د پښتو ژبي محلي سندرغاړی حاجي بخت محمد چي په حاجي بخت او حاجي بختان هم مشهوره وو د ورپېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېدئ.
حاجي بخت د تېرو ۳۵ کالو راهيسي په محلي او صوفيانه سندرو کي د پام وړ مينه وال لرله.
نوموړی په اتيايمو کلونو کي د شوروي د يرغل پر مهال کويټي ته مهاجر سو ، ورپسې يې په سعودي عربستان کي هم هستوګنه وکړه خو په دې وروستيو کلونو کي بيرته خپلي پلرنۍ مېني کندهار ته راستون سوی و.
نوموړي په کندهار کي د شخصي مجلسونو او خانقا تر څنګ د کندهار د راډيو تلويزون او اطلاعاتو او کلتور په يو شمېر پروګرامونو کي هم برخه لرله.
نوموړي که څه هم نالوستئ وو خو د کندهار د سيمه ايزو شاعرانو او پښتو ژبي د پخوانيو شاعرانو اشعار يې ټکي په ټکي په ياد زده کړي وه.
نوموړی يو له لږو هغو هنرمندانو څخه وو چي د لړ عمر، منځني عمر او ځوانانو پاملرنه يې ځانته جلب کړې وه.
د نوموړي د ناروغۍ پر مهال هم د کندهار بااحساسه ځوانان د نوموړي د روغتيا پوښتني ته ورتلل.
جانان مومن هم يو له دغو ځوانانو څخه دی، ښاغلي مومن لراوبر ته د حاجي بخت د وروستۍ ليدني په هکله وويل:
تېره اوونۍ خبر سوم چي ناروغه دی، کورته ورغلو، حالت يې ډېر زړه بوږنوونکی و، د شکري ناروغۍ له امله يې د دواړو پښو هډوکي تور سوي وه خو نه يې څوک لرل چي پوښتنه يې وکړي نه يې د دوا او ډاکټر وس درلود.
د ښادمن ګام خيريه بنسټ مشر حاجې حکمت يې هند ته د لېږدولو پلان پيل کړ خو د بېړنۍ مرستي د پاره يې کويټي ته لېږدول ضروري وو.
کويټي ته د ښادمن ګام بنسټ په لګښت ولېږدول سو خو له بده مرغه هلته يې د عمليات پر مهال د ٢٠١٤ د جولاى پر اوله ساه ورکړه.
د ښاغلي مومن په وينا د حاجي بخت څخه کوچنې اولادونه پاته دي چي مشر زوی يې ۱۶ کلن دی او د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځی ته نسي تلای.
نوموړی پر ولايتي اداره نيوکه کوي چي د حاجي بخت په ناروغۍ او ستونزو يې ځانونه نه خبرول خو پسله مرګه د خواشينۍ اعلاميې پسي خپروي.
جانان مومن وايي د حاجي بخت کورنۍ او بچيان مرستي ته اړتيا لري.نوموړی په خاصه توګه له ځوانانو غواړي چي د خپل ولس د مجبورو او بېوسه کورنيو په لاسنيوي کي يو موټي اوسي او او د هنر او فرهنګ د ډګر د خادمينو د کورنيو او د هغو د اولادونو د ښووني او روزني په برخه کي هم خپله فعال اوسي او هم د بې احساسه تجارانو او شتمنو پام دداسي بې وزله خلکو لاسنيوي ته راواړوي.
د کندهارۍ موسيقۍ د خوږژبي هنرمند حاجي بخت محمد روح دي ښاد او ياد دې د هنر پر ډګر تازه او تلپاتي وي.