د څو ورځو پرلپسې سفر کولو وروسته حماد او ایلک خان یوه ورځ د نګرکوټ کلا ډوله مندر ته د نژدې پنځه مایله واټن په لرېوالي سره ور رسیدلي و. په دې وخت کې
لمر دسر پاسه ولاړ و ، دوې هم د خپلو اسونو رفتار کم کړې و، ځکه چې هغوې غوښتل چې د شپې په تیاره کې مندر ته ورسیږي او هلته شپینۍ حمله وکړي . په همدې خاطر هغوې کرار کرار دکوهستان په نالو او ښکته پورته ځایو کې پټ پټ دشمال په لور مخته روان وو .
کله چې لمر پریوت نوهغوې د کلاشکله مندر دشرقي برخې څخه تیرشوي و او ډیر مخته تللي و. هغوې دمندر څخه یو دوه مایله نور هم لرې ولاړل اوبیا بیرته دغرب په لور ور وګرځیدل او دکوهستاني دریاب هغې غاړی ته راغلل چې د دیوال شکله غرونو ددرې برخو څخه تیریده او په سر یی مندر پروت و . هغوې وکتل چې د یخنۍ په واسطه د دریاب اوبه ډیرې کمې او غاړی یی پوره وچې شوي دي، حماد اوایلک خان دواړو د دریاب په همدې وچو غاړو باندی خپل آسونه ځغلول اوبیرته دمندر په لور را روان وو .
دمندر شاته دغره نه لاندې یی په یوه تیاره ځآې کې خپل آسونه وتړل ، دواړو لمړۍ د ماسختن لمونځ اداء کړ، بیا حماد خپله اوسپنیزه پنجه را وویستله ، دغره په سر دمندر په کتلو سره یی دهغه ځآې د پورتوالې اندازه واخسته اوبیا یی دزین څخه رسۍ راپرانسته اوددې اوسپنیزې پنجې سره یی وتړله. دهغه ټول کار ته ایلک خان په ډیر غور او دلچسپۍ سره کتل .
بیا د ایلک خان د سترګو تر مخه حماد خپله رسۍ د اوسپنیزي پنجې سره یو ځآي تاو راتاوه کړه اوپورته یی ور ګذار کړه . په همغه لمړي ځل دغه اوسپنیزه پنجه ددی دیوال شکله غره په کوم ځاې کې کلکه و نښتله . حماد د پنجۍ سره تړلې رسۍ ښه کش را کش کړه اودهغې د ټینګښت اندازه یی واخسته، بیا دخپل آس څنګ ته راغې ، دغشو ډک ملابند یی د ملا و تړه ، ډال اوکمان یی په اوږه واچاوه اوبیرته درسۍ خواته راغې او ودرید. ایلک خان هم دحماد په څیر خپل ځان په وسله سنبال کړ .
زما تر شا د راتلو هڅه کوه ، یاد ساته چې کوم اواز را پیدا نه شی . او که نه زمونږ دا خطرناک عملیات به د ناکامۍ سره مخ شی . دواړه د خپلو لاسو ،پښو او زنګونو په مرسته په ډیره چټکتیا سره پورته و ختل ، حماد خپله رسۍ په دواړو لاسو و نیوله یو ټوپ یی وواهه ، اوبیا یی رسۍ د خپلو دواړو پښو تر منځ کلکه و نیوله اوپورته پرې خوت، ایلک خان ته یی هم وویل : « ایلک خانه ! لکه څنګه چې زه پورته ځم په همدې توګه ته هم زما تر شا د راتلو هڅه کوه .خو یاد ساته چې کوم اواز راپیدا نه شی اوکنه زمونږ دا خطرناک پروګرام به دناکامۍ سره مخ شی .
کله چې هغه ځآې ته را ورسید چیرې چې اوسپنیزه پنجه د یوې تیږې ترمنځ نښتې وه ، حماد تر څو لمحو پورې اخوا دیخوا وکتل اوبیا یی په تیاره کې سترګو رڼا وکړه ، په کوم ځاې کې چې پنجه نښتې وه ، دهغې څخه لږ څه پورته د غره ډیره برخه مخته را وتلې وه ، حماد ایلک خان ته په اشارې کولو سره د پورته راتلو وویل ، اوبیا دواړه د غره په دغه را وتلې برخې باندی و دریدل، بیا حماد پنجه د غره د سترو تیږو څخه را خلاصه کړه اوهغه یی د تړل شوې رسۍ سره را ټوله او یو ځل بیا پورته ور وغورځوله . پنجه یو ځل بیا د غره په کومه ستره تیږه کې نښتې وه اودوې دواړه بیا د پنجې اورسۍ په مرسته پورته وختل . په همدې توګه یی دوه ځله نور هم پنجه پورته ګذار کړه او دوې ددغې دیوال شکله غر ، چې په سر یی بهیم نومې مندر و ،په ورختلو بریالي شول .(د نګرکوټ دا کلاشکله مندر د بهیم په نامه مشهور شوې و . هغه په یوه ډیر لوړ او ددرې خواو نه دناقابل تسخیر غرونو د پاسه د مشهور راجه بهیم په لاسو تعمیر شوې و . په هندوستان کې دا د بتانو تر ټولو ستر مرکز و . او ددې ځاې پروهټ په ټولو هندو راجاګانو باندي خپل اغیز درلود . ددې مندر د بتانو په سترګو کې لعل او جوهر ایښوول شوي و)
د غره دپاسه د راختلو وروسته حماد پنجه په یوه ستره تیږه کې ونښلوله او رسۍ یی ترې لاندې را و ځړوله ، بیا یی په پټه ایلک خان ته وویل : ( ایلکه ایلکه ! کومې لورې ته چې مونږ را غلي یو دا خو دمندر شاتنۍ برخه ده ، خو ددې سره سره به بیا هم دلته وسله وال ساتونکي اوسی . مونږ باید دلته پریوځو اود مار په څیر په سینه هغه لورې ته ور وښویږو .
