په افغاني ټولنه کې ماشومان له روژې سره عجیبه مینه او علاقه لري او هغه ماشومان چې عمر یې له څلورو کلونو څخه پورته او نا بالغ وي، هڅه کوي چې د رمضان په میاشت کې خپل کړه وړه د روژتیانو په څېر برابر کړي. په دې مانا چې ماشومان هڅه کوي د مشرانو په څېر پړشمي ته پورته شي، پړشمی وکړي د روژې د نیولو تمثیل وکړي، له مشرانو سره جوماتونو ته ولاړ شي، په روژه ماتي کې ګډون وکړي، په تراوېح لمونځونو کې برخه واخلي او په خپل ژوند کې د روژې خوښۍ ګام پر ګام تمثیل کړي. دغه ډول بیدار ماشومان له خپلو مشرانو څخه د روژې په اړوند عجیبې او غریبې پوښتنې کوې او کله کله خو حیرانېږي چې ولې یې د خپلې کورنۍ مشران نارینه او ښځینه غړي د ورځې له لوري خوراک او چښاک نه کوي. موږ په دې لیکنه کې ځینو هغو اړینو اړخونو ته په لنډه توګه اشاره کوو چې د وردګو په کچه د رمضان د میاشتې په روژه کې د ماشومانو په ژوند کې راځي.
د ماشومانو خواړه
د ماشومانو لپاره د رمضان د مبارکې میاشتې ورځنی غذايي حالت د کورنیو په اقتصادي وضعیت او د کور د مېرمنې په زړه سوي او فعالیت پورې تړلې وي چې آیا خپلو ماشومانو ته یوازې هغه ساړه خواړه ورکړي چې له روژه ماتي او پړشمي څخه پاتې شوي وي او که ورته تازه خواړه چمتو کړي. خو که د یوې کورنۍ ښځې هر څومره فعالې وي او د کورنۍ اقتصادي وضعیت هم بد نه وي بیا هم ماشومان د غیر روژ (بوزې) په څېر په رمضان کې د مناسبو او ښو خوړو څخه برخمن نه وي او هڅه کېږي چې د خوړو په هغو پاتې شونو غلط شي چې له روژه ماتي، نري او پړشمي څخه پاتې شوي وي. دغه ډول یو چاپېریال نه یوازې د نن ورځې د ماشومانو په ژوند بلکي زموږ ټولو په ژوند هغه مهال حاکم وو چې کله ماشومان وو او شاید په یاد و لرو چې د خوړو له درکه به مو د رمضان په میاشت کې د بوزې په څېر عادي حالت نه درلود. باید وویل شي لکه څنګه چې کورنۍ خوړنیز حالت د رمضان په میاشت کې د کورنۍ د مشرانو غړو لپاره بدلون مومي او سپېره ښکاري، په همدې شکل د ماشومانو لپاره هم بدلون مومي او په یو سپېره ماحول بدلېږي.
د روژې په رابره کېدو سره د وردګو په ځینو کلیو کې ماشومان داسې سندره زمزمه کوي:
روژه راغله ډانګ تر غاړه
غټ به و نیسي تر غاړه
واړه به پرېږدي د سړې ټکلې لپاره
له پړشمي سره علاقه
ماشومان له پړشمي سره ځانګړې علاقه لري او که زمینه ورته برابره او له خوب څخه بیدار شي نو شاید هره ورځ د پړشمي دسترخوان ته په مینه را پاڅي او ځانونه ماړه کړي. خو د اقتصادي حالت د کمزورتیا، د ماشومانو د خوب د بهیر د ګډوډۍ، شور، غالمغال او پرخورۍ د مخنیوي او د ماشومانو د عادت د نه بدلون له کبله والدین هڅه کوي چې ماشومان یې پړشمی مهال له خوب څخه بیدار نه شي او د پړشمي دسترخوان د ماشومانو د خوب له محل څخه په کوم لرې او غلي ځای کې هوار کړي. د ځینو کورنیو توندخویه مشران بیا په هېڅ شکل خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې په هر حالت کې حتی د یوې ورځې لپاره یې هم ماشومان پړشمي ته راپورته شي او خپل ماشومان پړشمي ته له پاڅېدو څخه وېروي. ځینې وېرېدلي ماشومان چې کله کله د خپلې کورنۍ مشران و ویني چې پاڅېدلي، د خولو چړپهاری او له چای جوش څخه د چای د اچولو چړهاری یې لګېږي او پړشمی کوي نو غلي غلي د خپلو بړستنو تر چاکونو ور ګوري او ځان ورو ورو خوځوي چې ګوندې مشران یې غږ پرې وکړي او پړشمي ته یې ور و غواړي. د ځینو هغو کورنیو مشران چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي او مهربانه زړونه ولري، خپلو ماشومانو ته اجازه ورکوي چې له خوبه پاڅي او په دې شرط د پړشمي په خوړو کې برخه واخلي چې د ورځې مهال به روژه نه نیسي.
