دکندهار ولایت مقام دمرستیال سره مرکه :
پوښتنه : محترم عبدالقدیم پتیال دکندهار ولایت دمقام مرستیال ، تاسې دکندهار په ولایت کې دملي پیوستون پروګرام څنګه ارزوئ ؟
ځواب : ملی پیوستون پروګرام دافغانستان دهغو مهمو، اساسي او بڼسټیزو برنامو څخه دی چې واقعاْ دبل هر ملي برنامې په پرتله ښه نتایج درلودلې. په کندهارکې دکلیو دبیا رغونې او پراختیا وزارت دملي پیوستون پروګرام دډیرو کلونوراهیسې په مختلفو ولسوالیو کې فعالیت لري. په کندهار کې دنورو ارګانونو دپروګرامونو په کتار كي ترډیره زیاته موفق ترینه پروګرام ، دملي پیوستون پروګرام دی چې دهغه له لاري څخه خلکوته پوره اختیار اوواک ورکول کیږي ترڅو خپله ضرورتونه وټاکي او دهفوضرورتونوپربنا، تصمیم ونیسي اوخپل وطن ودان کړي.
پوښتنه : ستاسو په نظر ددې پروګرام په وسیله دخلکو اودولت اړیکې څومره ټینګی شوی دي؟
ځواب : ترډیره حده پورې. ملی پیوستون پروګرام یوازې په پروژو پورې محدود نه دي ، بلکې دخپله نامه په څیر دخلکو په ټولنیز ژوند باندې نهایت مؤثریت لري . ددې پروګرام له لاري د ۷۰٪ اضافه دکلیو دشوراګانو اړیکې دولایت دمربوطه ریاستونو اودهغوی په واسطه دولایت مقام سره ایجاد شوي دي. زموږ اړیکه یوازې دکلیو او بیا رغونې دریاست له لیارې څخه نه ده ، بلکې ځینې پروژې اوبعضې مسایل هم دي چې دملي پیوستون پروګرام دکلیودپراختیایي شوراګانوله لیارې عملي کیږي.
پوښتنه : دملي پيوستون په اړه ستاسې ځانګړۍ پیغام څه دی؟
ځواب : څرنګه چې ملي پیوستون پروګرام یو وګړنۍ پروګرام دی ، نو زما هیله داده چې دا پروګرام نور هم دکندهار په ولایت کې دکلیو باڼدو دخلکودستونزو دله مینځه وړلوپه برخه کې لازیات کاروکړي ولازیاتوکلو ته پراختیا ورکړي.
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
تر هغه وروسته چي په لراوبر ويبپاڼه کي په کندهار ولايت کي د ملي پيوستون پروګرام د پرمختيايي چارو په اړه د ښاغلي داودشا زمري اناقادي ليکنه خپره سوه ، دادی د کندهار د والي مرستيال ښاغلي عبدالقديم پتيال تر مرکې وروسته د خپلو درنو لوستونكو د لا سم پوهاوي په موخه د ملي پيوستون د پروګرام په هکله ددغه ادارې د مسولينو نظر هم را اخلو:
د لراوبر اداره
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
کندهار د ملي پیوستون په سیوري کي
دملی پیوستون پروګرام دکلیو دپراختیا،رغونی،پرمختګ اودپرګنو دژوندانه دښه والی په غرض دافغانستان داسلامی جمهوریت په تاریخ کی یوډیربریالی لومړنی پراختیایی پروګرام دی چی دنړی په سطح دوهم لوی پراختیایی پروګرام ګڼل کیږی .
دی پروګرام دکلیوالودسلا مشوری او ګډ تصمیم نیونی اصل دخپلی کړنلاری ملاک ګرځولی او تل یی زیارویستلی چی پراختیایی او دبیارغونی پروژی، دکلیو لومړیتوبونو ته په پاملرنی سره چی دکلیودپراختیایی شوراګانو له خوا څرګند یږی ، تطبیق او پلی کړی .
دی ولسی پروګرام چی په اسلامی اصولو لکه اتحاد ، یووالی، مشوری، عدالت او مساوات ټینګار کوی د۲۰۰۳ کال دمی په میاشت کی عملاْ په کار پیل کړیدی .
دملی پیوستون پروګرام دیوه انسانی بهیر په اساس په کلیوکی دسیمه ایزی واکمنی په ټینګښت سره دکلیو دسیمه ایز حاکمیت دوام، دکلیو بیارغونه اودبی وزلی راټیټول تضمینوی ددی ولسی پروګرام اساسی موخه دخلکودټولنیزی اواقتصادی ودی په منظور دیواغیزمن بنسټ په څیر دکلیو دپراختیایی شوراګانوجوړونه او دهغو ملاتړاو دوام دی .
دملی پیوستون پروګرام تراوسه پوری دهیوادپه څه دپاسه څلویښت زره کلیو اوبانډو کی دشپږاویا زرو نه زیاتی پراختیایی پروژی تر لاس لاندی نیولی دی .
ددغو پروژو زیات شمیر بشپړی شوی او دکلیوالو ګټی اخستنی ته سپارل شوی او دبی شمیره پروژوکار جریان لری .
دهیواد دنورو ولایتونو په شان دکندهار په لرغونی او سمسور ولایت کی هم دملی پیوستون پروګرام زیات شمیر ګټوری پروژی ثمر ته رسیدلی او له خوږو میوو نه یی کلیوال ګټه اخلی .
دی ولسی پروګرام دخپل کار له پیل نه تراوسه پوری دکندهار په ولایت کی ددی ولایت دمرکز په شمول دارغنداب ، ارغستان، دامان، خاکریز، معروف، میانشین،نیش،پنجوایی، شګی، شاه ولی کوټ ، سپین بولدک ،ژړی او غورک په ولسوالیو کی ټول ( ۱۹۳۸) کلی او سیمی تر پوښښ لاندی راوستلی دی .
دملی پیوستون پروګرام داړوندی څانګی دمعلوماتوله مخی دی ولسی پروګرام ټولی (۳۰۷۲) پروژی تمویل شوی چی لدی جملی نه د(۱۲۸۵) پروژو کار بشيړ اود (۱۷۸۷) پراختیایی او ټول ګټو پروژو کار جریان لری چی په نږدی راتلونکی کی به دخلکو ګټی اخستنی ته وسپارل شی . دبشپړشویو پروژو او ترکار لاندی پروژوڅخه به بالاخره دکندهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کی ( ۳۳۴۹۴۲ ) کورنی ګټه اخلی .
دکندهارپه ولایت کی دملی پیوستون د مسوولینو دوینا له مخی دا پروژی دپوهنی، روغتیا،اوبولګولو،بریښنا،ترانسپورت،کرنی،کلیوالی پراختیا، دڅښاک دپاکو اوبودبرابرولو ، اوبو لګولو او معیشت په سکتورونو او نورو برخو کی تطبیق او پلی شوی اویا دپلی کیدو په حال کی دی .
دکندهار ولایت په کلیو او بانډو کی دنورو ولایاتو دکلیواو بانډو په شان دملی پیوستون پروګرام پروژو ستر بدلون راوستی او دخلکو دژوندانه په هره برخه کی ښه والی راغلی دی . دا پروژی دټولو خلکو رضایت او خوښی تر لاسه کړیده .