د مذهب حنفي حقانیت او د اهل حدیثو (غیر مقلدینو) د بېځایه نیوکو پر وړاندې بعضې دلائل
حضور علیه السلام فرمایي الاتخذ الناس رؤساَ جهالا فاسئلو ا فتو ا بغیر علم فضلوا واضلوا (مشکوة شریف ص ۳۳ کتاب العلم)
حضور صلی الله علیه وسلم فرمایي چې داسې یوه ورځ به راشي چې خلک به جاهلان خپل مخکښان یا علماء وټاکي نو دوی به له هغوی نه دمسئلو دحل غوښتنه کوي خو هغوی به بغیر له علم یا پوهې څخه فتوا ورکړي تر څو دوی خپله او نور هم بېلارې کړي.
په داسې حالاتو کې تقلید یا مذاهب حقه (حنفی، مالکی، شافعی او حنبلی) پرېښودل او غیر مقلد یا لامذهبه جوړیدل او د خپلو غوښتنو یا خواهشاتو تابع ګرځیدل مجتهدینو او تقلید ته باطل او شرک یا بدعت ویل ـ مذاهب حق ته باطل یا ناحق ویل او ائمه دین د قرآن او حدیث په وړاندې پخپلې رأیې باندې له عمل کولو تور نول دا ډول عقیده لرل حرام او بیلارۍ سبب او موجب ګرځي.
داسې خلکو ته اهل حدیث یا سلفیان ویل سم کار نه دی ځکه هېڅ مسلمان داسې الفاظ یو بل مسلمان ته نشي کارولی لکه څنګه یې چې دغه غیر مقلدین نورو ته کاروي.
د اهل حدیثو مجدد مولانا نواب صدیق حسن خان د خپل جماعت یعنې اهل حدیثو په اړه فرمایي
(فقد نبت فی هذه الزمان فرقة ذات سمعة وریاء تدعی انفسها علم الحدیث والقرآن والعمل والعرفان (الحطه فی ذکر صحاح السته ص ۶۷ او ۶۸).
هغه وايي چې اوس وخت کې داسې یوه فرقه یا ډله چې ځان غوښتونکي، ریاکاره ډله ظهور یا پیداشویده سره د ټولو خامیو چې دوی یې لري دعوه د پوهې په قرآن او حدیث باندې لري حالانکه د دوی علم،عمل او معرفت یوه ذره هم تعلق ور سره نلري هغه زیاتوي
(فیا للعجب این یسمون انفسهم الموحدین المخلصین وغیرهم با لمشرکین وهم اشد الناس تعصبآّ وغلواً فی الدین)
د ډېر تعجب خبره خو دا ده چې غیر مقلدین ځان ته موحدین وايي او مقلدینو ته (د ائمه وو د تقلید له وجهې) مشرک او بدعتی وايي حالانکه غیر مقلدین په ټولو خلکو کې سخت متعصب غلو یا زیاده روي والا خلک دي. د دغه مضمون په آخر کې لیکي چې فما هذا دین الا فتنة فی الارض وفساد کبیر نو له دې کبله د غیر مقلدینو دا ډول کړنې هېڅ دین نه دی بلکه یوه لویه فتنه ده په مځکه او ستر فساد ده (بحواله تقلید ائمه ص ۱۷ او ۱۸).