سمدلاسه دواړه په دغه تیږلوړه زمکه باندي پریوتل ، بیا ایلک خان حماد ته وویل « یا امیره ! زه ددې مندر دهرې برخې په اړه معلومات لرم . ستا اندازه سهی ده ددې مندر په شاتنۍ برخه کې هم ساتونکې شته . زه به مخته مخته ښویږم ته زما شاته راځه . »
حماد یی وړاندیز و مانه او ورته یی وویل: « یو بل کار هم وکړه ایلکه . خپل ډال شاته وتړه ، تر څو د ښویدو په وخت کې اواز ونه کړي .»
حماد او ایلک مخته ښوویدل ، کله چې د مندر شاتنۍ برخې کې دتورو تیږو څخه جوړ کړل شوي دیوال ته ور نژدې شول نو حماد ایلک خان د اوږې څخه ونیوه او تم یی کړ ، ورته یی وویل « تم شه ، ایلک خانه ! خپل ښي او کیڼ لورې ته ووینه . ددواړو خواو څخه ساتونکې را روان دي ، سر ټیټ کړه او ساه دې بنده کړه »
حماد اوایلک خان دواړو خپل سرونه په زمکه ایښودي و.اوخپلې ساه ګانې یی و درولې ، خو سترګي یی په دغو وسلوالو ساتونکو نښتې وې چې دښي او کیڼ لورې څخه راتلل .
دواړه ساتونکې راغلل ، یو دبل سره یو ځاي شول اوبیا بیرته په مختلفو سمتونو روان شول . کله چې هغوې لرې ولاړل نوحماد ورته وویل : « ایلکه ! ددې مندر د شاتنۍ برخې دغه دواړه ساتونکې بیرته را ځي او یو دبل سره بیا ویني اوبیرته ستنیږي ، ددوې د ساتنې اوپهرې همدا طریقه ده . ایلکه …ایلکه ! راځه لږ څه نور هم مخته ورځو او په زمکه پریوځو. خو واوره ! داځل چې هغوې دواړه یو ځاې شی او بیا بیرته دمختلفو سمتو په لور روان شي نو په ښي لور تلونکې باندې په زه اوپه کیڼ لور تلونکې باندې ته حمله وکړه . پټ پټ دهغه شاته ولاړه شه . لمړۍ یی خوله وربنده کړه او بیا یی کار ور خلاص کړه .»
ایلک خان هم ورته په ځواب کې وویل : « ای امیره ! په دې اړه فکر مه کوه . زه به ستا دهدایت سره سم عمل کوم » لږه شیبه وروسته بیا هغه دواړه ساتونکې را وګرځیدل په همغه ځآې کې یو دبل سره یو ځآي شول اوبیرته په مخالفو سمتونو روان شول .حماد اوایلک خان ورته په سنګر کې ناست و او د زمریو په څیر پسې را ووتل او په کرار کرار یی تر شا روان شول او بیا یی پرې ور ټوپ کړ ، لمړۍ یی ددوې خولې ور بندې کړې بیا یی دهغوې په سینو کې د زهرو خنجر ور ننویست ، بیا یی ددواړو ساتونکو لاشونه واخستل اوشاته یی کړل ، بیا یی شاو خوا وکتل ، ترڅنګ یی ورته د ونو بوټو یو ځنګل شانته تر سترګو شو ، دهغوې دواړو لاشونه یی په همغه ځنګل کې ور واچول اوبیرته دمندر لورې ته راستانه شول .
اوس نو هغوې دمندر د جنوبي دیوال تر څنګ څنګ دشرقي برخې په لور ور روان و . اوهمدا مندر ته د ورننوتلو لاره وه . ددیوال اخري سر ته په رارسیدو سره حماد د مندر شرقي برخې په لور وکتل ، دمندر په دغې برخې کې دبې شمیره ستنو څخه جوړ شوي دهلیز و چې دشمال په لور تر لرې لرې پورې غځیدلې و. ددې دهلیز دننه بې شمیره ډیوې بلې شوې وې او دهمدې ډیوو په رڼاکې هلته ساتونکو خپله دنده تر سره کوله . حماد او ایلک خان دواړه د یوې ستنې سره څنګ ته شول اودساتونکو دراتلو انتظار یی پیل کړ .
څنګه چې پهره دار د ستنې تر څنګ په تیریدو شو نو حماد اوایلک خان پرې د زمريو په څیر ور ولویدل ، دهغه خوله یی ور بنده کړه او په ډیره چټکۍ سره یی هغه راښکود اودمندر د جنوبي دیوال په تیارو کې یی ور وغورځاوه.