د روژه ماتي دسترخوان
د روژه ماتي دسترخوان هغه مهال لا برکتي وي چې ماشومان د خپلو مشرانو سره یو ځای پرې راټول شوي وي خو د پړشمي په څېر روژه ماتی هم د کورنیو په اقتصادي وضعیت پورې اړه لري چې آیا لږ خواړه پاخه کړي که زیات؟ پخوا به په کلیوالي سیمو کې رواج داسې وو چې د ماښام خواړه به دوه ځلې خوړل کېدل چې یو ځل ته به یې (روژه ماتی) او بل ځل ته به یې (نری) ویل کېده. د روژه ماتي خواړه به یوازې د کورنۍ د نارینه او ښځینه مشرانو لپاره وو چې نارینه به په جوماتونو یا سپاچو کې روژه ماتوله او ښځینه وو به په کور کې خپله روژه ماتوله خو ماشومانو ته به د روژه ماتي په خوړو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېده. بل ځل خوړو ته به یې (نری) ویل چې د بېګاه له ډوډۍ یا ماښامنۍ څخه به عبارت وو چې له روژه ماتي او د ماښام له لمانځه څخه وروسته به د ماشومانو په شمول د کورنۍ ټولو غړو ګډون پکې کاوه. اوس مهال تر ډېره حده ماښامنیو رواجونو بدلون موندلی او د کورنیو غړي د ماښام له آذان سره سم یوازې د خورما یا اوبو په وسیله روژه ماتوي، لمونځ کوي او بیا په یو ځلې هغه ډوډۍ له ماشومانو سره یو ځای خوري چې په کور کې تیاره شوې وي. هغه څه چې ډېر مهم دي دا دي چې له روژه ماتي سره هم د پړشمي په څېر ماشومان سخته علاقه لري او د روژه تیانو په پرتله د ماشومانو زیاته بیړه وي چې د روژه ماتي له دسترخوان څخه خواړه و خوري او داسې و ښيي چې ګویا دوی هم روژه نیولې ده.
د روژې نیولو هڅه
زیاتره ماشومان هڅه کوي چې روژه و نیسي له همدې کبله خپلې مور، پلار، مشرانو وروڼو او خویندو ته زارۍ کوي چې پړشمي ته یې را ویښ کړي څو روژه و نیسي. خو د کورنیو مشران بیا هڅه کوي چې نسبتا لوی ماشومان یې له روژې نیولو څخه منع کړي او هغوی ته په خوږو دلایلو قناعت ورکړي چې تر اوسه کوچني دي او د روژې نیولو توان لري. همدارنګه هغوی ته په دې خبرو ډاډ ورکوي چې تاسو به له خیره سره ژر لوی شی او بیا به روژه نیسی. ځینې مشران بیا خپلو ماشومانو ته وایي چې سمه ده د ورځې تر نهو یا لسو بجو پورې روژه و نیسه او بیا خواړه و خوره. ځینې نسبتا لوی ماشومان بیا عملا څو روژې نیسي او ځینې ځینې ماشومان خو بیا داسې هم کوي چې روژه یې وي نو د ورځې په هغه وخت کې پټ څه و خوري یا اوبه و چښي چې څوک یې و نه ګوري. هغه ماشوم چې روژه یې نیولې وي، په همدې ورځ د خپلې مور او پلار تر ځانګړې مهربانۍ لاندې راځي، کیدای شي د ورځې مهال ماشومانه ډالۍ ورته واخلي او ماښام مهال نوموړي ته یوه اتل لقب ورکړي.
د رمضاني خوښیو ماشومانه بهیر
ماشومان د رمضان په ټوله میاشت کې ډېر خوښ وي، هره ورځ بېله بېله شمېري او د رمضان له هرې لحظې څخه بېلابېل خاطرات لري او په دې هکله خپله مینه، کېسې او خاطرې له خپلو والدینو او مشرانو سره شریکوي او ډول ډول پوښتنې ترې کوي. په رمضان کې د ماشومانو د خوښیو یو رنګین بهیر په اختر پورې تړلی وي چې له رمضان وروسته هره کورنۍ او د کورنۍ ټول لوی او واړه غړي د هغه په خوښیو کې برخه لري. ماشومان د اختر راتګ ته شېبې شمېري، په خپل منځ کې د اختر د خوښیو کیسې کوي، جامې ورته تیاروي، د خپلې هغې احتمالي عیدي یا اختریزي بودجې محاسبه کوي چې له مشرانو، دوستانو او خپلوانو څخه د لاسته راوړلو تمه لري او د اختریزو ساعت تېریو لپاره په ماشومانه پلان جوړونه لګیا وي. ځینې ماشومان د اختریزې میوې لپاره له خپلو میندو ځانګړي دسمالونه غواړي او مخکې له مخکې یې باید و ویني. همدارنګه د جامو تر څنګ د لاسونو د سره کولو، نوو بوټونو، خولۍ، کورتۍ کالیو د برابرولو او داسې نورو څیزونو چورت هم ورسره وي. ماشومې نجونې بیا د خپلو ځانونو لپاره د نوو جامو تر څنګ د بنګړیو، د وېښتانو د ګلونو، سیخکیو، ټکریو، کوسرو او داسې نورو نوو څیزونو په فکر کې وي او له یوې او بلې سره په دې هکله خپل فکر شریکوي.