کور / تازه خبرونه / کندهار:ولايتي شورا ته کانديد محمدخان افغان ووژل سو

کندهار:ولايتي شورا ته کانديد محمدخان افغان ووژل سو

د کندهار ولايتي شورا ته نوماند کانديد محمدخان افغان تېر ماخستن د کندهار ښار په حضرت جي بابا سيمه کي ويشتل سوی دی.
د نا تائيد سوي راپورونو له مخي نوموړی په خپل موټر کي د پوليسو د تلاښۍ ته د نه درېدو وروسته د پوليسو د خوا په اخطاريه مرميو ويشتل سوی او وژل سوی دی خو د کندهار پوليسو په دې اړه رسمي دريځ نه دی څرګند کړی.