ولسواکې هغه نظام یا دولتې جوړښت ته ویل کیږې، چې د دولت ټاکل او د دولت کړنې د ولس د نماینده ګانو لخوا څارل کیږي.
زمونږ په هیواد کې نه یواځې دا تورې نوۍ دي، بلکې د ولسواکې عملې بڼه هم ناشونې ښکاري. تر ډیره بریده ریښتنې سیاستوال ملامت هم ندې، ځکه دا وطن کالونه، کالونه د خپل سرې په مرض مبتلأ دي . هر زورواکې ماتې نشې منلې او ځان بر حق ګڼې.
د ولسواکې اصل د ملت په اکثریت کې رانغښتې دي، او هر هغه ډله چې د اکثره ولس لخوا د تائېد وړ شې، د ملت ذغیم ټاکل کیږې.
خو زمونږ په خاوره کې دا دود اوس بله نوې تجربه کوي. ماته شوي ډله وایې؛ په ولسواکې کې ماته نشته او د ټاکنو په پایلو کې ګټونکې ډله لومړې کیږې او بایلونکې ډله دویمه کیږې. دا پدي معنأ چې ګټونکې ډله به په یواځې دولتې چارې پر مخ نه بیائې، بلکې ماته شوي ډله به هم په دولت کې خپله وڼده لري.
دلته هغه مشهوره نکل چې د هر افغان په ژبه دي، رایادیږې، چې وایې؛
د نړې سترو فاتحینو چې په هر هیواد یرغل کړې نو په اسانې سره ئې تر خپلې قبضې لاندي راوستې. خو کله هم افغانستان کې د دوي واک ندې ټینګ شوي او تل ئې ماتې خوړلې. د بیلګې په ډول د سکندر مقدونې لښکرو نه نیولې تر د روسیې تر لښکرو پورې ټول ډک راغلې او تش تللې.
اوسمهال چې دي حالاتو ته ګورو نو ښکارې چې ولسواکې هم خپلې منګولې خښې نه شوي کړي او ماتې ئې وخوړله. او ولسواکې هم په پراخه غیږه او ډکو منګلو راغله او په یواځې او تش لاس به بیرته ځې!