کور / هراړخیز / متون ځوانان: پلُ نه يوازې کلي سره ونښلول بلکې …

متون ځوانان: پلُ نه يوازې کلي سره ونښلول بلکې …

متون ځوانان: پلُ نه يوازې کلي سره ونښلول بلکې موږ ته د سولې ګوډر جوړ شو
هر څوک وايي چې وخت بدل شو زما په اند وخت نه دى بدل شوى، خو خلکو تغير کړى د پخوا په پرتله خلک د ښه ژوند په لټه کې شوې دي د اوسني عصر له ټيکنالوژۍ نيولې د کلينيک ، سړک،برېښنا ، ښونځي، پوهنتون ، پلونو پلچکونو او همداشان نور د ژوند اسانتياوې او داسې نور… د بدلون په لسيزه کې د افغانستان په هر ولايت کې بدريغه بدلون رامنځته شو او خلک يې له هرډول نيکمرغۍ څخه برخمن شول خوست هم د افغانستان له سرحدي ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې په دې لسيزه کې د زيات بدلون او بېلا، بېلو پرمختګونو شاهد دى.
د خوست په اکثره ولسواليو کې زيات خړونه ، ويلې شتون لري چې ولسونه وخت ناوخت د زياتو بارانونو او سيلونو پروخت له بېلا، بيلو ننګونو ترڅنګ دمرګ او ژوبلې سره هم مخ کېږي چې زياتره وخت د سيمې ځوانان، سپين ږيري سپين سرې ميرمنې او ماشومانو د زياتو سيلونو د را تلو له امله د مرګ ترپولې هم رسيدلې دي.
د خوست د نور ولسواليو د خلکو په شان د مرکز دمتون خلکو هم ورته ستونزې ليدلې او هم ورسره هر ورځ مخامخ شوې و، چې دوى دخپل خوړه يعنې توى پر سره د پلُ نه شتون و چې زياتره متونوالو خوږ ژوند د لاسه ورکړى په لسگونو دوکاندارانو ، موټروانانو ، زده کوونکو ، او همدشان پلي خلکو د ورځيني ژوندانه څخه زړه تور شوى و ځکه چې کومه ورځ به چې سيلاب راوتلى و، نو دوى کارو بار به په همغه ورځ په ټپه دريدلى و څوک به د سيلاب پر يوې غاړه ايسار پاتې و او څوک به د سيلاب پر بله غاړه ايسار ول په ورځو او ورځو به يې موټر ، ريکشې ، موټرسايکلونه او داسې نور… بند پاتې و د ناروغ د وړلو امکان نه و چې کوم کلينيک ته د درملو لپاره انتقال شې خلک ورځې تربلې د مايوسۍ ، پرېشانۍ او د نا هيليو پر ټغر ناست ول.
خو کله چې خوست ته د مرکز کابل څخه د پلونو لپاره بوديجه پيدا شوه د خوست په څو ولسواليو کې د پلونو کارونه پيل شول چې په دې پلونو کې د خوست والي ښاعلي عبدالجبار نعيمي په نوښت د متون پلُ هم په نظر کې ونيول شو وچې اوس الحمدالله د دې پلُ په جوړېدو سره د ټولو متونوالو ستونزې حل شوې محصلين ، زده کونکي په خپل وخت درسونه لولي ، کاروباريان هم خپل کاروبار په خپل وخت سره تر سره کوي او هم د ناروغانو ستونزو ته رسيدګي وشوه د پلُ په جوړېدو سره د متونوالو ستونزې حل شوې.
خو ما د څو متونوالو ځوانانو سره خبرې وکړې دوى بيا راته وويل چې نه يوازې پلُ کلي سره ونښلول بلکې موږ ځوانانو ته د سولې ګودر جوړ شو ځکه چې د روژې په مازديګر په دې پلُ باندې په لسګونو ځوانان سره راټوليږو او په خپلو منځونو کې د مينې ، سولې ، ورورولۍ ، دوستۍ، پيغامونه له ځانه سره کليو ته ليږدو او د خپلو زړونو خوله سره کوو موږ د خوست والي او همداشان نورو چارواکو څخه مننه کوو چې دوى موږ ته د پلُ د جوړېدو چارې بشپړې کړې او موږ يې د ستونزو څخه په امن کې کړو او دغه پلُ د ټولو متونوالو لپاره د سولې مينې او ورورۍ پيغام دي ځکه چې پخوا مو زياتې ستونزې تيرې کړې دي او اوس يې په خوند نه مړيږو نو ځکه ټول ځوانان په مازديګر او هم د شپې له ناوخته پورې د دغه پلُ پر سر سره ناستې پاستې او زموږ لپاره يو ښه د بنډر ځاى دى.
د ځينو ځايونو جوړول نه يوازې د خلکو ستونزې حل کوې بلکې خلک مينې او محبت ته رابولې ځوانانو ته د ځوانۍ د خوږو شيبو رنګ او خوند ته بدلون ورکوي.