دمندرونو په ښار متهرا کې یی ایلک خان د دویمي ورځې له پاره هم د زندان څخه را وویست او د یوه غوايی ګاډي مخې ته یی و تړه . هغه یو ډیر ښکلې او د ښه قد وقامت خاوند ځوان و ، دتورو ویښتانو او ښایسته سترګو خاوند و ، یو عسکر د ګاډۍ دپاسه سپور و اوایلک خان یی په کوتک واهه او د ځناورو په څیر یی ځغلاوو ، د ګاډۍ دواړو خواو ته دوه دوه ساتونکې په خپلو خپلو آسونو سپاره وو او ددې ګاډۍ د ساتنې دنده یی تر سره کوله.
د ایلک خان حال شیبه په شیبه خرابیده . کالي یی شکیدلې او رژیدلې وو . دمخ نور یی هره شیبه په تور والې اوښت ، هغه بیچاره په پوره خاموشۍ سره هغه ګاډۍ مخته راښکوده . دنندارچیانو یو هجوم یی هم شا شاته روان و. یو شمیر خلکو ایلک خان ته بدې سپکې سپورې کولې او څه نورو پرې تیږې ورولې او خپله زړونه یی پرې په دې توګه یښول .
دبازار څخه د وتلو وروسته ، هغه وخت چې دا ګاډۍ یو پراخه میدان ته ورسیده نو د نندارچیانو څخه دوه کسه هندوان چې پخپلو کې یی سره خبرې کولې د ډلې د منځته راووتل او ګاډۍ یی د شا څخه ونیوله او غوښتیل یی ایلک خان تم کړي . ایلک خان هم مخته زور واهه . دې دواړو هندوانو خپل زور وواهه خو ونه توانیدل چې دایلک خان مقابله وکړي ځکه چې ایلک خان د یوه مست او بې سره نرغوایی په توګه ګاډۍ مخته را ښکودله . دوې دواړو خپل یو بل ملګرې هم را وباله اوغوښتل یی په زور سره ایلک خان تم کړي خو دوې درې واړو یو ځآي هم ایلک خان تم نه شو کړاې . او دغه دغره په څیر ځواکمن ترک ځوان هغوې درې واړه هم له ځآنه سره راښکودل .
په دې وخت کې په ناڅاپي توګه حماد خپل اس دې لورې ته را وځغلاوه ، دګاډۍ څنګ ته را ورسید او دآسه راښکته شو ، او دغو درې واړو هندوانو ته یی ، چې دایلک خان دتم کولو هڅې یی کولې اشاره وکړه تر څو وروسته شي . هغه درې واړه ځوانان شاته شول اوبیرته په نندارچیانو کې ورننوتل . حماد مخته ورغې او ګاډۍ د شا له اړخه ونیوله او تم یی کړه . ایلک خان یو ځل ودرید اوپه ډیره اندیښنه یی شاته وکتل، کله چې پوه شو چې یوآځي یوه ځوان یی ګاډۍ تم کړې ده نو دغصې څخه سور شو اوپه خپل پوره ځواک سره یی دګاډۍ د مخته تللو هڅې پیل کړې خو په خپلو هڅو کې بریالي نه شو ، حماد یی ګاډۍ داسې تم کړې وه لکه چا چې د کوم مضبوط او مستکم څیز سره تړلی وي .
په زرګونو نندارچیان چې شاوخوا د نندارې له پاره ولاړ و، دا مقابله په ډیره دلچسپۍ سره کتله . دهغوې په سترګو کې د حماد قدر وعزت ډیرښت موندلې و. ځکه همغه ګاډۍ د شا څخه نیولې وه او مخته حرکت ته یی نه پريښوده، په داسې حال کې چې دهغه نه مخته ددې ګاډۍ دتم کولوله پاره ددرې هندو ځوانانو ټولې هلې ځلې ناکامه شوې وې . ایلک خان هم نور په ډیر زور وهلو سره ستومانه شوې و ، ټول وجود یی خولې خولې و، حماد لږ څه زور نور هم وواهه او ګاډۍ یی د ایلک خان سره یو ځآي شاته بوتله ، ایلک خان هم زور واهه اوغوښتل یی چې ګاډۍ دشاته تلو نه بنده کړي خو هغه بیچاره ناکامه و .
په ګاډۍ کې ناست عسکر په پرلپسې توګه ایلک خان په کوتکونو واهه او چیغې یی پرې وهلې تر څو ګاډۍ مخته بوزی . ترڅنګ یی هغه ته سپکې سپورې کولې او دغدار ، حرامي او ….په ښکنځلو یی نازوو .
