زموږ په ملي کلتور او افغاني عنعنه کي خیني داسي عناصر شته، چي هغو ته پاملرنه د یو چا ټولنیز درځ پیاوړی کوي، خو هغو ته نه پاملرنه یې ټولنیز دریځ کمزورۍ کوي یو هم په دغو عنعناتو کي روغبړ کول دي.
د روغبړ منلې بڼه داده چي مقابل لوري ته له ورایه غیږ پرانیستل سي او د سلام او جوړـ روغ، تکړه، ستړي مه سي په ویلو یې غیږ کي ونیسو، رسمي روغبړ بیا داسي دئ چي یواځي به راسته لاس مقابل لوري ته ورکوئ او سلام، ستړی مه سي روغتیامو څنګه ده؟ په ویلو سره د مقابل لوري پاملرنه جلب او د صمیمیت اظهار کوو. البته په ټولو حالاتو کي باید پرشونډو موسکا ولیدل سی . اما تشریفاتي هغه بیا داسي ده، چي یواځي د نمایشي حرکاتو په ادا کولو (روغبړ) ترسره کیږي لکه لاس پورته کول او بې کلامه لاس ورکول یا د سرښورول اونوورډولونه .
دیپلوماتیکي روغبړ بیا داسي دئ چي، د عکاسۍ او تلویزیوني کمرو او خبریالانو په وړاندي به د مقابل لوري لاس ټینګ نیول کیږي، مخ به د کمرې او خبریالانو خواته وي، او ځان به وروستیو ویناوو اوخبرو کولو ته چمتو کوي په دې ډول روغبړ کي د مخامخ کیدو په شیبه کي الفاظ او کلمات دومره ارزښت نه لري بلکی ظاهري قیافه او دیپلوماتیک ژست مهم بریښي.
هیره دي نه وي چي ولسي لیدو کتو کي خلکو او ولس ته لومړی ډول ډیر ارزښت لري، هر هغه مشر چي د مشرتوب او لیډر کیدو دعوه لري او غواړي چي په ولس کي محبوبیت ومومي او د رهبر حیثیت تر لاسه کړي باید له خلکو سره د مخامخ کیدو پرمهال لومړی ډول روغبړ ته ارزښت ورکړي
باید هیر يې نه کړو چي که څومره هم زموږ پتمن خلک بیوزله ښکاري ، مګر ټولنیز حیثیت ورته ډېر ارزښت لري. عام ولس د یو چا په هر حرکت ښه پوهیږي او عام قضاوت تر هرڅه پوره او کره دئ، هر هغه څوک چي ولسي او عمومي غونډو کي را څرګندیږي باید ولسي روغبړ وکړي او له تکبر او رسمي چلند څخه ځان وساتي پرته له هغه به دولس او د خلکوپه زړونو کي ځای ونه مومي.