د پاسني عنوان دري ژباړه زما دهغه مقالې عنوان و چې یوکال مخکې د هېواد په چاپي او بریښنایي رسنیو کې خپره شوې وه.
ویل کیږي چې د افغانستان د کرنې وزیر، ښاغلی رحیمي، د ولسمشر کرزي د نسبتاً مصلحتي کابینې له تګړه وزیرانو څخه دی.
افغانستان له پخوا څخه د یو کرنیز هېواد په توګه پیژندل کیږي.
د CIA World Fact book د معلوماتو له مخې د هېواد 20% غیرخالص کورني تولید یا GDP له دې سکتور څخه لاس ته راځي او 79% خلکو ته یې کار برابر کړی دی (لیکوال له لومړني رقم سره موافق نه دی). د کرنې د سکتور کمې او کیفي پرمختګ د افغانستان د اقتصادي ودې له بنسټیزه کارونو څخه دی او هر هغه دولت چې غواړي بریالی وي، باید د افغانستان په کرنه باندې پانګونه وکړي؛ ځکه چې هم ځمکه لرو، هم اوبه، هم اړتیا او هم زیار ایستونکي بزګران چې کولای شي هېواد د کرنې د محصولاتو له پلوه په پښو ودروي؛ خو چې مدیریت سم وي او خلک د وړتیاوو او مسلک له مخې په کارونو وګومارل شي، نه د مصلحتونو پر بنسټ چې پایله به یې داسې وي، لکه چې نن افغانستان ورسره مخ دی!!
په هر صورت پاسنی عنوان چې په لومړي سر کې توند ښکاري، د دې له پاره نه دی چې خدای مه کړه د کرنې وزیر دې په دار وځړول شي؛ بلکه که د دار ځړولو لړۍ پیلیږي، د کرنې وزیر به ډېر وروسته په صف کې ولاړ وي، مخکې لا ډېر داسې کسان شته چې له ګران افغانستان سره د سترو جفاوو په توسن باید په دار وځړول شي!
موږ د رسنیو شل – دیرش کسانو پروسږ کال له ولسمشر کرزي سره لیده کاته درلودل، په خبرو کې د کابل پوهنتون استاد ښاغلي جلال د کرنې له وزارت څخه ډیر سر وټکاوه او په پای کې یې وویل که زه په دې وطن کې د واک خاوند وای، د کرنې وزیر، رحیمي به مې په دار ځړولی وای!
ما چې د هغه غونډې راپور رسنیو ته لیکه، د ښاغلي جلال همدا خبره مي د مقالې د سرلیک په توګه وټاکله چې رښتیا هم په زړه پورې وه: وزیر زراعت باید به دار زده شود!
اوس راځم دې خبرې ته چې ولې مې بیا دا سرلیک غوره کړی او څه ویل غواړم؟
ما درې کاله مخکې یو کتاب خپور کړ چې نوم یې دی:
مطالعه امکانات خود کفایی افغانستان از تولیدات شکر. د دې کتاب ډېره لومړنۍ بڼه زما مونوګراف و چې په 1356 هـ ش کې مې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته لیکلی و.
په دې کتاب کې په ټولو هغو لارو چارو بحث شوی چې کیدای شي افغانستان د شکرې د تولید له پلوه په ځان بسیا کړي. دا یوه لویه پروسه ده چې له بزګر څخه پیل کیږي او په هغه دکاندار پای ته رسي چې شکره په پرچون توګه پلوري. دا په ځان باندې د افغانستان د بسیاینې لومړنۍ ډبره ده چې باید په ژوره او علمي توګه تر بحث او کار لاندې ونیول شي.
کله چې دا کتاب خپور شو، ما پنځلس ټوکه د کرنې وزارت ویاند ښاغلي مجید قرار ته وسپارل ا و له ده څخه مې هیله وکړه چې که دا کتاب په وزیر صیب او یو شمیر مسلکي او متخصصو کسانو وویشي، بیا کېدای شي چې د کتاب په منځپانګه او علمي ارزښت په یوه غونډه کې خبرې وکړو چې زه د خپل کار نیمکړتیاوو ته ځیر شم.
ما ښاغلي قرار ته وویل چې زه د پنبې، نساجي او سمنټو په هکله کافي مواد او معلومات لرم او غواړم چې په دې هکله هم کتابونه ولیکم؛ خو لومړی باید د اوسني کتاب کره کتنه وکړو چې زه د کرنې وزارت د مشرانو او پوهانو د علمي او عملي نظریاتو په رڼا کې خپله متودولوژي سمه وټاکم.
په دې کتنه کې ما هغه کتاب د قرار له لارې وزیر صاحب ته وړاندې کړ چې د ده په نامه لاسلیک شوی و!
له دې وروسته مې دوه درې ځلې مجید قرار له نژدې ولید او خدای مې دې غاړه نه بندوي، پنځه شيږ ځلې مې تلیفوني زحمت ورکړ؛ خو داسې ښکارېده چې وزیر صیب او ملګرو یې د کتاب د لوستلو وخت نه درلود او وزارت د کره کتنې یوې علمي غونډې ته چمتو نه ښکارېده!
