د رمضان په ټوله میاشت کې په عامه توګه د کورنۍ د ښځو مسوولیت ډېر دروند وي خو هغه ښځې د لا زیات مسوولیت خاوندې وي او خورا درنده وظیفه اجرا کوي چې د خپل کور د نورو مسوولیتونو سربېره د اولاد روزنه هم ور په غاړه وي او کوچني ماشومان لري. په وردګو کې ښځې خورا ستړې او هڅه کوي چې د رمضان په ټوله موده کې د خپلې کورنۍ د مشرانو خواښیې، ماشومانو او نارینه وو تبع خوشحاله و ساتي، پر ځان فشار و مني خو هغوی ته د کورنۍ له پاکې او مینه ناکې فضا سره یو ځای د خپل توان سره سم خواږه خواړه برابر کړي. په رمضان کې د ښځې مسوولیت د روژې په مختلفو وختونو کې په بېلابېلو بڼو وي چې لنډیز یې په دې لیکنه کې د ګرانو لوستونکو خدمت ته وړاندې کېږي.
د پړشمي مسوولیت
افغانه مېرمن د رمضان په میاشت کې د خپل استراحت او دمې جوړولو لپاره ډېر کم وخت لري ځکه چې نوموړې په پړشمي کې د خپل کور د نارینه وو د مخه پورته کېږي، د پړشمي لپاره خواړه، چای او نور ضروري څیزونه تیاروي. کله چې د پړشمي دسترخوان تیار شي نو خپل خاوند، لویان اولادونه له خوبه را وېښوي او نه یوازې د خپل کور غړو بلکي د کور راغلیو مېلمنو ته هم خواړه برابروي. کله چې خواړه و خوړل شول نو د دسترخوان ټولول او صفا کول هم د کور د مېرمن دنده وي.
د روژې د سهار دنده
د روژې پر سهار د کور مېرمن څو اساسي دندې لري چې هغه په سړه سینه اجرا کوي، د پړشمي د لوښو وینځل، ماشومانو ته چای تیارول او ښوونځي ته آماده کول، د پخلنځي او کور پاکول، د سرای او حوېلی جارو کول او په مسلسله توګه د خپلو ماشومانو پالل. همدارنګه هغه ښځې چې مالداره وي نو د خپلو څارویو (غوا، میږو او وزو) شیدې هم را لوشي او مستو کولو ته یې چمتو کوي. دغه ډول ښځې خپله غړکه یا جګ ګردوي او کله چې و موښل شي نو شړومبې له کوچو څخه جلا کوي او په خپلو کورنیو څارویو مسلسل خیال ساتي څو ورڅخه وږي یا تږي نه شي.
د روژې د غرمې دنده
د روژې په غرمه کې د کور ښځینه دنده لري چې ماشومانو ته غرمنۍ تیاره کړي، هغوی ماړه کړي، د ماشومانو خیال و ساتي او د امکان په صورت کې یې ورځني خوب ته آماده کړي. په دې ځای کې د هغو کورنیو ښځې تر زیات فشار لاندې وي چې اقتصادي وضعیت یې دومره ښه نه وي او د دې ډول کورنیو ښځینه هڅه کوي څو خپلو تنکیو ماشومانو ته د بېګا او پړشمي د ډوډۍ د پاتې شونو څخه خوږه غذا برابره او هغوی ماړه کړي. خو هغه کورنۍ چې اقتصادي وضعیت یې ښه او د ښځینه وو حوصله یې لوړه وي نو د کور مېرمن خپلو ماشومانو ته په داسې حال کې تازه غذا پخوي چې په خپله روژه وي.
د روژې د ماسپښین دنده
کومه مېرمن چې ماشومان یې ډېر شوخ نه وي او لویان یې هم مهربانه زړه و لري نو کولای شي چې د ماسپښین د لمانځه څخه تر مازدیګر پورې د دمې جوړولو او سپک استراحت لپاره وخت و مومي او خپل ماشومان هم ورسره ویده کړي. خو هغه ښځې هېڅکله د خپل استراحت لپاره وخت نه شي موندلای چې ماشومان یې شوخ وي او لویان یې سخت زړي، ظالم او د ښځو د حقوقو څخه ناخبره وي. دغه راز سخت زړي نارینه ښځې ته د یوه نیمګړي انسان په سترګه ګوري او فکر کوي چې ښځه یې باید د ده له اوامرو سره سم په هره لحظه کې هر ډول خدمت ته حاضره وي.
