يوه اکمالاتي چورلکه د بيړنۍ ناستې پرمهال زيانمنه شوه
کابل، افغانستان ( غبرګولي ٢٤ مه)- لراوبر ته د ناټو او ايساف له خوا په راليږل سوې خبرپاڼه کي ويلي سوي چي نن د کنړ په ولايت کې هغه اکمالاتي چورلکه چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو لخوا په ټيکه نيول شوې وه د بيړنۍ ناستې پرمهال زيانمنه شوې ده ، ناټو وايي چي ياده شوې چورلکه د آيساف په يوه هډه کې د تخنيکي ستونزو له کبله بيړنۍ ناستې ته اړه شوه ، د بيړنۍ ناستې پرمهال هېڅوک نه دي ژوبل شوي.
بله خوا طالبان وايي چي ددوی جنګياليو تيره ورځ د غزني ولايت په اندړو ولسوالي کي د ملي اردو دوه موټر په نښه کړي او له منځه يې وړي دي ، او د همدې ولايت په کره باغ کي يې هم د دولت اووه اکمالاتي موټران ، دوه ټيوټا سرف موټران او پنځلس تنه د ملي پوځ سرتيري وژلي دي .