په ننګرهار کې د عملياتو په ترڅ کې د هيروئينو جوړولو څلور فابريکې ويجاړې او خاوند يې ووژل شو .
دغه عمليات تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ د مرکې خېلو په سيمه کې د افغان ځانکړو امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي .
په دې عملياتو کې د هيروئينو جوړولو څلور فابريکې په بشپړه توګه ويجاړې او يوه اندازه هيروئين هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د نشه يي توکو د توليد ورته فابريکې و يجاړې شوي دي