کور / تازه خبرونه / وسله والو په خاکرېز ولسوالۍ کي ٤ کوچنيان ټپيان کړل

وسله والو په خاکرېز ولسوالۍ کي ٤ کوچنيان ټپيان کړل

وسله والو په خاکرېز ولسوالۍ کي ٤ کوچنيان ټپيان کړل
وسله والو ترهګرو د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ د يوې نجلۍ په ګډون ٤ کوچنيان ټپيان کړل.

وسله والو ترهګرو نن سهار اته بجې د خاکرېز ولسوالۍ د شااغا زيارت مخي ته له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل ته د ريموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړې. د چاودني په پايله کي د يوې نجلۍ په ګډون ٤ کوچنيان سخت ټپيان سوي دي.

له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل د کوچنيانو په يوه مېله ځاى کي، چي ګڼه ګوڼه زياته وه، درول سوى او چاودنه ورکول سوې ده، تر څو ياد کوچنيان ووژني يا يې ټپيان کړي.

وسله والو ترهګرو د اختر په دې مبارکو شپو او ورځو کي هم د عامو خلکو او کوچنيانو له وژني صرفه ونه کړه او دا دى هره ورځ زموږ بېګناه کوچنيان، ښځي، سپين ږيري، مشران او ځوانان وژني او ټپيان کوي يې.

دوى هره ورځ په زبات رسوي چي نه يوازي د افغان حکومت ضد دي، بلکي هره ورځ افغان ملت د غم پر ټغر کښېنوي او بېګناه انسانان وژني. موږ پر ټولو افغانانو په ځانګړي ډول کندهاريانو ږغ کوو چي د وسله والو مخالفينو پر ضد سره يو موټى سي او د خپلو افغان ملي سرتېرو تر شا ودريږي او په ګډه د وسله والو ترهګرو مخه ونيسي