كندهار له تېرو پنځو وروځو راهيسي يو ځل بيا د ټولي نړۍ پاملرنه جلب كړې او د دې ښار په اړه خبرونه د ميډيا د سر ټكي جوړوي.
كندهار تر پلازمېني كابل وروسته د افغانستان دوهم لوى ښار ګڼل كېږي، چي همدا اوس د طالبانو له ګواښ سره مخ دئ.
دلته په يوه اونۍ كي پرله پسې دوې داسي حيرانوونكي پېښي رامنځته سوې، چي د افغانانو په شمول يې نړيوال هم هېښ كړل.
د جون پر ديارلسم ماښام د جمعې په ورځ د شلو په شاوخوا كي طالبانو د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه كي د ښار تر ټولو لوى محبس مات او په سوونو خپل ملګري يې د يوه كامياب پلان په نتيجه كي خوشي كړل.
تر هغه درې شپې وروسته يوه بله حيرانوونكې پېښه دا ده، چي كندهار په تېرو اوو كالو كي د لومړي ځل دپاره له يوه ستر خطر سره مخ دئ.
طالبان د ښار په ۲۰ كيلومترۍ كي د ارغنداو په سمسوره ولسوالي كي راغونډ سوي او د كندهار پر ښار د يرغل پلانونه جوړوي.
همدا اوس د ښار په فضا كي د ناټو جنګي جيټ الوتكي او هليكاپټرونه الوتني كوي چي د ښاريانو په ګومان ښايي جګړه وموښلي.
د دفاع وزارت چارواكو خبر وركړى، چي د لوى درستيز جنرال بسم الله خان په مشري يې سيمي ته تازه دمه عسكر لېږلي چي ډېر ژر به عمليات پيل كړي.
د ناټو د بې پيلوټه څارګرو الوتكو، پوځي هليكاپټرونو او جنګي جيټ طيارو بې شمېره پروازونه خلګو ته د ۲۰۰۱ كال هغه شپې ورځي ور يادوي، چي د امريكا په مشرۍ ايتلافي ځواكونو په لومړي ځل پر افغانستان يرغل وكړ.
په نوي ښار كي احمدشاهي لوبغالى چي پرون شپه (له اوس څخه ۲۴ ساعته مخكي) د غزني او كندهار ولايتونو ترمنځ د فټبال لوبه پكښي وسوه، اوس يې پر شاوخوا اغزن تارونه راګرځېدلي او د بهرنيو عسكرو په يوه غټ كمپ اوښتى دئ.
د ښار پر هغو سړكونو چي دولتي ودانۍ او يا د كوم چارواكي كور وي، وسله وال پيره داران ولاړ او وسايط خو څه چي د عامو خلګو تګ راتګ ته هم اجازه نه وركوي.
د ښار په نيژدې ټولو چوكونو كي پوليس يا ملي پوځيان ولاړ دي او په موټرانو او موټرسيكل چلوونكو كي تلاښۍ كوي.
د ښار اوسېدونكي چي د چارواكو چوپوالي او يو ډول وارخطايي ته ګوري، نو بېله شكه چي پر زړونو يې بېره خپره ده او هر ګړى د يوې بدي پېښي انتظار باسي.