کندهارښاروالۍ دارغنداو اولسوالۍ دبابا صاحب ترکوتل په لاندي ساحه کښي د ښځو له پاره پارک جوړوي .
دکندهارښاروالۍ ویاند زمری څرګند په داسي حال کښي چي د ښاروالۍ ساختمانی انجینر او ارغنداو ښار وال یي ملتیاکول د ښځو د هغه پارک څخه لیدنه وکړه کوم چي کندهار ښاروالۍ یي دباباصاحب ترکوتل په لاندي برخه کښي په ۵۰جریبه دولتي ځمکه کي جوړوي اواوس یي دجوړیدو کاري چاري ښې رواني دي.
دکندهارښاروالۍ ویاند زمری څرګند وایي دیاد پارک زنانه لپاره ټولي اړیني اسانتیاوي په نظرکښي نیول سوي دي چي داحاطې دیوال ،پارکینګ ،ګلدانونه،تشنابونه، کانتین او دسرسبزي لپاره یي ټولي اسانتیاوي په نظرکښي نیولي دي چي څه کم ۱۳میلونه افغاني لګښت باندي راغلی چي دکندهار ښاروالۍ دانکشافي بودیجې څخه ورکول کیږي اوټاکل سوې ددریومیاشتوپه شاوخواکښي کاري چاري بشپړي سي چي په دې سره به دښځوپه برخه کښي بهترینه اسانتیارامنځته سوې وي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه