د ښې شپې نمانځلو رواج په وردګو کې یو په زړه پورې دود دی چې د برات په شپه، د رمضان په اوه ویشتمه (له کوچني اختر څخه درې ورځې د مخه) او د ذې القعدې یا میانه میاشت په اوه ویشتمه نېټه (د لوی اختر څخه درې ورځې د مخه) نمانځل کېږي. دا چې دا شپه څه ډول مراسم لري، نمانځنه یې د نارینه وو له خوا په څه ډول صورت مومي، د ماشومانو سهم په هغه کې څه دی، او د ښځینه وو له خوا په څه ډول نمانځل کېږي په دې لیکنه کې به له ګرانو لوستونکو سره لنډ معلومات شریک شي.
د ښې شپې تعریف
ښې شپې ته صدره یا بزرګه شپه هم ویل کېږي او له هغې مبارکې شپې څخه عبارت ده چې د عبادت تر څنګ یې وګړي د یو لړ ځانګړو مراسمو په سر ته رسولو سره نمانځي، رڼوي یې، ورته خوشحاله وي او په دې شپه تر ډېره وخته ويښ پاتې کېږي.
په دې هکله په وردګو کې یوه لرغونې سندره شته ده چې کلیوالې ښځې یې په ترنم او د دریا سره یو ځای بولې په دې ډول:
ښې شپې، خوږې شپې، تا به څوک رڼوي
ښې پېغلې واده شوې، نجونې خوب زنګوي
د ښې شپې وخت
لکه چې د مخه وویل شول د ښې نمانځنه په کال کې درې ځلې صورت مومي چې د همدې شپې په رسېدو سره قضا مازدیګر په جوماتونو کې د نغندو، حلوا او غونډاریو په ویشلو سره پيل کېږي او د بېګاه د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته یې ماشومان، نوي ځوانان او ښځې د نمانځلو تابیا نیسي. همدارنګه هغه څوک چې اقتصاد یې ښه وي کېدای شي د ښې شپې د رسېدلو څخه د مخه د ورځې مهال یو رېزه پای څاروی حلال کړي او یو څو کسان په غوایه یا لوی څاروي کې سره شریک شي او د خپلې برخې د لاسته راوړلو څخه وروسته د همدې خامې غوښې یو څه په خپله د کور غړو ته پخه او یوه برخه یې خوارانو او بېوزلانو ته د خیرات په ډول تقسیم کړي. همدارنګه ځینې وګړي چې څاروی یې حلال کړی وي په همدې شپه ځینې نږدې دوستانو او خپلوانو ته مېلمستیاوې هم کوي.
د ښې شپې د نمانځلو نارینه طریقه
د ښې شپې د نارینه نمانځلو طریقه داسې ده چې کله ماښام شي او د بېګا ډوډۍ وخوړل شي نو د کلي نوي او نیمچه ځوانان چې یو بل یې مخکې له مخکې خبر کړي وي د کلي په یوه مشخص ځای کې سره غونډېږي او د خپل کلي په کورونو باندې د ګرځېدلو پلان جوړوي. کله چې له ټول کلي څخه نوي او نیمچه ځوانان سره را غونډ شي مخکې له دې چې خپلو ګرځېدلو ته ادامه ورکړي له یو بیدار هلک څخه چې اتڼ او ګډا یې زده وي، د چادر او څو لښتو په مرسته یوه څېره جوړوي چې پېری یا جند ورته ویل کېږي. هلکان خپل حرکت په دې درود سره په لوړ آواز او ځانګړي ترنم پيل کوي:
الصلوات، والسلام علیک، یا رسول الله، ابراهیخ خلیل الله
په کلي کې چې د هر کور مخې ته چې کله رسېږي نو دروازه ټکوي او له دې درود وروسته په لوړ آواز وايي: (صدره را و باسی خیر یوسی)
د کور غړي خدای وس هر څه یې چې په وس پوره وی یا خو څه نغدې افغانۍ ورکوي، یا یوه پیمانه اوړه او یا هم غنم ورکوي. کله چې هلکان د کلي له کورونو څخه دغه راز څيزونه تر لاسه کوي نو په مقابل کې یې هغه پېرۍ ګډوي چې ورسره مل وي او په ټولو سره داسې دعا ورته کوي: (خدای پاک مو یو سر تر سلو و رسوه، خیرات مو قبول شه، ناروغان مو ښه شه، مسافر مو خدای په خیر راوله، خدای مو برکتي کړه) که په هر کور کې کوم ناروغ وي هغه ته بیا ځانګړې دعاوې کېږي. دغه ټوله ننداره چې د هلکانو له لوري اجرا کېږي د کور ټول نارینه او ښځینه غړي ورته ګوري، ورته خوشحاله وي او له هغه څخه خوند اخلي.
که چېرې ښه شپه د دوبي په موسم کې راشي چې هوا توده وي نو په همدې شپه ممکن د کلي ځینې ځوانان سره غونډ شي، د کلي یو لوی دالان د خپل مجلس لپاره انتخاب او د بنډار تر نامه لاندې نعتونه، لنډۍ او سندرې ووايي. همدارنګه ځوانان تر ناوخته پورې په داسې حالت کې ساعت تېری کوي چې له وچې مېوې سره دم پر دم چای چښي او کېدای شي په مجلس کې د کلي مشران سپین ږیري او سپین سرې ښځې هم برخه واخلي او د دوی نعتونو او سندرو ته غوږ و نیسي.
د ښې شپې د نمانځلو ښځینه طریقه
ښه شپه یا صدره په وردګو کې د ښځو له خوا په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي په داسې توګه چې یوه نیمچه پېغله انتخابوي، هغې ته د کارېز له داسې برخې څخه یو منګی اوبه راوړي چې لا ستوري نه وي پرې لګېدلي او بیا په همدې یخو اوبو نیمچه پېغلې ته غسل ورکوي او هغه د ناوې په شکل جوړوي. کله چې ناوې جوړه شوه نو په ټاکلي ځای کې یې کښېنوي او د یخو اوبو یو بل منګی یې مخې ته اېښودل کېږي او په مجلس کې حاضر هره یوه ښځه د ځان لپاره یوه ګاڼه د اوبو په منګي کې (لښتی، ګوتمی، سیخکی، ګیرا) یا بل داسې شی اچوي. همدارنګه ممکن د نارینه وو او یا مسافرو لپاره هم ورته څیزونه په منګي کې واچول شي. کله چې دا کار و شو نو ځینې ښځې سندرې وايي، ځینې دریا وهي، ځینې ښځې فالونه اچوي او یوه ښځه دنده لري چې د هر فال د ویلو سره جوخت ناوې ته ووایي چې اوس د منګي څخه یو څیز و باسي څو معلوم شي چې ویل شوی فال د چا خېږي. دغه کار ته تر نیمو شپو پورې دوام ورکوي او ساعت تېری کوي. همدارنګه د دې تر څنګ را ټولې شوې ښځې له وچې مېوې سره یو ځای چای خوري او ناوې ته د ښځو له لوري راوړل شوې ډالۍ ورکول کېږي.
د ښې شپې ځینې فالونه
سپین یې خت سپین یې پرتوږ
په مکه یې حج قبول
نه کري نه ریبي
سپیرې څټې اړوي
نه کرم، نه ریبم
سپیرې څټې اړوم
که ګل دی د ګزر
دی ولاړ په یوه وزر
چې نه ژغ لري نه سپاره
خدای بې ورکا په تیاره
نه ژغ لرم، نه سپاره
خدای بې را کا په تیاره
که ګل دی د سنځلې
دی لایق د پیغلې نجلې
چې نه لري سړي
نه دې کورت خوري نه غوړي
که ګل دی د انار
دی ولاړ په کندهار
د ټکورۍ لاندې چکه ده
د حاجیانو لار مکه ده
سپینه، سپينه لار
خدایه راکړې ښه ورېندار
کمکی زریرنک
د سرو زرو ډک
سور دې صندوقک
د سرو غمیو ډک
د پاسه راغی سور بلوڅ
آغوستي یې پنځه پنځوس
په ونه پورې لری
پشۍ ځان ورته خوړلی
د زېړې غوا مېرمنې
دُور دې اوري د لمنې
د ښاره تر څټ رشقه ده
پیغله ډېره ښایسته
د ښاره تر څټ رشقه ده
له بارانه ښایسته ده
آسمان شو دړې وړې
ترې را ولوېدې د سرو زرو لکڼې
شین زرغون بالښت
د مکې په لوري لغښت
چاودې، چاودې پښې
یو من خاورې کې پرتې
د کندو په سر بوره ده
بوډۍ مه پرېږدی چې غله ده
شوبي، شوبي
ګل به بیا راوړي شین شوبي
زه ناسته یم په وره کې
ګل مې راوست په ویاله کې
آسمان دی درګې، درګې
پشۍ ناسته پټې سترګې
سره سپۍ
په نس سورۍ
په آسمان کې کټ
د وړو وړکیو ډک
ګلان واړه، واړه
دی لایق د ښه واده
که ګل دی د باقلي
دی ولاړ په مدقلي
د جنت دروازې خلاصې
هر مومن ور ننه باسې
جارو به جارو وکا
خپل تخم به ورک نه کا
سترګې توره کړه نرۍ
سبا به ځم په نوکرۍ
یو بل ته یې کتل
د دینه و وتل
نری، نری باران دی
ورور مې را روان دی
په آسمان کې زرغون تار
ملایکې پرې کتار
کیشف په هوا ځي
د پښو یې کړپا ځي
پورته په دې خوړ
د اوښانو لېنګي غوړ
د سرو زرو ستن
د ورېښمو یې بړستن
که ګل دی د شاخل
دی ولاړ دی په تواکل
که ګل دی د مڼې
دی لایق دی د وړې
که ګل دی د مڼې
دی لایق دی د زړې
د موږک خولۍ د اطلس ده
بیه یې په لس ده
سور موږک
په اوړو کلک
د پاسه راغله سره سویه،
په وینو کې پخه سویه، که یې خورم ګنهګارېږم،
که یې نه خورمه مړ کېږم
د پاسه راغله سره سویه،
په وینو تکه سره سویه،
و نیوه ګوډ خېلو، مړه کړه کافرخېلو
که ګل د کدو ګل دی،
چې ګل مې پرې کاوه ترې لاندې بل دی
ګردي، ګردي پټي،
حضرت یوسف پکې رهي،
مخ یې پټ دی په پټکي
یوه په تناره خوري،
یوه په زنګانه خوري،
ابۍ خواره څه نه خوري
بي بي ناسته په نغري،
سرې پتېرې پخوي،
نیمه دا خوري نیمه سپي ته اچوي
د جګ لاندې ګوجي دي،
ګوجي نه دي،
د حضرت بابا لمسي دي
د دروازې په سر ښنکی دی،
نری باد یې ښوروي،
روزي به خدای ور رسوي