هغوې بیرته همدې ستر دهلیز ته راستانه شول او شاوخوا یی و څارله ، دمندر تر مخه شرقي لورې چیرې چې یو نشیبي لاره دمندر په لور راتلله هلته دمندر څو کسه وسلوال پهره داران ولاړ و . د ستنې شاته ولاړ حماد په پټه وویل : « ایلکه ، ایلکه ! ایا دا ویلې شې چې اوما به په کومه کمره کې بنده وي »
ایلک دڅو لمحو دخاموشۍ وروسته وویل :« که چیرې ژوندۍ وي او په دیوي او دیوتاو باندي یی قرباني کړي نه وي نوهغه به ددې مندر په تاخانه کې وي .»
حماد ترې بیا وپوښتل : « تاخانه کومې لورې ته دي »
« دلته خو یوه نه بلکه بې شمیره تاخانې دي اوهیڅ نابلده انسان ددې تاخانو څخه نه شی وتلې . خوبیا هم زه فکر کوم چې هغه به دمندر د ستر پروهټ په ذاتي تاخانې کې وي .»
«ایا ته دهغې تاخانې په اړه معلومات لرې ؟ »
هو ! امیره ما هغه تاخانه کتلې ده . »
« نو بیا واوره ایلکه ! دددهلیز د دیوال سره نښتې نښتې مخته د هغې تاخانې په لور ولاړ شه . زه هم درسره ملګرې یم ، « دواړه دهغه دهلیز ددیوال سره نښتي کرارکرار مخته ولاړل ،یوې دروازې ته په رسیدو سره ایلک خان تم شو، بیا یی هغه دروازې ته لږ څه زور ورکړ او ویی کتل چې دروازه پرانیستې ده، دهغې یوه پله یی لږ څه خلاصه کړه. ایلک خان ورته په پټه وویل :« یا امیره ! قدرت په مکمله توګه زمونږ سره ملګرې دې . تاخانې ته تلونکې دا لاره پرانیستې ده . اوس زماشا شاته راځه »
دواړو دروازه پرانیسته او دننه ورغلل ، دروازه یی تر شا بیرته بنده کړه ،کوم ځآې چې دوې ولاړ و هغه پاتخې وې چې لاندې کوزیدې ، د پاتخو په دواړو خواو کې ددیوالونو سره مشالونه لږیدلې و چې د همدې له کبله پاتخې په پوره اسانۍ سره څرګندیدې .
دواړو بې له دې چې شور وزوګ را پیدا کړي لاندې کیوتل ، د نژدې شلو پاټکو نه د کیوتلو وروسته هغوې د تورو تیږو نه په جوړ شوي فرش باندی ولاړ و. دا یوه پرانیستې لاره وه چې مخامخ دغرب په لورې تلله . دواړه څو قدمه مخته ولاړل چې ویی کتل چې دا لاره دیوې بلې لارې سره یو ځآي کیږي چې شمال جنوب لورې ته غځیدلې وه . دا ددې ټولو تاخانو دهلیزونه و، ځکه چې ددې دهلیزونودواړو خواو ته ګڼ شمیرې کوټې وې او ټولې په تیارو کې ډوبې وې خوبیا هم د شمال په لورې پرتو کوټو کې لږ څه روښنایی تر سترګو کیدله .
دواړو په ډیر غور سره یو بل ته وکتل . بیا مخته ولاړل ، دواړو د یوې روښانه کمرې دننه وکتل ،هلته په کمره کې د کرشن مراري دتیږو څخه جوړ کړل شوې یو ستر بُت ایښوول شوې و،اودهغې بُت د سر سره نژدې دیوال باندي یو ستر مشال هم نښلول شوې و. ددې نه وروسته هغه دڅلوروکمرو پلټنه وکړه خو هغه ټولې خالي وې خو د دیوي ګانو او دیوتاګانو د بوتانو نه ډکې وې او دهر بُت سره نژدې مشالونه ایښوول شوي و. داکمرې په ښه عطرو خوشبویه شوې وې ، تر څنګ یی د شمال او جنوب پورې غځیدلې دهلیزونه هم دهمداسې خوشبو څخه ډک و.
حماد او ایلک خان مخته ولاړل …. اوس دهغوې تر مخه داسې یوه کمره راغله چې دپخوانیو کمرو په نسبت ډیره روښانه وه ، حماد لکه د یوه ځناور په څیر په زوره زوره ساه واخسته او ایلک خان ته یی وویل «ایلک خانه ! هوښیاره اوسه ….. ماته ددې کمرې څخه تیز انساني بوې راځي .»
ایلک خان ورته هم په اشارې سره وویل : « یا امیره ! همدا د مندر دستر پروهټ کمره ده »
حماد اوایلک خان همدې کمرې ته ور وکتل ،هلته دمندر ستر پروهټ د یوه بُت تر مخه ناست وو ، یوه ښایسته او ډیره حسینه خدمتګاره ښځه یی ترڅنګ وه چې دبُت په سر یی ګلان شیندل او شمعي یی پرې روښانه کولې .د پروهټ سر ټیټ و اوداسې څرګندیده چې په سکون او انجماد کې په مراقبې کې ډوب شوي وي ، دپروهټ تر مخه او دبُت ښيي لورې ته ،چیرې چې انساني ځان په بُت باندي دقربانۍ له پاره ځآریده ، یو قربان ځآي هم موجود و. په زمکه کې یو ډیر ستر موګې ښخ کړل شوې و او اوما یی په هغې پورې کلکه تړلې وه . ایلک خان همغې لورې ته اشاره وکړه او ویی ویل : « یاامیره ! دغه مخته چې کومه نجلۍ ویني چې په رسیو تړل شوې ، همدا اوما ده .»
