وهم اعلم بمعانی الحدیث، یعنې دا ډول فقهاء رحمهم الله ویلي او هغوی حضرات د حدیث مراد او مقصد باندې تر ټولو ښه پوهیدونکي ول.
د امیر المؤمنین فی الحدیث امام بخاري او امام مسلم دواړو استاد امام سفیان بن عینیه فرمایي: الحدیث مظلة الا للفقهاء (تفقه فی الدین څخه بغیر) حدیث بېلارې کوونکی دی بغیر له فقهاوو یعنې هغه چا ته چې فقه فی الدین حاصله نه وي ـ هغه د حدیث صحیح مراد ته نشي رسېدلی. پخپله ناقصه رأیې باندې غلط مطلب ځنې اخلي او ور باندې بېلارې کیږي.
امیر المؤمنین علی کرم الله وجهه د حضور اقدس صلی الله علیه وسلم په خدمت کې عرض وکړ کچیرې داسې یوه پېښه رامخته شي چې د هغې صریح حکم نه وي معلوم نو څه وکړو؟ حضور صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل – شاورو الفقهاء العابدین ولا تمضو فیه رآی خاصة روا الطبرانی فی معجمه الاوسط ورجاله موثقون من اهل الصحیح معارف السنن شرح ترمذي للشیخ محمد یوسف بنوری رح (ج ۳ ص ۲۶۵) یعنې د فقهاوو جماعت یا ډله او د عابدینو ډله (چې دکمال ولایت او د کشف و شهود څخه د اجتهاد مرتبه ورته حاصله وي مشوره وکړئ).
امام اعمش رحمه الله چې یو مشهور محدث دی، او د جلیل القدر محدثینو لکه امام شعبه، امام سفیان ثوري، امام سفیان بن عینیه، او د امام اعظم ابوحنیفه استاد او شیخ دی، اتفاقاً امام اعمش رح ته یوه مسئله مخته راغله هغه بغیر له کوم رکاوټه یا ځنډه وفرمایل – انما یحسن جواب هذا النعمان بن ثابت واظنه، انه، بورک فی العلم. د دې مسئلې ځواب به امام اعظم په ښه توګه درکړي او زما داګمان دی چې د هغه په علم کې د الله تعالی داد او برکت دی (الخیرات الحسان ص ۳۱).
د امام اعمش رح یوه مشهوره واقعه ده او عبد الله بن عمرو بیان دی چې زه د امام اعمش په ناسته کې ووم، دغه مجلس ته امام اعظم رح هم تشریف راوړی وو، یوه کس له امام اعمش څخه د یوې مسئلې په اړه پوښتنه وکړه نو هغه غلی یا چپ شو، بیا هغه امام اعظم رح ته متوجه شو او ورته یې وویل چې د دې مسئلې څه ځواب کېدای شي؟ هغه ورته د قناعت وړ ځواب ورکړ نو امام اعمش رح ډېر تعجب وکړ او پوښتنه یې ځنې وکړه چې دا مسئله دې له کوم حدیث څخه استنباط کړه؟ ځواب کې امام صاحب ورته فرمایي چې له هغه حدیث څخه کوم چې تاسو پخپل سند سره بیان کړی، له هغه حدیث څخه دا مسئله همداسې مستنبط کیږي – امام اعمش رح چې دا خبره واورېده ډېر حیران او داسې یې وویل – نحن الصیاد له وانتم الاطباء، یعنې؛ موږ (محدثینو جماعت) عطار یعنې درمل خرڅونکي یو او تاسو (فقهاء) رنځپوه یا طبیبان یئ ـ موږ یوازې حدیث یادوو، صحیح او ضعیف پيژنو لیکن د حدیثو څخه احکام مستنبط یا را ایستنه ستاسو فقهاوو کار دی. لکه چې عطار یا درمل خرڅونکي چې بوټي او ریښې راټولوي – اصلي او نقلي پیژني لیکن د درملو په ځانګړتیا یا کیفیت باندې نه پوهېږي، د استعمال طریقه یې څنګه ده، ګټې یې کومې دي ـ په دغو ټولو اطباء یا طبیبان پرې ښه پوهېږي – همداسې د محدث او فقیه ترمنځ همدا توپیر دی. (کتاب جامع العلم وفضله ج ۱ ص ۱۳۱) (الخیرات الحسان ص ۶۱).
امام اعمش رح څخه د لوړې درجې محدث امام عامر شعبی رح چې جلیل القدر تابعي دی او له پنځه سوه صحابه و سره یې ملاقات شوی هغه فرمایي: انا لیسنا با لفقهاء ولکننا سمعنا الحدیث فرویناه للفقهاء وايي موږ یوازې د محدثینو ډله فقهاء او مجتهدین نه یو، موږ احادیث اورو او یادوو یې بیا وروسته یې فقهاوو ته بیانوو (تذکرة الحفاظ)، وګورئ چې داسې ستر او کبار محدثین چې له پنځه سوه صحابه و سره یې لېدل کتل شوي د فقهاوو لوړ مقام ته څومره قایل او منی یې، خو هغه خلک چې یو څو احادیث زده کړي او له علم حدیث به خبره هم نه وي دی به سترو محدثینو او فقهاوو پسې بد وايي.
د غیر مقلدینو دتعصب او جهالت اعتراف د دوی مقتدا او ستر امام قاضي عبدالوهاب خانپوري پخپل کتاب * التوحید والسنة فی رد اهل لا لحاد والبدعة * ص ۲۶۲ کې لیکي چې اوسنۍ زمانه یا وخت کې دروغین اهل حدیث، مبتدعین، مخالفین سلف صالحین چې په حقیقت کې ماجاء به الرسول څخه جاهل یا ناپوه دي هغوی مفت یا خوشې د روافضو وارث او خلیفه ګان جوړ شوي، لکه چې رافضي، ملحد، او زنادقه د منافقینو د ملاتړ لپار ملا تړلې همداسې حال د اهل حدیثو یا غیر مقلدینو هم دی او دوی لکه د شیعه ګانو پشان دي. (بحواله تقلید ائمه ص ۱۸).
دارنګه د اهل حدیثو یو بل ستر عالم علامه وحید الزمان لیکي، اهل حدیث د امام ابوحنیفه او امام شافعي تقلید کولو ته حرام وايي خو د ابن تیمیه، ابن قیم، شوکاني او علامه نواب صدیق حسن خان تقلید به په ړندو سترګو مني، (اسرار اللغة ص ۲۴ پاره هشتم).
فقهاوو ته دې الله تعالی لوی اجر ورکړي چې د دین په اړه یې ډېر زحمتونه ګاللي او د فقهې له تدوین سره سره یې په حدیثو کې هم دپام وړ خدمتونه کړیدي او بل دا چې فقه او حدیث دواړه منل یو اړین کار دی، دا یو له بل بېلول ناممکن دي.
د احادیثو کتابونه لکه بخاري، مسلم، ترمذي، مؤطا امام مالک، مؤطا امام محمد، جامع المسانید للامام الاعظم، طحاوي، ابن ماجه، نسائي او دا نور کتابونه خو د حضور صلی الله علیه وسلم او د صحابه و په وخت کې نه وو لیکلي شوي آیا دغو کتابونو ته به هم بدعت وایو او که هغو ته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث وایو او دا کار به ستایو؟
نو د دې نتیجه دا شوه چې نه د فقهې تدوین، نه د احادیثو راټولونه او کتابونو د تصنیف او نه د قرآن لیکلو ته بدعت ویلی شو بلکه دغو ټولو کارونو ته عمل فی الدین وايي.