حماد ګاډۍ پریښوده او دګاډۍ چلوونکې ته راغې اوپه ډیر درنښت او احترام یی ورته وویل : « مهاراجه …که ستا اجازه وي زه به ددې څخه څه رازونه را وسپړم .»
ګاډي بان ورته په خندا وویل : « هرو مرو هڅه وکړه »
حماد ورته یو ځل بیا وویل : « لمړې به زه دهغه سره ددوست په څیر خبره کوم ترڅو څه ترې تر لاسه کړم خو که چیرې په هغې کې ناکامه شوم نو هغه د ګاډۍ نه جدا کوم اوداسې سختي به پرې وکړم ترڅو پخپله چغې ووهې او ټول رازونه را وسپړي .»
ګاډي بان په شکرکونکو سترګو حماد ته و کتل او ورته یی وویل « که چیرې ته داسې وکولې شې نو دا به دې پرمونږ احسان وي ، په دې توګه به دراجه په وړاندې زمونږ عزت نور هم زیات شي »
حماد شاوخوا وکتل او ګاډي بان ته یی وویل : « ته دغه نندارچیان او ساتونکې لږ څه ددې ځایه لرې کړه ، کیدې شی دهغوې په شتون کې هغه څه ونه وایی . » ګاډی بان د ګاډۍ څخه لاندې راکیوت او د ساتونکو په مرسته یی نندارچیان لږ څه شاته وتمبول اوپخپله هم لرې و دریدل .
حماد دخپل آس قیضه ونیوله او د ایلک خان خواته راغې ، او په ډیره مینه یی ورته وویلې .
«ایلک خانه …. ایلک خانه ! زه ستا دښمن نه یم بلکه ورور دې یم . ماته ووینه ، زما ځاې متهرا نه دې بلکه نیشاپور دې ، ایا ته هغه دبدري نات پیژنې چې ابوالفتح نومیږي . »
ایلک خان دهغه خبرې هسې یو چال و ګڼلې او دهغه نه یی مخ واړاوه. « زه نه کوم نیشاپورې او نه ابوالفتح پيژنم . له ماسره تاته د ویلو هیڅ نه شته »
حماد ورته دا ځل په زړه سوځونکي اواز وویل : « ایلک خانه د تصوراتو د ګرداب نه ځآن را وکاږه . اودخپلو سترګو حجاب لرې کړه او ماته ووینه .« بیا حماد ایلک خان داوږې څخه ونیوه او ورته یی وویل:
« زما غیور او زړه ور ترک وروره ! دغه اندیښنې او اضطراب پریږده او خپل جنون اولیونتوب متحرک کړه ، را ځه چې دواړه یو ځاي ددښمنانو مقابله وکړو او له دوې سره دهابیل قابیل لوبه و لوبوو . او ددوې د مړیني د ایرو څخه ځانونه لرې وکاږو .»
دحماد په خبرو د ایلک خان حال دبرق وهلې زړې ونې په څیر ګرځیدلې و، هغه د پخوانۍ زړې ونې په څیر غمژن او د کوم پخواني بُت په څیر خاموشه و . هغه و بړید او څه بې ربطه کلیمات یی وویل : بیا یی په سخت اواز کې وویل :« لکه څنګه چې خوند او رنګ پټ نه شي پاته کیدې په همدې توګه ستاسو د هندوانو ذهنیت هم له ماڅخه نه شي پټیدې .»
حماد ورته داځل په سخته لهجه وویل : « ایلک خان له ځانه سره یی ولیکه ، زه له تاسره کومه ړنده عقیده نه لرم . ووایه چې زه ستا د ضمیر کوم عکس تاته رامخته کړم .که چیرې زما خبره دې ونه منله نو داخلک به دې په تیارو او تعذیبونو کې د سترګو دنور څخه هم بېغمه کړي ، جسم به دې ټوټي ټوټې کړي ، داسې ټوټې ټوټي لکه په سلګونو کجیران چې د خره او نورو مردارو جسمونه ټوټې ټوټې کوي .ته زما دملت د قهرمانانو څخه یو یی . راځه …..زما وروره ! دواړه یوځآي ددوې له پاره دتبره په څیر داسې ګذار ورکړو چې زخم زخم یی کړو او ددې ځایه پښې و کاږو . زما آس ستا تر مخه ولاړ دې ، دا مونږ دواړه په اسانۍ سره له دې ځایه ویستلې شي »
ایلک خان اوس هم خاموشه و ….حماد ورته یو ځل بیا په شفقت سره وویل « زما مټ وګرځه او د یوه مجاهد په څیر دې خپل ضمیر را بیداره کړه . ایلک خانه ته په کومو فکرونو کې ډوب یی ،خپل روح وپيژنه ، سوګند دې چې که چیرې ته له ما سره لاس یو کړې نو زه به ددې دښمنانو کورونه وران کړم اوددوې شخصیتونه به د سهار دلمر په څیر په سرو وینو رنګین کړم »
حماد لږ څه تم شو او بیا یی وویل : « ایلک خانه ! قسم یادوم چې که چیرې زما خبره دې ونه منله نو زه به دې دویني حرمت له نظره و غورځوم اوپوره سختي به در باندې وکړم اوله دې ځایه به دې وتښتوم. یاد ساته زه په زور کې له تا کمزورې نه یم ، د تولک دښاره بیرون د صنوبر د ونې څخه را تاوه شوې رسۍ تا هم شکولې وه او همغه رسۍ ما دوه هومره هم د ناصرالدین تر مخه شکولې ده اوهمغه زه ستا د مرستې له پاره دې دیار ته را استولې یم .»
