د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك وايي په دغه هيواد كي د وكيلانو د روان لانګ مارچ يا اوږده لاريون په دوران كي نهه تنه ځانمرګي بريد كوونكي نيول سوي دي.
رحمان ملك وويل حكومت بيداره دئ او ورانكاري به پرېنږدي چي د بېګناه انسانانو ويني وبهوي.
نوموړي وويل له دغو څخه يې شپږ تنه يوازي په لاهور كي نيولي دي، چي ورسره ۵۱ كيلو ګرامه چاودونكي مواد هم نيول سوي دي.
خو نوموړي د دغو كسانو د هويت په باب څه نه وويل او نه هم پاكستاني پوليسو تر اوسه له نيول سوو كسانو څخه كوم كس ميډيا ته ښكاره كړى دئ.