د دې له پاره چې موضوع ګرانو لوستونکو ته لږ روښانه شي، باید ووایم چې په هغه کتاب کې دا عناوین راغلي دي:
په نړۍ او افغانستان کې د ګنیو او چغندرو د کرنې لنډه تاریخچه، په نړۍ او افغانستان کې د شکرې د تولید د صنایعو پيل او پراختیا، د افغانستان په دریو پنځو کلنو پلانونو کې (1351-1335 هـ ش) د ګنیو او چغندر د کر او د شکرې صنایعو ونډه او پراختیا، د افغانستان د پرمختیا په اووه کلن پلان کې د شکرې د تولید د بېساري احتمالي ډېرېدن بحث؛ ګنې، چغندر او شکره په 1370-1357 کلونو کې، په نړۍ کې د شکرې عرضه، تقاضا او بیې او په پای کې د شکرې د تولید له پلوه د افغانستان د اکتفا یا بسیاینې عملي وړاندیزونه.
دا کتاب د ارقامو په ژبه وایي چې افغانستان هر کال نژدې سل ملیون $ د شکرې د اخستلو له پاره لګوي، په داسې حال کې چې موږ د ډېرې شکرې د تولید له پاره امکانات لرو. دا داسې یوه عملیه ده چې زرګونو کورنیو ته په بغلان، هرات، هلمند، غزني، خوست، ننګرهار او لغمان کې کار او معیشت پیدا کولای شي!
په هر صورت یو کال هڅې پایله نه درلوده او د افغانستان د کرنې وزیر او وزارت دې ته چمتو نه شول چې د یوه څېړونکي زیار ته د قدر په سترګه وګوري او د خپل مسوولیت له مخې په دې کتاب باندې د علمې کره کتنې لار اداره کاندي!
بیا له ښاغلي ولسمشر سره د رسنیو د مسوولینو لیدنه وشوه او ما هغه مقاله ولیکله چې د لومړي مخ په تندي یې لیکل شوي و: وزیر زراعت باید به دار زده شود!
په هغه لیکنه کې ما د خپل کتاب هیڅ ذکر نه و کړی؛ ځکه د دې مقالې د خپرېدو څخه لس ورځې وروسته، د لویې جرګې په کېږدۍ کې یوه اقتصادي غونډه وه. زه وختي د غونډې تالار ته لاړم او د ګنج اخبار مې هم د ویش له پاره هلته ویوړ. د وزیر د اعدام مقاله په همدې ګڼه کې خپره شوې وه.
تصادفاً د کرنې وزیر، ښاغلی رحیمي، هم وختي راغلی و. داسې ښکارېده چې ده مقاله لوستې وه، روغبړ مو وکړ. ده وویل چې د مقالې عنوان تند؛ خو متن ښکلی و او زه د مطبوعاتو د ازادۍ پلوی یم!
ما په خبرو – خبرو کې وزیر صیب ته د کتاب د کره کتنې مسئله یاده کړه، ده ځینې دلایل درلودل چې اوس ګني او چغندر ګټور بوټي نه دي او په کرنه کې یې د انقلابونو او بدلونونو خبرې وکړې؛ خو له بده مرغه هیڅکله حاضر نه شو چې دی یا وزارت یې په یوه علمي او اکاډمیکه موضوع باندې بحث وکړي. ده په دې شخصي مجلس کې ژمنه وکړه چې د کتاب د ارزوني غونډه به جوړه کړي؛ خو زما دا ارمان نیمکړی پاته شو چې په داسې یوه غونډه کې حضور ولرم چې پوهان او مسلکي کسان زما په دې کمکي کار بحث وکړي او زما او نورو څيړونکو د راتلونکو کارونو له پاره په لارو کې مشالونه کیږدي!
اوس راځم دې خبرې ته چې ما ولې اوسنۍ مقاله ولیکله! په پژواک کې یو څېړنیز راپور خپور شوی چې وایې د کرنې وزیر خپل خپلوان په وزارت کې ځای په ځای کړي او د وزارت د مامورینو سهمیه اپارتمانونه یې په خپلوانو ویشلي!!
د پژواک د راپور له مخې د وزیر وروڼه محمدعارف او عبدالقادر د وزارت په بشري منابعو او مانیټورینګ (UNDP) کې کار کوي او هر یو د میاشتې 3000$ معاش اخلي . صفي الله د وزیر وراره او عبدالملوک د وزیر اوښی دی او داسې نور!
د پژواک د راپور له مخې د وزیر خپلوان دولتي مامورین نه؛ بلکه قراردادیان دي چې په لوړ معاش مقرر شوي او دا دي د کورونو خاوندان هم شول!
د راپور له مخې د کرنې وزارت د قصبې د پروژې په دولتي ودانیو کې 24 ونډې درلودې چې ټولې د وزیر په خپلوانو او د وزارت په نورو چارواکو ویشل شوي دي! په دې کسانو کې داسې پلار او زوی هم شته چې د بیلابیلو اپارتمانونو مستحق بلل شوي!!
د راپور له مخې د کرنې وزارت ډېر پخواني، تکړه او بې کوره مامورین حتی په دې سهمیه خبر نه دي!
اوس خبره پای ته نژدې شوه. یو وزیر صیب چې د خپلوانو په تقرر او دوی ته د لوړو معاشونو، امکاناتو، بورسونو، سفرونو او اپارتمانونو په برابرولو دومره بوخت وي، لکه د کرنې وزیر رحیمي صیب، ښکاره خبره ده چې نورو کارونو ته وخت نه پیدا کوي! یا بدخشان ته د یو کلي د ډوبیدو تفریحي نندارې ته ځي او هلته په خندا – خندا کې یادګاري عکسونه اخلي!!
زه ایله اوس پوه شوم چې رحیمي صیب یا وزارت یې ولې په یوه علمي موضوع بحث ته چمتو نه دي؛ ځکه چې دی په نورو فوق العاده ضروري او مهمو کارونو بوخت دی!!!