کور / تازه خبرونه / په سوونو كورنۍ مخ پر كندهار راماتي دي

په سوونو كورنۍ مخ پر كندهار راماتي دي


كندهار ښار ته څرمه له ارغنداو ولسوالي څخه په سوونو كورنۍ مخ پر ښار راماتي دي.
د دې كورنيو ډېره برخه د ښار په شمالي سيمه لويه واله د خپلو دوستانو كره ځاى پر ځاى كېږي او يا هلته كورونه په كرايو نيسي.
چارواكي وايي د پنځو سوو په شاوخوا كي طالبانو وړمه شپه د ارغنداو ولسوالي ځيني برخي نيولي دي.
د ا په داسي حال كي ده چي فقط څلور ورځي دمخه د كندهار محبس طالبانو په يوه بريالي بريد كي مات كړ او د محبس شاوخوا ۸۷۰ بنديان يې ايله كړل.


 


 



عيني شاهدانو د امريكا ږغ انګريزي څانګي ته وويل، طالبانو په سيمه كي ځيني غټ او كوچني پلونه په بمونو الوزولي دي، چي سيمي ته د دولتي عسكرو ته د ورتګ مخنيوى وكړي. د ارغنداو د پوليسو قومندان زمري لراوبر ته د ټيلفون پر ليکه وويل چي د خوجه ملک يا بابا صاحب زيات ته نژدې لويو پلونو ته هيڅ زيان  نه دی اوښتی ، طالبانو په يوه کلي کي د يوې ويالې پول په بمونو الوزولی دی ، د ارغنداب يو شمېر اوسيدونکو نن د کندهار په چوڼۍ او لو واله کي د لراوبر له خبر يال سره په خبرو کي وويل چي دوی له احتمالي بريد له بيري له خپلو کورونو او باغونو راوتلي دی ، خو له طالبانو هيله لري چي ددوی پر کورونو ، جايدادونو بريدونه ونه کړي او نه بهرنيو ځواکونو ته موقع په لاس ورکړي چي ددوی شنه فصلونه او د انارو باغونه په بمباريو بمبارد کړي .   دطالبانو رسمي وياند قاري يوسف لراوبر ته په راليږل سوي ليک کي وايي چي ددوی جنګياليو چي قاري يوسف يې د اسلامي امارت مجاهدين بولي د ارغنداب ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کي ځای پر ځای سوي دي او پر دولتي او بهرنيو ځواکونو د بريد لپاره ځانونه چمتو کوي .



بله خوا قاري يوسف لراوبر ته په رالېږل سوي ليک کي ويلي چي ددوی سرتيرو،د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ مرکز ته نژدې، ددې ولسوالۍ او کندهار ښار پر لويه لاره د” شکور د وطاق” په نوم  د پوليسو پر يوې مهمې پوستې چې دولسوالۍ له مرکزنه په پنځه (۵)کيلومتري کې لويديځ لوري ته پرته ده ، بريد کړی ، مېشت پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او پوسته يې په بشپړه توګه ددوی په وينا فتح کړې ده ، قاري يوسف وايي چي د تر بريد وروسته نور دولتی سرتيري سيمي ته ورسيدل او له دوی سره په جګړه بوخت سوه ، طالب وياند وايي په دې بريد او جګړه کي طالبانو ته هيڅ زيان اوښتی نه دی .