کور / هراړخیز / دوسله والو طالبانو منطق

دوسله والو طالبانو منطق

د روان ۱۳۹۳ کال روژې په یوولسمه ورځ طالبانو په پاکستاني لګښت او تبلیغ یوار بیا د کندهار پر ولایت مقام او امنیه قومانداني ځانمرګي او ډله ایز بریدونه وکړل.ددې سره دستی قاري یوسف د برید مسئولیت پر غاړه واخیست او زیاته ئې کړل چي ډېروافغان ځواکونو ته ئې مرګ ژوبله اړولې ده. قاري یوسف نه داخبره اوس او نه ئې پخوا کړې ده چي ددوی په هرډول برید کي ئې څومره بې ګناه ملکي وګړي شهیدان اوڅومره میرمني ئې کونډي اوڅومره ماشومان ئې یتمان اودتل له پاره ئې دفقر او بې عزتۍ سره مخ کړل؟
پر لویو لارو ترپولونو لاندي ماینونه ښخولو او بې ګناه افغانان وژل دطالبانو کار نه دئ؟ انجینر پر نس حلالول،معلم پردرخته ځړول، دمکتب څخه سنګر جوړول او بیا پر پولیسو باندي برید کول، مکتبونه په راکیټونو ویشتل، ددولت هغه مامورین دفرض لمانځه پر مهال ترورل چی دطالبانو په دوره کي ئې هم دمامورینو په صفت کار کاه او خپلو اولادونو ته به ئې حلاله نفقه پیداکول، دکندهار پوهنتون ۳۵ استادان اختطافول او داسي نور ناوړه،غیر اسلامي،غیر افغاني او غیرپښتني کارونه دطالبانو کار نه دئ؟؟
طالبان هم عجب فوق العاده منطق وايي: کله چي دامریکایانو ټانګ یادپولیسو رنجر دسړک دغاړي پر ښخ سوي ماین وخيژي، دا دطالبانو یوه ستره بریا ده مګر کله چي دعوامو ټونیس یا ۳۰۳ موټر پر همدغه ماین وخيژي، دا پړه بیا پرامریکایانو ورواچوي او ځانونه دافغانانو اوسلام خواخوږي معرفي کړي!! دښځو په لباس اوچادري کي طرحه سوی برید که ترسره سو اویوڅو پولیس پکښي ووژل سول، دا دطالبانو بریاده او بریدکوونکی ئې جنت فردوس ته ولاړئ مګر که برید کوونکی ونیول سو، هغه بیا په طالبانوپوري اړه نه لري. دولس کلنی معصومي نجلۍ او لس کلن هلک که برید ترسره کړ او دولت ته ئې تاوان واړوئ، دا بیا دطالبانو ستراتیژي ده مګر که دغومعصومو مومنانو ځان پولیسو ته وسپارئ او یا ونیول سي، طالبان بیا په دې اړه نه دي خبر او په وینا ئې هیڅکله داسي کار نه کوي.
طالب دی سر او کال بې کاره وي، په غرونه کي دي اوسیږي مګردپاکستان څخه دي دافغانستان دتخریب دپاره بودیجه نه اخلي خو دسړک سره ددایمي دښمنۍ اعلان، دپُل او پولچک سره تعصب، دروژې په مبارکه میاشته کي دکندهار پر ښار ناروا برید، دمظلومو کندهاریانو شهیدانول، داسلام څخه توره جوړول او دافغانانو سرونه بېله کوم منطقه غوڅول، افغانانو ته په تمامه معنی ژوند سختول اوپر هغوی باندي دمحشر ورځ جوړول او په پاکستاني لګښت افغانستان ته هرډول تخریب ور اړول بیا دطالبانو کار نه دئ؟مګردکندهار پر ولایت مقام برید بیا بیرته دطالبانو کار دئ خو دعوامو شهیدانول بیا په دوی پوري اړه نه لري!!!