کور / تازه خبرونه / ډاکټر عبدالله عبدالله د موازي حکومت خبرداری ورکړی دی

ډاکټر عبدالله عبدالله د موازي حکومت خبرداری ورکړی دی

تر هغه وروسته چي تېره ورځ د دوهم پړاو ټاکنو په پايلو کي ډاکټر اشرف غني په لوی تفاوت ګټونکی وبلل سو تېره شپه د ولسمشر کرزي د لومړي مرستيال په ګډون د شمال ټلوالي پخوانيو او نوو غړو د بېړنۍ غونډي په ترڅ کي يوې ډلي ته له مخکي د چاپ سوو پوسټرونو د ځړولو او بلي ډلي ته په ښار کي د شپې ناوخته د احتجاجي او مزاحمتي لاريون لارښوونه وکړه.

دغه کسان چي غير قانوني وسلې يې له ځانونو سره لرلې د کابل ښار په بېلابېلو کي د ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ شعارونه وځړول او څو نورو ډلو چي د پوليسو موټر هم ورسره وه د شپې تر ناوخته د ښار په بېلابېلو برخو کي چيغي او نارې ووهلې، ددغي ډلي وسله لرونکو کسانو په خيرخانه او تايمني کي پر عامو خلکو هم ډزي کړيدي چي تر اوسه يې د زيان په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړي مرستيال محمد محقق تېره ورځ بهرنيو رسنيو ته ويلي وه چي که يې غوښتني ونه منل سي موازي حکومت به اعلان کړي، د کارپوهانو په وينا د يوه انتخابي قانوني حکومت په شتون کي موازي حکومت نه د اساسي قانون له مخي جواز لري او نه يې ولس مني، دداسي يوه حرکت رامنځته کول به د نافذه قوانينو په رڼا کي بغاوت وبلل سي او دولت حق لري چي په کلکه يې مخنيوئ وکړي.
ځيني کارپوهان خو دغه ډول حرکتونه او څرګندوني د افغانستان د تجزيې د فکر په معنا څرګندوي، هغه چي ولسمشر کرزي لا له مخکي په وار وار په خپلو ويناوو کي د افغانستان د دښمنانو يو نه ريشتيا کېدونکی خوب بللی دی.