د روژې د مازدیګر مسوولیت
د روژې په مازدیګر کې په داسې حال کې د کور مېرمن تنور بلوي، ډوډۍ پخوي، د روژه ماتي او نري لپاره کتغ تیاروي چې د ژوند ټولې سړې تودې، بیوزلي او بډاینه، د ماشومانو ژړا او د لویانو منت او هر اړخیز حالت په تږي حلق او سړه سینه زغمي او د پوره صبر، متانت او حوصلې په چوکاټ کې خپله دنده مخته بیايي. د کور په ښځه خولې را روانې وي، یخنۍ نیولې وې، وجود یې دردمن وي، استراحت ته اړتیا لري، ماشومانو ستړې کړې وي او د لویانو منتونو خپه کړې وي خو بیا هم له خپلې خولې څخه د د شکایت په دود د اُف وتلو ته اجازه نه ورکوي او د ستړیا اظهار ته د صبر وړانګیز پيغامونه دروي. د کور مېرمن هڅه کوي چې د کورنۍ ټول لوی او واړه غړي ورڅخه راضي وي او د هر یوه غوښتنو او فرمایشاتو ته د ځانګړې مینې سره یو ځای قناعت کوونکی ځواب ورکړي.
د روژې د ماښام دنده
د روژې د ماښام د مخه د کور مېرمن د روژه ماتي خواړه تقسیموي، نارینه ته ځانته، ښځو ته ځانته او ماشومانو ته ځانته برخې په نظر کې نیسي. همدارنګه هڅه کوي چې د روژه ماتي دسترخوان یې په خوړو سربېره د مینې او محبت په پیغامونو رنګین وي او په مینه ناک انداز سره پاخه کړي خواړه د خپلو نارینه وو په مخکې ږدي. که د کور نارینه په جومات یا له کور څخه بهر روژه ماتوي نو هغوی ته په وخت سره روژه ماتی لېږي او که نارینه په کور کې روژه ماتوي نو د ماښام د آذان تر مخه ورته دسترخوان برابروي او د خپلو نارینه وو د رضایت لپاره خپله د کور دسترخوان له پخو کړو خوړو سره یو ځای د خپلې رنګینې موسکا، صبر او مینې په رنګونو ښکلی کوي.
د روژې د ماسختن وظیفه
د روژې په ماسختن چې کله نارینه ماړه شي او چای و چښي نو غالبا د جوماتونو په لوري ځي څو د تراوېح لمونځ ادا کړي خو د کور مېرمن د ماښام هوار کړی دسترخوان او په خوړو ککړ شوي لوښي را ټولوي، دسترخوان صافي کوي او بیا هغه ټول لوښي وینځي چې د روژه ماتي خواړه پکې خوړل شوي وي. همدارنګه په همدې وخت کې د کور له مېرمن سره د پړشمي د خوراک فکر هم وي او د پړشمي لپاره د لازمو خوړو، د چای لپاره د اېشول شوو اوبو او داسې نورو څیزونو تابیا کوي.
کله چې نارینه د تراوېح له لمانځه څخه کور ته را وګرځي نو بیا هم د خپلې کورنۍ د ښځو ترحم ته اړتیا لري، ځینې چای چښي، ځینې د امکان په صورت کې تازه مېوه خوري او ځینې نس پړس کسان د اشتها په صورت کې یو ځل بیا د دسترخوان خواته ورځي او یو ځلې بیا د ډوډۍ په خوړلو سره د خپلې ګېډې غوښتنې ته لبیک وايي.
د سترې حوصلې ننداره
ښځې ته لوی خدای (ج) ستره حوصله او پراخه سینه ورکړې ده چې د هغې عملي تمثیل د رمضان په میاشت کې په ښه توګه کېږي او د بشر په تاریخ کې بل هېڅ موجود د ښځې په څېر د سترې حوصلې او لوی صبر خاوند نه دی تېر شوی. دا سمه ده چې د روژې د مبارکې میاشتې د دیني او روغتیايي فضایلو په هکله لیکنې کېږي خو د رمضان په میاشت کې د ښځې د حیاتي دریځ، لوی صبر، پراخې حوصلې مسلسل کار او لویې سینې د درلودلو او بیانولو په هکله ډېرې کمې لیکنې او څېړنې تر سترګو کېږي چې د دې مهربانه موجود په خورا درنو مسوولیتونو رڼا اچوي. ښځه د رمضان د میاشتې د روژې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د خپل استراحت لپاره ډېر کم وخت لري او زیاتره وخت یې د کورنۍ د نارینه وو، ماشومانو او د کورنۍ د نورو غړو په خدمت کې تېرېږي. له بده مرغه چې د دې ټول مسوولیت او درنې دندې سره یو ځای ځینې ظالم او ناپوه نارینه پیدا کېږي چې په خپلو ښځو ظلم کوي، د تیارو شوو خوړو کاسه یا دېګ په لغته ورته وهي، خپلو ښځو ته ناوړه الفاظ استعمالوي او د دې مهربانه موجود ټول کړه وړه او خدمت بې اهمیته او نادیده ګڼي. د خپلې دغې مقالې لمن په دې حدیث شریف سره را نغاړم لکه چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: (مَنٌ لایَرٌحَم، لا یُرحَمٌ) ژباړه: څوک چې په نورو رحم نه کوي، په هغه به رحم و نه شي. ویاړ دې وي پر افغانه مېرمن.