کور / تازه خبرونه / كابل: كندهار ته مو تازه دمه عسكر ولېږل

كابل: كندهار ته مو تازه دمه عسكر ولېږل

د ارغنداو له څه باندي لسو كليو څخه د ۷۰۰ په شاوخوا كي كورنۍ د طالبانو او افغان ځواكونو د ممكنه جګړې له كبله كندهار ته راغلي دي، د افغان پوځ سرتيري وايي د مشرانو له امر سم به په سيمه كي د طالبانو پر ضد عمليات پيل كړي.
له سيمي څخه راغلي خلګ وايي طالبانو د ځان د دفاع په خاطر ځيني پلونه او پلچكان نړولي او ماينونه يې هم ښخ كړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر اعظمي وايي د طالبانو سره جګړې ته له كابل څخه د افغان پوځ تازه دمه سرتېري هم لېږل سوي او د ارغنداو شاوخوا كلي يې ټول محاصره كړي دي.
عيني شاهدانو لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي د افغان او ناټو ځواكونو پوځي هليكاپټرونه له سهار راهيسي د كندهار په ورزشي لوبغالي كي پروازونه كوي، او د لوبغالي شاوخوا هم د بهرنيو ځواكونو له خوا محاصره ده.
د عيني شاهدانو په وينا ګومان كېږي چي دغه هيلكاپټرونه به له كابل او نورو سيمو څخه د جګړې دپاره تازه دمه سرتيري راوړي.
بلي خواته د طالبانو يو سيمه ايز قومندان ملااحمدالله اسوشيېټيډ پريس آژانس ته وويل چي دوى د ناټو او افغان سرتېرو راتګ ته سترګي په لاره دي، قومندان احمدالله وايي دا ځاى دوى ته تر نورو سيمو د جګړې دپاره مناسبه سيمه ده او دلته به دوى د مرګ تر ساعته وجنګېږي.
 اسوشيېټيډ پريس د ناټو ځواكونو د يوه وياند له خولې خبر وركړ، چي په ارغنداو كي يې د الوتكو له لاري خبرپاڼي غورځولي، چي پكښي له خلګو څخه له سيمي د نه وتلو غوښتنه سوې.
د آيساف وياند برانكو وايي دوى به خپل عمليات د دقيقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پر مخ بيايي او نه غواړي چي ولسي تلفات رامنځته سي.
نوموړى وايي موږ خلګو ته وايو چي له سيمي دي نه وزي او په خپلو كورونو كي دي كښېني.
خو په افغانستان كي مېشت د سنليس شورا مشري آغلي نورين مكډونالډ له سي اين اين تلوېزون سره په يوه مركه كي د ولسي مرګ ژوبلي په اړه اندېښنه ښودلې.
آغلې مكډونالډ وايي دا به ډېره سخته وي چي ولسي خلګ او طالبان سره وپېژندل سي، د هغې په وينا طالبان كوم يونيفورم نه لري او چي كلاشينكوف يې تر پټو لاندي پټ كړ، پر هغه ځاى عادي سړى ځني جوړېږي، نو ځكه بايد له سيمي څخه د ولسي خلګو وتلو ته لاره اواره سي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا سي اين اين تلوېزون ته ويلي چي افغان حكومت اوس د كندهار ښار دفاع ته په فكر كي دئ، او د ارغنداو ولسوالي ټوله د دوى په لاس كي ده.
د كندهار ولايتي چارواكي وايي له پرون سهار راهيسي تر اوسه كندهار ته ۷۰۰ كورنۍ چي څلور زره كسان كېږي راغلي دي.
د يكشنبې په سهار طالبانو خبر وركړ چي د كندهار د شمال ختيځي ولسوالۍ ارغنداو ډېري برخي يې له دولتي ځواكونو څخه نيولي دي، د سيمي اوسېدونكي وايي چي په سوونو طالبان د خاكرېز له ولسوالۍ څخه ارغنداو ته راغلي او د دې ولسوالۍ د نيولو او پر ښار د بريد كولو خيال لري.
ارغنداو ته پر ټولو غځېدلو لارو د افغان پوځ سرتيري ولاړ دي او د تګ راتګ پر وخت د خلګو تلاښۍ اخلي.
تېر كال د ژمي په سر كي هم طالبانو د ارغنداو ولسوالۍ ډېري سيمي تر خپلي ولكې لاندي راوستې چي تر دوو ورځو وروسته يې بيرته بېله جګړې خوشي كړې.
په شنو باغونو سمسوره د ارغنداو ولسوالي د كندهار ښار ته څرمه په شل كيلومتره واټن كي پرته ده، چي د ښار له مركز څخه يوه اوږده غځېدلي غره بېله كړې ده.