دایلک خان مخ یو ځل روښانه شو ، په مخ یی جذبې او احساسات رابیداره شول . حماد ورته بیا خبره وکړه او هغه ته یی ټکان ورکړ : « ایلک خانه ! زه نه شم کولې تا دلته متهرا کې د مرګ په خونه کې ددوې رحم وکرم ته پریږدم . ددې اوهغې دجذبو څخه پورته زماخبره واوره . زه به ستا دښمنان د یو موټي خاورو په څیر وشیندم او داسې ګذار به ورکړم چې بیا یی د علاج له پاره هم څوک پیدا نه شي . واوره ! وخت راغلې چې ته له ماسره یو ځآي ددې دیار او دشتې نه وتښتې .»
دایلک خان په شونډو نرۍ شانته خندا را پیدا شوه،خو هغه دومره صابر ځوان و چې بیا یی هم په خوله څه ونه ویل : حماد ورته بیا په غوږ کې وویل : « ایلک خانه ! ګوره زه خپل لاس په هوا کې پورته کوم اوخپل عملیات پيلوم . بیا به ته وګورې چې زه څنګه د سترګو په رپ کې خاورې په کیمیا بدلوم . اودغه څوکسه په شمار فرعونیان به چې زمونږ شاوخوا ته ولاړ دي مونږ ته هیڅ ډول زیان را ونشې رسولې . »
حماد خپل ښې لاس په هوا کې پورته کړ . سمدلاسه لرې ولاړ ګیان اودهغه څلورو ملګرو په دې ساتونکو اوګاډي بان باندې غشي وویشتل اوبیایی په نندار چیانو غشي وویشتل ، ګڼ شمیر کسان په کې ووژل شول اوپه نورو کې ګډوډي را منځته شوه اوهر څوک چې په کومه تښتیدلې شو په همغه لاره وتښتید.
حماد سمدلاسه توره را وویستله ، هغه رسۍ یی ټولې پریکړې چې ایلک خان پرې تړل شوې و، بیا حما په یوه ټوپ سره په خپل آس سپور شو اوشاته یی غوښتل چې ایلک خان ته څه ووایی چې ایلک خان هم لکه د خونړي زمري په څیر دحمادپه آس ور سپور شوې و دهغه شاته ناست و او ویی ویل :
« زه نه پوهیږم چې ته به څوک یی ، خو ددې سره بیا هم اوس مې که دوزخ ته هم بوځې درسره تللو ته تیاریم .»
حماد خپله توره او ډال ایلک خان ته ورکړل او ورته یی وویل « زما توره او ډال سنبال کړه ، زه آس ځغلوم ، هر څوک چې زمونږ دلارې د نیولو هڅه وکړي سمدلاسه یی له منځه یوسه . »
ایلک خان توره او ډال سنبال کړل ، حماد په ښي لاس د آس واګې ونیولې او په چپ لاس یی دآس د زین څخه را ځړیدلې دورند ګرز را پرانست او سنبال یی کړ او آس یی نور هم تیز کړ . اس ددواړو سره یو ځآې په پوره چټکتیا سره ځغلیده اوهر چا چې هڅه کوله ددوې تر مخه راشي هغه د حماد دګرز او د ایلک خان د تورې ښکار ګرځیده . په دې توګه هغوې د ښاره ووتل اودخپلو ملګرو سره یو ځآي د یوې بلې لارې په واسطه دجمنا په لور ولاړل .
نور په شلمه برخه کي