حماد وکتل چې هغه یوه ډیره حسینه او ښایسته ، دښه قد خاونده او سترګې وړونکې پیغله وه . په تاخانه کې بنده او په تورو تیارو کې غمژنه ولاړه وه ، هغه اندیښمنه وه ، دکوټي په تیارو کې لکه دماتې شوې ډیوې په څیر ګرځیدلې وه. سترګې یی بندې وې ، داسې معلومیده لکه د ډیرې مودې راهیسې چې خوب ته نه وي پریښوول شوي او اوس قربان ځآي ته په ورختلو باندی هم د کلک خوب کولو اراده لري .
حماد اوایلک خان یو بل ته وکتل ، په سترګو سترګو کې یی پریکړه وکړه ،بیا دواړه د یوه توپان په څیر دننه ورننوتل ،حماد د تاخانې دروازه ددننه څخه وتړله ، دمندر دیوداسي چې کله دوې دواړه وکتل نو وجود یی په لړزان راغې ، حماد یی په لور توره وخوځوله او ورته یی وویل:
«که چیرې دخولې څخه دې لږ څه اواز هم وویست نو په دې توره به دې ستوني پریکړم .» هغه دیوداسي ګونګه شوه اودبُت ترڅنګ په لړزیدلي وجود ولاړه پاته شوه .
اوما سترګې پرانیستې ، کله یی چې په تاخانې کې ایلک خان وکوت ، نو حیرانه شوه ، لږه شیبه مخته یی په مخ د غم او مرګ څپې تلې راتلې خواوس یی مخ دخوشحالۍ نه وغوړید ، داسې بریښیده لکه دایلک خان په کتلو سره یی هلته د وجود په هډوکو کې سمدلاسه شفا پیدا شوي وي .
په ارتکاز او ذکر کې ډوب پروهت خپل سر و څرخاوه او دایلک خان په لور یی دکتلو په وخت کې په سختې لهجې وویل : « تاسو دواړه څوک یاست او ولي دلته دې مقدسې خوني ته را ننوتي یاست ؟»
حماد دپروهټ خبره هسې واخسته او ایلک خان ته یی وویل : « ایلک خانه ! د اوما رسۍ پرانیزه او په ځآي یی د مندر دیوداسي و تړه او په خوله کې یی ورته دخپلو کالیو څخه څه ورومنډه ترڅو اواز ونه شی کړاې . »
ایلک خان ور مخته شو او لړزانده دیوداسي یی دبُت د اړخ څخه را ونیوله او هلته په قربان ځآي کې یی داوما په ځآي وتړله او د اوما رسۍ یی را پرانیستې ….»
پروهټ یو ځل بیا په خپلو غضبناناکو سترګو حماد ته وکتل اوپه خپل قهرجن اواز یی وپوښتل ….«ما له تاسې وپوښتل چې تاسو څوک یاست چې په خپل سر مندر ته را ننوتي یاست . زه وینم چې ستاسو د ظاهر او باطن ترمنځ یو شرارت شتون لري او هغه انسان ،چې دهغه په روح کې شیطان وی ، هغه دې مندر ته نه شی داخلیدې .»
حماد په داسې بڼه هغه پروهټ ته ورنژدې شو، لکه څنګه چې یو وحشي دخپل یوه ښکار په لور ور نژدې کیږي . تر دې وخته پورې پروهټ دخپله ځایه راپورته شوې و،حماد یی هم مخته ولاړ و .
«ته نه شې کولې مونږ دې مندر ته د راننوتلو څخه منه کړې »
پروهټ په ډیره حیرانتیا سره د ایلک خان په لور وکتل او ویی ویل : «اوه …..ته خو همغه یی چې داوما سره دې ددې وطن دخاورې سره دخیانت اراده کړې وه اوبیا و نیول شوې . توخوهلته متهرا کې بندي وې ، دهغه ځایه څه ډول را خلاص شوې یی . حماد د پروهټ په خوله یوه درنده سپیړه ورکړه او ورته یی وویل :« په دې خاطر دمتهرا دبنديخانې څخه را وتښتید چې ستا په څیر یی روح ناولې نه و»
پروهټ ډیر په غضب سره و غړمبید او ویی ویل « هلکه ! دخپلې ژبې او دخپلې خولي مزي دې وتړه او که نه په همدې تاخانې کې به دې داسې ټوټې ټوټې کړم چې …» بیا یی دایلک خان په لور وکتل اولږ څه په سړه لهجه یی ورته وویل: « دا ستاملګرې او زما د وطن دښمن دلته څه کوي .دمندر کومه دیوداسي یی چې نیولې ده هغه د ددیوتاګانو لویه عبات کونکي ده . که چیرې هغې ته لږ څه زیان هم ور ورسیږي نو دیوتاګان به تاسو یو هم ونه بښي . هغه بله نجلۍ چې اوما نومیږي او دکومې رسۍ یی چې پرانیستې دي دهغې په اړه پریکړه شوې چې هغه به په دیوتاګانو ځارول کیږي …واورئ ! دا ستاسو د لوبو کار نه دې ، دا به ستاسو په کار رانشي ، خو مونږ به یی په خپلو دیوتاګانو باندې ځار کړو او اودهغوې د غضب او قهر نه به خپلې خاورې ته نجات ورکړو .»
