کور / تازه خبرونه / د کاندیدانو ترمنځ سوې موافقه د اساسي قانون خلاف ده

د کاندیدانو ترمنځ سوې موافقه د اساسي قانون خلاف ده

“د کاندیدانو ترمنځ شوې موافقه د اساسي قانون خلاف ده”
کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپانو بیا هم تر ډېره د جمهوري ریاست د انتخاباتو دلانجې د رایو د تفتیش او د دواړو کاندیدانو ترمنځ په لاسلیک شوې موافقې لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوست ورځپاڼې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رییس له قوله لیکلي؛ د کاندیدانو ترمنځ شوې موافقه د اساسي قانون خلاف ده.

ښاغلي عبدالستار سعادت ورځپاڼې ته ویلي؛ لاسلیک شوې اعلامیه نه یوازې هېڅ راز حقوقي توجیه نه لري؛ بلکې متناقضه هم ده.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي؛ ولس د یوه بدلون لپاره یوه لویه هڅه وکړه؛ خو مهمه دا ده چې ولس باید نا هیلی نه شي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي، ولس باید بیا هڅې وکړي، داسې هڅې چې پخوانۍ تېروتنې په کې تکرار نه شي؛ په یو شخص تکیه ونه شي، بلکې په یو فکر او یو ټیم تکیه وشي او بیا د بدلون هڅه وشي.

محور:

محور ورځپاڼه لیکلي، د ډاکټر اشرف غني پلویان په نوموړي انتقاد کوي؛ چې ګټلی میدان یې خپل سیال ته پرېښود.

وړاندې په مطلب کې د څارونکو په باور ویل شوي؛ چې ښاغلي اشرف غني احمدزی په مطلق اکثریت ګټونکی و او د واک د وېش هېڅ اړتیا نه پېښېده.

د محور په سرمقاله کې راغلي، د انتخاباتي جنجالونو په لړ کې د مصنوعي نا امنۍ وېره دومره پراخه شوې؛ چې یوشمېر هېواد وال یې سخت اندېښمن کړي دي.

د سرمقالې لیکوال کشفي ارګانونو ته وړاندیز کوي؛ چې ژر تر ژره د هغو څېرو مشخصات له ولس سره شریک کړي چې؛ د خپلو امتیازاتو لپاره یې د دښمن ژرندې ته اوبه تویوي.

ویسا:

د ویسا سرمقالې لیکوال د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته د ملي یووالي حکومت جوړولو پرېکړې مبارکي وايي او زیاتوي خپلې ملي پروسې ته مو چې پردي لاسونه رادننه کړل پر انجام یې څه نه وايو؛ دامو هم په کمال حساب شه.

د سرمقالې لیکوال پر کاندیدانو غږ کوي؛ که د ولس اړتیاوې، لومړتیوبونه، ارزښتونه، هویت او وقار پالل او ساتل مو هدف وي، بیا خبره حل ده، خدای دې وکړي چې، ولس تر خپلو هوسونو لوګی نه کړﺉ.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ که هر کاندید کمې رایې وړې وي او ماته یې خوړلې وي، نو باید همدا اوس په ډېره شرافتمندانه توګه پر خپلې ماتې اعتراف وکړي.

لیکوال بایلونکي کاندید ته سپارښتنه کوي، چې ګټونکي کاندید ته اجازه ورکړي چې واک تر لاسه او روانې انتخاباتي لانجې ته د پای ټکی کیږي.