د اتلسمي پیړۍ نیمایي څخه وروسته انګریزانو د خپلو یو شمېر اقتصادپوهانو(مرکانتلیستانو) له نظر سره سم د سوداګری ودي ته پاملرنه وکړه، دوی د سوداګرۍ د پراختیا په خاطر دبیړی جوړولو صنعت ته ښه پراختیا ورکړه. البته همدې د بیړۍ چلولو صنعت ډېرو هیوادونو ته زیان واړاوه او. د بیړۍ چلولوصنعت انګریزانو ته دا توانایي ورکړه چي په سمندر کي له نیمي نړۍ څخه راتاو شي او ناولې پښه یې آن تر هندوستان پوري راورسیده. د جنوبي هند تر ټولو لیره سیمه او د هند دسمندر تر غاړي یې واړول او د خپلي استعماري نقشې لومړنی ګروپ ته یې (د شرقی هند کمپنی) نوم ورکړ. دهندوستان پریمانه پیداوارو چي په اروپا کي یې ساری نه و د انګریز د حرص شني سترګي نوري هم شنې کړې او په بیلابیلو بهانو د هند نور سیمو او آن تر شمالي هند پوري راورسیدل. دا وخت دلته د شا ه زمان د زامنورتر منځ د نفاق اور بل و او انګریزانود افغانانو او په مجموع کي یې د سدوزیو او محمدزیو وروڼو ترمنځ دنفاق اور ته لمن ووهله او خپلي فارورد پالیسی د عملي کولو لپاره یې د ( بیل یې کړه ایل ئې کړه) له شعار څخه کار واخیست او تر نن ورځي یې خپلي شرمناکي استعماري لویي لوبي (Big game ) ته دوام ورکړ، په پایله کي په یو داسي لوی استعماري ځواک بدل شو چي لمر یې په قلمرو کې ڼه ډوبید، ورو ورو دوی د افغاني سرداردانو له نفاق څخه په استفادې زموږ هیوادهم لاندی کړ، خو افغان زړور ملت ورته تقریبا دیوې پیړۍ په ترڅ کي ددریو جګړو په ترڅ کي شرمونکي ماتي ورکړه، چی لا تر اوسه یې هم نه ده هیره او لا یې هم پرځمکه لویدلی حیثیت بیرته ندی پرځای شوی. انګریز د خپل د غه شرم د پټولو لپاره د شاه امان الله په وړاندي دسیسه جوړه او هغه یې د خپلو اجنټانو په واسطه له هیواد څخه وتلو ته اړ کړ او نور منورین او وطنپال افغانان یې د تکفیر، تذویر، تهدید او نورور وسایلو په ذریعه یا ووژل یا یې له هیواده لري کړل چي په دوی کی د امین الله خان کورنی، د غلام نبی خان چرخي کورنۍ،سیدجمال الدین افغاني او نور راځي. د اګریز یو بل شوم میراث داو چي د وچي تجارت یې په سمندري تجارت بدل او په پایله کي یې د وریښمو لاري چي له افغانستان څخه تیریدله، خپل اهمیت له لاسه ورکړ، دریم لوی او نه جبران کیدونکی اقدام یې داو چي افغانستان یې له خپل طبیعي سرحداتو محروم او له سمندر سره یې رابطه ورته قطع او ډیورند د کرښي په واسطه یې نیم افغانستان د هند له یوې برخي سره یوځای او د پاکستان په نوم یې یوسیمه جوړه او خپل پولیتیکل ایجنټ( محمدعلی جناح) یې هلته د حاکم او دخپل استازي په توګه مقررکړ. له هغه راهیسي د افغان لوی هیواد له بدن څخه ویني بهیږي. د افغانستان بې ارادې او ځپل شویو دولتونو ونشو کولای چي جلا شوې برخه بیرته را خپله کړې ، نوځکه یې د نیما یي جلا شوي افغانستان په یاد دکابل ښار منځنۍ نقطه کي یو څلی او یوه څلور لارې د پښتونستان په نوم جوړ کړل او هر کال به یې د سنبلې (وږی) پرنهمه د پښتونستان ورځ دلته لمانځله تر څو د نیمایي جلا شوي افغانستان خاطره له افغانانو هیره نشي او یو وخت نه یووخت وکولای شي خپله خاوره بیرته ترلاسه کړی اما انګریز لوی شیطان او استعماري ښاماردې ته متوجه و، او وخت ناوخت یې د افغانانود دغه احساس د له منځه وړلو هڅې کولې او آن دا چي د تاریخي ځایونو لکه بالاحصار، د میوند د څلی، د ملالی بي بي، د وزیر اکبرخان د تومانچی او نورو د نومونو هیرولو تلاش یي جاري ساتلی و. دوی د پیښور قاضیان ( له قاضی قادرو نیولې تر قاضی حسین احمد) پوري او له ګوډ ملا نیولی تر تور ملا پوري د همدغو موخو لپاره وګومارل. له بده مرغه څو ورځي مخکي یې د خپلو جواسیسو په واسطه او د جنرال حمیدګل د خاص استازې ( چي د اکاډمیک شخصیت پرځای یې د جنګ سالار په نوم د افغانستان راتلونکي ولسمشری ته کاندید کړی) په واسطه یې د مظاهرو په نوم د افغانستان د نیما یې خوری دداعیی دغه نښه یعنی د پښتونستان لوحه په نښه کړه، خو الحمدلله دغه لوحه بیرته نصب سوه او دانګریز زړه وچاود. موږ دغه مذبوحانه استعماري تلاش چي د مظاهرې او دانتخاباتو د نه منلوتر عنوان لاندي یې تر سره کړ، غندو پښتونستان څلی ته درناوی زموږ ملی وجیبه ده. هغه څوک چي د پښتونستان مسله بې ارزښته بولي په حقیقت کي ملي منافعو ته راتلونکی ګواښ نشی اټکل کولای شي، نوبهتره ده چي په دې برخه کي ملی وحدت او ملي شعور پیاوړی شي. ددې موخي لپاره افعانستان یوه بادرایته ، پوه، با تجربه او په اقتصادي مسایلو باندي آګاه مشر ته اړتیا لري، چي دا ځانګړتیاوي یواځي دوکتور اشرف غني احمدزی لري. نوموړی د ملي منافعو او د هیواد دملي ګټو د ساتني لپاره دغه مهم مسولیت ته د ملت په کلکه غوښتنه حاضر شوی دی، نوځکه یې باید هر تاجیک، ازبک. پښتون، هزاره، پشه یې، ایماق، ګوجر، نورستانی، ترکمن او لنډه داچي هر افغان يې باید ترشاه ودریږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه