کور / تازه خبرونه / د وقار ورځي ولي شانداري و نه لمانځو؟

د وقار ورځي ولي شانداري و نه لمانځو؟

ویسا: د وقار ورځي ولې شاندارې و نه لمانځو؟

کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان د ازادۍ د پنځه نویمې کلیزې او همدا راز د انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د ازادۍ د ورځې په مناسبت د ولسمشرحامد کرزي وینا راخیستې چې ویلي و، د استقلال او ازادۍ په څېر د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هم باید سره لاسونه ورکړو.

وړاندې په مطلب کې د ولسمشرکرزي له قوله ویل شوي هیله ده، چې انتخابات پایلې ژراعلان شي او د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت د ولس په خیر وي.

د هېواد په سرمقالې کې راغلي داسې ګنګوسي شته چې د حکومت په دننه کې یو شمېرکسان هڅې کوي چې په هېواد کې لنډ مهاله حکومت رامنځ ته کړي.

د لیکوال په باور لنډ مهالی حکومت په پشپړه توګه له اساسي قانون سره په ټکرکې دی.

د هېواد د سرمقالې د لیکوال په باورلنډ مهاله حکومت له کودتا پرته بله مانا نه لري.

د بلې دولتي ورځپاڼې انیس په یوه جلا مطلب کې لیکلي د ازادۍ او خپلواکې ګټل یو ملي ارزښت دی خو تردې لوی کار د ازادي ساتل دي.

همدې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې لنډ مهاله حکومت رد کړی او هغه د اساسي قانون خلاف کار وبلي.

وړاندې په مقاله کې راغلي داسې اوازې چې ګواګې د لنډ مهاله حکومت د رامنځته کېدو هڅې روانې دي د افغانستان دښمنانو کار دی.

ملي ارمان ورځپاڼې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله له قوله لیکلي که چېرې د رایو تفتیش عادلانه او قناعت بخښوونکې نه وي د انتخاباتو پایلې نه منم.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې د وقار او ویاړ ورځې ولې شاندارې ونه لمانځو؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د زمري ۲۸مه، د غويي اتمه او د سلواغې ۲۶ مه او نورې ټولې ورځې زموږ د ولس د شریک ویاړ ورځې دي.

د سرمقالې لیکوال زیاتوي باید تر ممکن حده په حکومتي او ملي کچه زموږ د ویاړ د ورځو په توګه شاندارې ونمانځل شي.

د ویسا د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې که نوروز د تاریخي عنعنې په دود نمانځلی شو، نو بیا د هېواد د زرګونو شهېدانو او غازیانو د اتلوالیو او حماسو یاد ګار ورځې ولې همداغسې شاندارې ونه نمانځلې شو؟