پر هغه باندي نن سهار په خپل کور کي ځانمرګي برید ګر حمله کړې او هغه يې وژلی دئ
د کندهارد والي ویاند دواخان مینه پال وايې په برید کي خپل حشمت خلیل کرزی وژل سوي،خو نورو کسانو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه يې څه ونه ویل،
ښاغلي مینه پال وايې چي ځانمرګي برید کوونکي د اختر د مبارکۍ په موخه ورغلي او پر هغه يې د روغبړ په حالت کي ځانمرګي برید کړي
حشمت خلیل کرزي په کندهار کي یو قومي مشر دئ ،چي د تحول او دوام د ټیم مخکښ کمپاینر وو
په دې اړه به وروسته معلومات خپاره سي