موږ د ولسواکۍ(دیموکراسۍ) پر اهمیت ډیربحثونه کړي، کله چي زور واکان د رايي اخیستلو په وجه د هر ولایت وګړو ته ننواتي کوي، کله چي دوه ضد ټیمونه د یوالي پر غولي سره کښیني او کله چي راسته او چپه ټیمونه یو وبل ته د احترام سرټیټوي، خو همدا د ولسواکۍ برکت وو! مګر کله چي ځیني کسان پرقانون او ملي ارزښتونونیمچه باور لري، هغوئ بیا هغه د چا په خبره لکه ……. نه دوږخي وي او نه جنتي.
موږ له پیله ویل چي د همپالني ټیم د وطن خیر ته ډیر وفادار ندي، هغوئ همیشه تر ملي ګټو شخصي ګټي مهمي بللي دي او تل یې ترخپلو د پردیو پرېکړو ته سلام کړئ. کله چي تېره اونۍ د دوهم پړاو قسمي پایلي اعلان سوې، او په هغه کښي د تحول ټیم د ۱۳ فیصده په شاوخوا کي تر همپالني مخته وو، نو بیا له همپالني همویرنه جوړه سول، د هغوئ پلویانو تردې اندازې پر ملي ارزښتونو ملنډي ووهلې چي د اشرف غني پرځای یې د کرزي تصویر ته توپکچې ونیولې! هغوئ د تحول د ټیم پرځوانان د جشن په لمانځلو کي هم حملې کړي وې، دلته زه د دواړو ټیمونو او د ولسمشر کرزي پرکړنو لږ تم کیږم.
د تحول ټیم چي کله بریالی اعلان سوو، زه په هیڅ وجه د هغوئ د جشن سره موفق نه وم، ځکه ماته حالات مالومېدل چي هرډول احساسات مو په تاوان دي، او تاوان مو وهم لیدئ! دوهم هغه کسان چي د ولسواکۍ د زغم وس نلري، هغوئ بیا مجبور دي چي د موازي حکومت اعلام وکړي، چي دا ناممکنه او یوه سیاسي ځان وژنه وه او ده!! کله چي په اول پړاو کي همپالنه مخته وه، همدا مځکه او هغه اسمان وو، هم کمیسونونه ښه ول او هم ولسمشر ملي رهبر وو، خو کله چي ولس خپله حماسه وښودل او د اشرف غني پلوي یې وکړل، بس وارد ګښتي هم کمیسیونونه نا مستقل سو، هم ولسمشرخراب سوو او هم د افغانستان لوی قشرپسونه سول.
کله چي احمدضیاء مسعود له تحوله سره یوځای سوو، زما لپاره لوی کار وسو، ځکه هغه کسان چي د قومونو تفرقې ته لمن وهي، هغوئ خپل خوبونه اوبو ته شروع کړل، ځکه پښتون او تاجک یو سول، خو ځینو کړیو غوښتل چي د مسعود او تحول ترمنځ چاک رامنځته کړي، ځکه یې نو د ولسمشر کرزي تصویرڅیري کړ، دوئ هدف درلود چي پښتانه به د احمدشاه مسعود تصویر څیري کړي او دا به یو لوی ګزار وي احمدضاء مسعود ته، خو هغه د تحول زغم د نیا توجه ځان ته راواړل، او هیڅ یوه ځوان د مسعود تصویر ته په بده لاو نه کتل(نو باید ووایم چي د زغم د یوه نوي څپرکي مو مبارک سه).
ولسمشر کرزي خو د حوصلې ریکارډ د افغانستان په تاریخ کي خپل کړئ اونوموړي همېشه هڅه کړې چي د تشنج مخه ډب کاندي، هغه د تصویر د څیرلو په بدل کي وویل، چي زما عکس په ډبرو وولئ، ځکه تاریخ په دیوال نه بلکي په کتابونو کي دئ.