حماد نور هم قهروړې شو اوپروهټ یی د اوږې څخه و نیوه ، سخت ټکان یی ورکړ او ورته یی وویل : « ړونده انسانه ! ماته وګوره ! زه ستا د مرګ دهغه دیوتا په څیر راغلې یم چې ستا ددهرم له مخې خپلې مټي یی په پوره توګه غځولې وي ، که چیرې ستا کوم بُت ، کوم دیوتا ، اویا کوم بل څه تا له ماڅخه خوندی کولې شی نو همغه ته ور غږ کړه . »
پروهټ دا ځل لږ څه په عبثیاتو سره وویل :« اې هلکه واوره ! حوصله وکړه اوپه صبر سره زما خبره واوره ! همدا اوس دې خپله ملا سمه کړه او سترګې دې پرانیزه او ددې ځایه ووځه ، اوکه نه زه به دې داسې زخمي کړم چې خپل پیدایښت به دې هم له یاده ووځي .»
په دغه د اسرارو نه ډکې تاخانې کې حماد یو ځل بیا په قهر وویل :
« کاشکې چې ته دهندو دهرم د پروهټ په ځآې کوم کشتری واې نو تر اوسه به مې ستا څټ وهلې و. مونږ د مذهب دمشرانو درنښت کوو . زما د څو پوښتنو ځواب راکړه ، خو که چیرې انکار دې وکړ اویا دې درواغ وویل نو زه به دخپلې تورې په کارولو مجبور کړل شم . »
پروهټ دسختې کرکې په بڼه وویل : « ته تر اوسه هلک یی ، ورکیږه . په خپله لاره ځه ، زه ستا دهیڅ سوال ځواب نه شم ورکولې ، ته داسې پهلوان نه یی چې زه دې تر مخه مات شم او خپله ماتې ومنم .»
حماد دخپلې درنې تورې څوکه د پروهټ په ستوني کې ور ښخه کړه او ورته یی وویل « ګورم چې ته څنګه زما دپوښتنو ځواب نه شې ویلې »
پروهټ د ویرې او وحشت نه په لړزه شو ، تر ډیره پورې یی خبرې نه شوې کولې ، حالت یی داسې ګرځیدلې و لکه ژبه یی چې په ستونې کې نښتې وي ، بیا یی په ډیره ستونزمنه توګه خپله ژبه پرانیسته اوپه تړتړۍ ژبه یی وویل :
« ځوانه ! زه ستا خدمتګار او غلام یم ، ستا دهرې خبرې خیال به ساتم اود هرې پوښتنې ځواب به دې وایم ، خو ما مه وژنه »
حماد ترې په قهر سره وپوښتل : « ستا هغه نا ماتیدونکې غرور چیرې ولاړ …»
پروهټ ورته په ډیره بې وسۍ سره وویل : « مهاراجه ! بښنه وکړه ، …..زه هم انسان یم ، له ماڅخه غفلت شوې دې »
حماد یی په ستوني باندی دتورې د څوکې فشار را کم کړ او ورته یی وویل :« دهغه څه پوښتنه چې کوم سهي ځواب به یی راکوې او که نه په همدې تاخانې کې به دې څټ در پرې کړم اوزه به په پوره خوندې توګه ددې ځآیه ووځم .»
پروهټ په لړزانده اواز سره وویل : « وپوښته ، وپوښته مهاراجه ! زه به درته درواغ و نه وایم »
حماد دپروهټ په سترګو کې سترګې ور ننویستلې او ورڅخه یی وپوښتل : « که چیرې د غزني کوم حکمران دلته په هند باندي حمله وکړي نو دکوهستان د شوالک ټول راجه ګان به یو ځآي دهغه په مقابل کې څومره لښکر را ټول کړاې شي ؟»
پروهټ په غمژن اواز سره وویل : « شاوخوا څلویښت زره کسان »
« دمتهرا او تانیسر څخه دڅومره کسانو د راټولو توقع کیدې شي ؟ »
« شاوخوا پنځلس زره کسان ..»
