لمر د ماښام په تیاره کوهي کې ور ډوب شوې و ،مرغان خپلو ځالو او حیوانات خپلو کلیو اوکورونو ته ورګرځیدلي و ،دکوهستانو لمنې ورانې ویجاړې او غمژنې پرتې وې . داسې غمژنې لکه په سختې ناتوانۍ کې چې دلمر دپریوتو په وخت کې دکومې کونډې ښځې اوښکې رابهیږي .
دبدري نات څخه د رخصت اخستو په وخت کې حماد د بهیم سیم نه ووت او د سرسوتي ددریاب د لرګیو دهغه پل په لور روان و دکوم په واسطه چې هغه غوښتل د سرسوتي شرق لورې ته ولاړ شي .
په داسې وخت کې چې دماښام ځلیدونکې جلوې دشپې تیارو کې ډوبې شوې او سور شفق دشپې تیارو له منځه وړې و، حماد دسرسوتي ددریاب د پل څخه اخوا تیر شوې و. ددریاب څخه اخوا د تیریدو وروسته هغه شاته وکتل چې د بهیم سیم دکلیو لوړ لوړ برجونه دسپوږمۍ په رڼا کې د ورایه ځلیدل .حماد لږ څه ورښکته شو او دخپل آس څټ یی و ټپاوو . بیا یی هغه په چپه پښه کلک وواهه ، اس و شنړیده اوبیا یی د جنوب غرب په لور په ګړندۍ توګه ځغاسته پیل کړه . شپې هم د ورځي د ټولو داستانونو باب تړلې و اودخپلو غمونو مراحل یی په ډیره چټکۍ سره طې کول ..
حماد ټوله شپه سفر کاوه ، سپوږمۍ دغرب په لور ټیټه او د غروب له پاره یی تیارې نیوه ، شپه د خپلو ورکو شوو خزانو په لټون کې ستومانه شوې وه ، دحیرانتیا په ډنډ کې پراته ټول کائینات را بیداره شوي و…په همدې وخت کې حماد په یوه ګڼ ځنګل کې په سفر روان و .
دځنګل دننه یی یو تالاب وکوت اوهملته تم شو . کیدې شی چې هلته به یی دسهار لمونځ ادا کاوه . د آس دخولي څخه یی قیضه راویسته اودزین سره یی را وځړوله اوآس یی د وښو خوړلو له پاره ازاد پریښود، پخپله د تالاب په لور ور روان شو ، په سپوږمیزه شپه کې د تالاب اوبه داسې ښکاریدې لکه د ځنګل په سترګو کې اوښکه .
د اوداسه کولو وروسته حماد راپورته شو اویوې لورې ته و درید تر څو لمونځ اداء کړي چې یو ناڅاپه یی ټکان وخوړ . دځنګل دننه نه څه عجیب اوازونه راتلل .داسې لکه کوم روح یا کوم انسان چې پرې د حملي له پاره ځان تیاروي ،حماد خپله توره را وویسته اوڅلورو خواو ته یی وکتل . بې اختیاره د حماد دخولې څخه د ځنګل په دغه ارامه فضا کې یوه خندا راپورته شوه، ویی کتل چې دهغې تر څنګ په یوه ونه کې یو ګونګي مرغه دخپلې خولې څخه څه عجیب و غریب اوازونه راباسي . هغه همدا اواز اوریدلې و او ټکان یی خوړلې و .
خپل اس ته د رانژدې کیدو سره سم حماد د قبلي لورې ته ودرید او د لمانځه نیت یی کاوه چې یو ځل بیا متوجه شو . بیا یی خپله توره د نیام څخه را وویستله او دآس دزین سره را ځوړند ډال یی هم را واخست . ځکه دا ځل دځنګل دننه د آسونو دپښو ټپار راته . اودا اوازونه هره شیبه را نژدې کیدل ، آن تر دې چې د حماد څنګ ته نژدې را ورسیدل او هملته په ګڼو ونو کې یو ناڅآپه تم شول . داسې لکه چا چې حماد اودهغه اس لیدلې وي او ناڅآپه یی خپل اسونه درولي وی .دحماد له پاره دا حالات ریښتیا هم د اندیښنې وړ وو.
حماد په ځنګل کې په خپل دروند اواز غږ وکړ : «څوک یاست او ولي ما پسې راځئ ؟ که چیرې له ماسره کار لرئ نو زما مخې ته راشئ ؟»
په ځواب کې ورته یو اشنا اواز راغې ، « یا امیره ! زه ګیان یم دخپل مالک په هدایت دخپلو څلورو ملګرو سره ستا په تعقیب را روان یو ، مونږ ټول ستا څخه لرې روان یو اوستا ساتنه کوو . له تاسره یو ځآې زمونږ د ټولو سفر کول خطرناک و ، ته بې غمه خپل لمونځ وکړه ، تر دې وخته به مونږ هم خپل لمونځونه اداء کړو .
د حماد شونډي دخندا نه پرانیستې پاته شوې، په شنو ګیاهو یی لمونځ اداء کړ او بیرته په آس کیناست اودخپل منزل په لور روان شو .
نور په اتلسمه برخه کي