« دکشمیر اوشمالي سیمو څخه ….؟»
« شاوخوا پنځه ویشت زره کسان …»
حماد خاموشه شو ،بیا یو ځل بیا د پروهټ په څټ توره کیښوده او په غوریدونکې اواز یی وویل : « ته هم دهغې قربان ځآي په لور ورځه ،چیرې دې چې زما د قوم یوه لور په خپلو بتانو د قربانۍ له پاره په رسیو کې تړلې وه . پروهټه واوره چې ! ما به هرو مرو ته اوستا دا دیوداسی بښلې واې ، خو اوس تاسو دواړو ایلک خان و پيژانده په دې خاطر ستاسو د دواړو وژل را ته اړین دي »
پروهټ د قربانځاې په لور د تللو په وخت کې په زوره زوره چغې کړې « تباهي ده ، تباهي ده …»
حماد پرې توره را تاوه کړه او په یوه ګذار یی دهغه څټ ور پرې کړ ، دبله اړخه ایلک خان هم په رسیو کې تړلې دیوداسی د ژوند نه لاس په سر کړې وه او سریی ترې پرې کړې و. په همدې وخت کې د مندر بیرونۍ برخه کې شور و غوغا واوریدل شوه . حماد ایلک خان ته وویل :
« ایلکه ایلکه ! اوما له ځانه سره را واخله اوزما تر شاشا راځه ،کیدې شی ددې پروهټ اواز بیرون پهره دارانو اوریدلې وی، هغوې به هرو مرو تاخانې ته راځي ، زه به د پاتخو سره نژدې هغوې تم کړم ، ته اوما له ځآنه سره راواخله او را ځه . »
حماد په یوه منډه تر پاتخو پورې راغې اوپه پاتخو کې شته مشالونه یی مړه کړل اوپه دریم پاټکي باندی منتظر پاته شو . ایلک او اوما هم خپل ځآنونه همتله ور ورسول ، تر دې وخته پورې څلور ساتونکې په منډه را ورسیدل او دتاخانو دروازه یی پرانیسته او دپاتخو څخه لاندې را کیوتل ، حماد ، ایلک او اوما د دیوال پورې نښتې و، په دې خاطر ساتونکو ونه شو کتلاې ، کله چې هغوې څلور واړه د پاتخو څخه ښکته شول نو ایلک خان غوښتل حمله پرې وکړې خو حماد یی لاس و نیو .
کله چې هغه څلور واړه د پاتخو څخه ښکته شول او د تاخانې په لور ولاړل نوحماد دروازه پرانیسته اوبیرون یی وکتل ، بیرون هرې لورې ته خاموشی خپره وه . حماد ایلک ته په پټه وویل ….« تاسو دواړه زما شاته راځئ »
درې واړو دروازه پرانیسته ، ددروازې څخه ووتل ، بیا حماد دروازه د شانه و تړله او د دهلیز ددیوال سره څنګ کې په تیارو کې دجنوبي دهلیز په لور مخته ولاړل . حماد هغوې دواړو ته د تیښتې حکم وکړ اوپخپله هم په پوره قوت سره په ځغاسته شو . هغه ځاي ته یی ځانونه ورسول چیرې یی چې اوسپنیزه پنجه په غره کې ځړولې پرې ایښي وه . ایلکخان هم اوما له لاسه نیولې وه او په پوره منډه راون و.
ناڅآپه د مندر دشرقې برخې یوه ساتونکې شور وغوغا جوړه کړه : « هغوې وتښتیدل ….و تښتیدل….. یواځي دوه کسان دي ،…..اوما هم ورسره ده او تښتوي یی …»
دمندر دشرقي برخې ساتونکوټولو شور او غوغا پیل کړه .
خپلې رسۍ ته د ورسیدو سره سم حماد سمدلاسه سنګر و نیوه ، کمان یی دغشو نه ډک کړ اوایلک خان ته یی وویل ، « اوما له ځآنه سره کړه او لاندې یی کیباسه . زه به د تعقیبوونکو د مخنیوي هڅې وکړم »
ایلک خان د ډیر محبت څرګندونه وکړه او وویی ویل :
« یا امیره ! زه دې ددښمن تر مخه ځانته نه شم پریښوولې ، زه به ستا سره اوږه په اوږه دهغوې مقابله کوم .»
حماد په سخت اواز سره ورته وویل : « ایلک خانه ! دا زما حکم دې ، اوما له ځآنه سره واخله او لاندې یی ښکته کړه . او واوره ! چې د کیوتلو وخت کې چې کله ددوو رسیو جوړ راشي نو هلته کوم مناسب ځآې وګوره او اوما هملته په کوم ځآې کې ودروه ، هلته رسۍ په خپل ځاې پریږده ،ځکه چې زه د درکیوتلو په وخت کې خپله اوسپنیزه پنجه هم له ځآنه سره درکیباسم . اوپه همغه وخت کې به تاسو ته ووایم چې څه وخت د رسۍ په مرسته نور هم ښکته ولاړ شئ او کوم وخت په غونډۍ باندی و دریږئ اورسۍ پریږدئ، اوس اوما له ځآنه سره واخله او لاندې یی ښکته کړه …..ګوره هغه ساتونکې په منډه منډه را روان دي ، زه به هغوې هملته لرې تم کړم ….»
ایلک خان لمړۍ اوما سره مرسته وکړه او هغه یی درسۍ له لارې لاندې کیوستله ، پخپله یی هم رسۍ و نیوله او لاندې کیوت ، درې څلور ګزه لاندې کیوتو سره ایلک خان اوما ته وویل : « اوما ته کرار کرار لاندې کیوزه ،زه به همدلته پاته شم او دامیر ساتنه به وکړم . که چیرې دحمله راوړونکو شمیره زیاته شوه نو زه به بیرته ور ستون شم او دهغه سره به مرسته وکړم . »
اوما ترې په پلټونکو سترګو وپوښتل « داامیر څوک دې او د کومه ځایه راغلې دې ؟»
ایلک خان ورته په پټه توګه وویل : « دا په هندوستان کې د ټولو کارکوونکو له پاره نوې امیر ټاکل شوې دې ، دغزني د حکومت له اړخه دلته را استول شوې دې، دنیشاپور اوسیدونکې دې اوحماد بن خلدون نومیږي .اوس ته وخت مه ضایع کوه او ښکته ولاړه شه . زه همدلته پاته کیږم او دامیر څارنه به کوم .ته چې په څومره چټکتیا سره کیوتلې شې هغومره ژرکیوزه ، واوره ! که چیرې مونږ دواړو ته دلته کومه پیښه رامخته شوه یا زمونږ په درکیوتو کې ځنډ راپیدا شو، نو هلته لاندې زمونږددواړو آسونه تړلي دي د همغوې څنګ ته ورشه . »
اوما لاندې ښکته شوه او ایلک خان لږ څه نور هم پورته ولاړ او دحماد څارنه یی پیل کړه . هغې رسۍ پرې ایښې وه او د یوې راوتلې تیږې په سر ناست و او دحماد په لور یی کتل .
کله چې دمندر ساتونکې په منډو منډو دحماد لورې ته راغلل نو حماد د یوه تیږې شاته کیناست اوپه هغوې یی دغشو باران و اوراوو . تر ټولو مخکې راتلونکې پنځه کسه ساتونکې دهغه دغشو ښکار وګرځیدل او له منځه ولاړل . دوو نورو ساتونکو هم هغه وخت سر وخوړ چې دحماد په لور یی د راتلو هڅې کولې . دهغوې شاته څو نور ساتونکې وچې د حماد په لور دراتلو هڅې یی کولې هغوې بیرته شاته و تښتیدل او مندر ته ورننوتل .
په تیږه ناست ایلک خان وکتل چې د مندر پنځه ساتونکې دخپلو تورو سره یو ځای دحماد په لور دهغه تر شا حمله کونکي دي هغوې حماد ته ډیر را نژدې شوي وو،کیدې شي چې دا دهغو ساتونکو چال وو چې حماد یی په خپله مخکینۍ برخه کې مصروف وساته او د فریب نه یی په کار اخستو سره دهغه تر شا پرې د حملې کولو هڅه وکړه .
ایلک خان په یوه ټوپ ځانته پورته وخیژاوه او چغه یی کړه « یا امیره ! شاته دې وګوره چې دښمن درباندې حمله کونکې دې »
حماد دبرق په څیر را وګرځیدل او خپله توره او ډال یی سنبال کړل ، تر دې وخته پورې ایلکخان هم هلته ور رسیدلې و. دواړو یوځآي ددغو ساتونکو حمله ناکامه کړه .
ددې پنځو کسانو سترګې د حماد د اوسپنې په پنجې ور نښتې وې ، ځکه ددې پنجې سره رسۍ هم نښتې وه ، دهغوې څخه یو ځان په ښویدو ښویدو هغې ته ورساوه اوهغه یی په پښو ووهله او لاندې یی پرېیسته . پنجه لاندې و ښویده . ددې سره سم په فضا کې یوه هولناکه چیغه واوریدل شوه ، حماد او ایلک پوه شول چې دا د اوما چیغه ده …. په پښو باندی دپنجې د وهونکې ساتونکي په خلاف حماد داسې غصیلي شوي و چې په یوه ګذار یی توره دهغه دپښتیو څخه تیره کړې وه . اوهملته یی ځآې په ځاې وژلې و.حماد را وګرزید اودریم محافظ یی هم دخپلې تورې خوراک و ګرځاوه .
په دې وخت کې حماد وکتل چې دده د غشو څخه ویریدلې تښتیدلې ساتونکې چې مندر ته ننوتلي و یو ځل بیا په منډو منډو دهغه په لور را روان دی ،حماد لږ څه شاته شو او سمدلاسه یی خپل سنګر و نیواو ایلک ته یی وویل : « دا دواړه سنبال کړه ایلکه ! زه به دمندر له لورې د راتلونکو سره معامله خلاصه کړم . »
حماد په زمکه ګونډه ووهله او بیا یی دمندر څخه په راتلونکو ساتونکو باندی د غشو باران پیل کړ ، هغوې یو ځل بیا وتښتیدل اومندر ته ننوتل .حماد را پورته شو ، خپله توره یی سنبال کړه او د ایلک خان سره په جنګ کې دنښتو ساتونکو په لور ورغې ، په هغوې یی حمله وکړه اودواړه یی د تیغه تیر کړل .
حماد هغه ځآې ته راغې چیرې چې اوسپنیزه پنجه نښتې وه . خو هغه په ډیرې ناهیلۍ سره وویل : ایلکه ! رسۍ لاندې پریوتې ده .زه د اوما د ژوندانه څخه هم ناهیلي شوې یم . راځه چې په تیږو پښې ږدو اولاندې ښکته شو . هسې نه چې دمندر ساتونکې یو اوږد چکر ووهې اودشمال له اړخه دغره دغې لاندې برخې ته راشي او زمونږ مخه و نیسي او زمونږد دواړو د ژوندانه هیلي هم له منځه ولاړې شي . زه ستا ممنون یم چې زه دې د شال له اړخه ددښمن د حملې څخه وژغورلم .
ایلک خان ورته په ډیره انکسارۍ سره وویل : « یا امیره ! دا زما فرض و ،تا ته زما دشکريی د اداء کولو ضرورت نه شته . »
دواړه کیڼې خوا ته راغلل او په تیږو یی پښې ایښودې اوپه ډیر احتیاط سره لاندې کیوتل . نژدې شل دیرش لویشتې لاندې ایلک خان غږ کړ « یا امیره ! ستا اوسپنیزه پنجه دلته په دې غره کې نښتې ده . او رسۍ ترې لاندې ځانګي .
حماد وکتل چې ریښتیا هم پنجه په یوې سترې تیږه کې نښتې وه ، بیا دواړو رسۍ و نیوله او په ډیره بیړه لاندې کیوتل .
کله چې دواړه ددوو رسیو جوړ ته را رسیدل نو حماد ایلک خان ته وویل « ایلک خانه ! په کوم نزدې تیږه باندی و دریږه تر څو دا پنجه دپاسه راخلاصه کړم .
ایلک خان په کیڼ اړخ کې تیږو باندی خپله پښه کلکه کړه او و درید، حماد دښيي لورې تیږو باندی پښې کیښودې او ودرید . بیا یی د پنجۍ سره تړلۍ رسۍ په زوره و څرخوله اویوه جټکه یی ورکړه .
پاس په غره کې نښتې پنجه لاندې را پریوته ، دهغې رسۍ دحماد په لاسو کې وه ، هغه دوباره پنجه په تیږه کې و نښلوله اوپه دې توګه لاندې را ښکته شول .
لاندې د راکیوتلو سره سم هغوې وکتل چې اوما ددریاب په غاړه په تیږ لوړه زمکه باندی چپه پرته ده ، حماد ورمنډه کړه تر څو وویني چې ژوندۍ ده او که مړه شوې ده . خو ویی کتل چې نبض یی چلیږي ، خو بې هوشه وه . حماد ایلک خان ته وکتل او ورته یی وویل :
«ایلک ،ایلکه ! اوما را واخله او د آسونو په لور راځه ،زه دا رسۍ تاووم او در ځم . مونږ باید سمدلاسه ددې ځآیه حرکت وکړو ، ددریاب نه اخوا بلې غاړې ته ولاړ شو . هر څومره زیات چې دلته تم کیږو همغومره خطرات زیاتیږي .
حماد په بیړه رسۍ را تاوه کړه ، ایلک خان اوما په خپلو لاسو کې را پورته کړه او د آسونو ځآې ته یی راوسته . هلته یی ددریاب په غاړه په اوما اوبه و شیندلې تر څو په هوش کې راشي خو هغه همغسې بې هوشه پرته وه خو ساه یی اخسته . ایلک آس راپرانست ، اوما یی دزمکې څخه را پورته کړه او په آس یی له ځانه سره وا چوله او سپور شو اودحماد انتظار یی پیل کړ .
لږه شیبه وروسته حماد هم راغې ، خپله اوسپنیزه پنجه یی د آس د زین سره را وځړوله ،رسۍ یی د زین سره وتړلې او په آس باندی سپور شو او ایلک ته یی وویل:
« زما شاشا ته راځه ، دا کوهستانې دریاب دومره ژور نه دې ، زیات نه زیات درې لاسه اوبه لری ، اومونږ کولې شو دخپلو اسونو سره یوځآی ترې په آسانۍ سره هغه بلې غاړې ته تیر شو .
ددې خبرې سره سم حماد خپل آس دریاب ته ور وغورځاوه او ایلک یی هم تر شا شا په دریاب کې روان و .
ددریاب هغه بلې غاړې ته د ورسیدو سره سم دجنوب په لور روان شول او آسونه یی ترخپله وسه ځغلول ، دایلک په یوه لاس کې د آس واګې او په بل کې یی د اوما نبض نیولې و. هغه احساسوله چې د اوما نبض لا تر اوسه پورې کارکوي .
پنځه میله لرې یو ناڅاپه ایلک خان چغه کړه « حماده ، حماده ! تم شه ، ….د اوما نبض ډوب شوې دې .» حماد آس تم کړ او لاندې ترې را ښکته شو، ایلک خان هم اوما د آسه راښکته کړه اوپه زمکه یی واچوله . خو کله چې ایلک خان د اوما په نبض لاس کیښود نو ناهیلې شو .ځکه داوما نبض ولاړ و او دخپلې ساه اخري اه یی وړاندې کړې و.
ایلک نیغ و درید. او دحماد په لور یی په کتلو سره وویل « یا امیره ! اوما ساه ورکړې ده » حماد هم راغې اودهغې نبض یی وکوت ، ویی کتل چې ریښتیا هم اوما مړه شوې وه . حماد هم ډیر غمګین شوې و . دایلکخان سترګې دغم او ویر نه ډکې وې ، دواړو یو ځآي دخپلو تبرونو په واسطه زمکه ژوره کړه ، قبر یی وویست او اوما یی هملته ښخه کړه ، اودوباره یی خپل سفر پیل کړ .
نور په درويشتمه برخه کي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه