دشپې غمجنې لمحې نورې له منځه تلونکې وې ، د لمر راخلتو او دسهار غوټیو په خپلوکې سرونه نژدې کړی و . د ټولې شپې د اوریدلي باران او دیخې هوا نه ستومانه شوو مرغانو په خپلو ججورو کې د سهار د بیدارۍ اعلان کاوه ، سهار د بندصدف په څیر را څرګند شوې و او د کائیناتو د خالق دارادې او مقصود په څیر یی د انسان د جوهر دازمیښت کار پیل کړې و .
حماد هملته په وښو باندی په خپور کړې د ټاټ په څادر د سهار لمونځ ادا کړ. بیا را پورته شو او خپلو اسونو او نورو ولاړو حیواناتو ته یی نوره دانه او ګیاه واچوله .په همدې وخت کې رتنا هم دغې کوټې ته راننوتله . دسهار په وخت کې هغه د خپل ګلګون مخ او اوږد قد او اوږدو زا ځوړندو زلفو او د مخ په ښایست کې څه بل منګه معلومیده . هغه حماد ته نژدې راغله او خپلې شونډي یی پرانیستي او ویی ویل :
« له تا سره څه ویل غواړم »
حماد دهغې لورې ته دکتلو پرته دخپل آس تر مخه دانه او ګیاه سره ګډوډوله او ورته یی وویل « ووایه»
رتنا لږ څه فکر وکړ اوبیا یی د یوې جاذبي پیغلې په څیر د شرر اوشوخۍ نه په ډکې لهجې باندی وویل :
«تا خو دخپل احسان تر چتر لاندې زما د ورور دهرم اخستې دې ، تا دومره ستر کار کړې دې چې له پاره یی کومه بدله نه شته . تا زما د ورور دهرم دومره لاندې را پریباسلې دي چې هغه د یوه کهشتري سره سره بیا هم ستا په خاطر ملیچ ګرځیدلې دې . ته چل بازه یی او زما ورور ته د لارښود او رهنما په څیر را څرګند شوې یی او هغه دې دخپل دهرم څخه بې لارې کړې دې . حال داچې ته ښه پوهیږې چې ته مسلمان یی اومونږ هندوان یو . او په دې هم خبر یی چې ستاسو او زمونږ تر منځ هیڅ ډول رشته هم نه پیدا کیږي . بیا دې ولې زما په ورور د شودرانو غذا دهغوې په لوښو کې وخوړله .»
حماد درتنا په لور ور وګرځید اودهغه خبره یی پری کړه او ورته یی وویل : « ته یواځي ددیوتاګانو او بتانو دسترګو نه ویني .» بیا یی درتنا په اوږې لاس کیښود او ورته یی وویلوې :
« دیوي ! واوره چې زه ستاسو دښمن نه یم …..»
رتنا دحماد خبره پوره کیدو ته پرې نښوده . او د ډیر نفرت او کرکې څرګندونه یی وکړه او سمدلاسه یی دهغه لاس دخپلې اوږې څخه هیسته ټیل واهه او ورته یی وویل : « ورځه ، ورځه ، زما په اوږې لاس مه ږده ، ستا(دمسلمان) له خوا زما د وجود لمس کول زما ددهرم او عقیدي مرګ دې »
حماد ډیره خفه شو او په غوصې او قهر سره یی وویل : « تا زه د محبت اوشفقت په لباس کې کتلې یم ، خو کله چې زما غصه او قهر ووینې نو خپل ژوند به له یاده و کاږې ، خپل ځان کنترول کړه او بیا له ماسره خبرې وکړه زه خو ستا غلام یو نوکر نه یم . ما ستا د ورور ژوند او ستا عزت خوندي ساتلې او پر تاسو مې احسان کړې خپل ځان مې په تاسو نه دې پلورلې ….»
رتنا دخپلو کالیو څخه یوه لویه کڅوړه را وویسته ، او په ډیر قهر اوغضب یی وویل : « ووایه ! زمونږ ددواړو ورور او خور سره دکومک څومره بدله غواړې …»
حماد هم په غصې کې تاو راتاو شو او ویی ویل : دا انسانې جذبې اواحساسات دی چې هیڅوک یی نه شی اخستلاې ،څوک پلورونکې یی نه شته ، ورځه او ددې ځاېه لرې شه او مادې نه اخوا نور مه په قهروه .»
رتنا یو ځل بیا په قهریزه توګه وویل : « ته خو ماته یو معمولې اوبداخلاقه انسان معلومیږي ، دلته که زما تر مخه ستا د مذهب او په خپل خداې او رسول صلي الله علیه وسلم باندي دپاخه یقین لرونکې هم وی نو دهغه ایمان به هم واخلم ، ته خو هیڅ حیثیت نه لرې ….»
دحماد رنګ د غصې نه تک سور شو ، بیا یی ښې لاس پورته کړ او رتنا یی په خولې باندي په پوره قوت سره ووهله .هغه په هوا کې پورته شوه اولرې پریوته . د تکلیف اودرد له مخې یی دخولې څخه چیغه ووتله . او په نازکه اوسرو و سپینو غومبرو باندی یی د حماد داوسپنیزو لاسونو دګوتو نښې را ډاګیزه شوې داسې بریښیده لکه دهغې مخ چې د اوسپنې په ګرمو سیخانو داغل شوي وي . ددې سره سم حماد په هغه کوټه کې په زوره ورغږ کړچې :
« اې د حوا د لوڼو ذلیلترینه روحه واوره ! تا زما خداې او زما رسول صلي الله علیه وسلم ته سپکاوې کړې . زما خداې زما سپر او زما رسول صلي الله علیه وسلم زما فخر او سرفرازي ده . تا چې څه لغوه او چټیات دخولې نه وویستل په همغه اندازه زما دیني روح او زما انقلابي شعور را بیدار ه شوې ، ته چې هر څومره زما څخه دکرکې څرګندونه وکړې په همغه اندازه زما د کرچار او وینا نیکې او ریښتونوالې او زما دایمان ضد زیاتیږي . اې ذلیلې نجلۍ واوره ! زه دهغه قوم سره تړلې یم چې په هغوې کې نه دحوصلي کمښت او نه د همت قحت شتون لری ، که چیرې بیا دې دخپلې ناولې ژبې څخه زما دخداې ، رسول صلي الله علیه وسلم او زما دمذهب اوملت په خلاف یوه خبره هم را وویسته نو خبره اوسه چې ژبه به دې پرې کړم . که چیرې ستا دهرم تاته د انسانانو څخه دنفرت او کرکې درس درکوي نو زه دداسې دهرم څخه نفرت لرم چې انسانان په طبقاتو باندي ویشي او دهغوې تر منځ د نفرت او بې اتفاقۍ تخم شیندي ، ورځه ، ددې ځایه ورکه شه ، اوبیا هیڅکله هم زما تر مخه په داسې موضوع د خبرو کولو هڅه او جرئت و نه کړې ، ته دخپل ورور ضد یی. هغه چې څومره شریف انسان دې ته همغومره شریره او ذلیله یی »
رتنا لړزیده او راپورته شوه اود سرو ګلونو د شاخ په څیر لړزندانه دهغې کوټې څخه را ووتله . حماد بیرته خپل کار ته دوام ورکړ . رتنا په خپل مخ باندي خپل لاس ایښودې و اوخپلې کوټې ته ولاړه . هغې وکتل چې پشپال هم را ویښ شوې دې ، د هغه د اوښکو ډکې سترګې په چت نښتې وې ، کله یی چې رتنا د څنګه تیریدله نو پشپال ورته په سخت اواز وویل :
«داسې بریښې چې حماد یواځي یوه څپیړه په مخ وهلې یی .چې ته یی اوس د نښو دپټولو هڅه کوې ، رتنا ته ښځه نه یی بلکه شیطانه یی . ما دلته په ملاسته ملاسته ستا او دحماد خبرې دهغې بلې کوټې څخه اوریدلې ، حماد اوتار اوفریښته ده ، تا دهغه زړه مات کړې ، تا دهغه خداې ، دهغه رسول صلي الله علیه وسلم ، دهغه مذهب او دهغه دملت سپکاوې کړې . تا غوښتل هغه په قیمت واخلي . تا دهغې داحساناتو د بدلې ورکولو هڅه کوله . تا دهغه تر مخه د خپل دهرم رازونه راپرانستل . ایا ته پوهیږې چې زمونږ دهرم انسانانو ته دنفرت درس ورکوي . رتنا کاشکې چې زه دې ورور نه وې . اونه مې ته خور وې ، تا دخپل عمل له مخې زه هم دحماد تر مخه سپک او ذلیله کړم . زه به اوس څه ډول دهغه مخ ته ورځم .» دپشپال اواز ډوب شو او خاموشه شو . رتنا په خپل کټ باندی کیناسته . اوخپل سر یی په دواړو پښو کې ننویستې و او په سلګو سلګو یی ژړل . بیرون لاتر اوسه هم سخت باران وریده . او دکمرې فضا ډیره درنده او غمژنه وه .
حیواناتو ته د ګیاه او دانې د اچولو نه وروسته ، حماد دهغه کوټې څخه بیرون راووت. ویی کتل چې باران همغسې په زور سره اوري . په انګړ کې هم اوبه را جمع شوي دي ، د نغرې څخه دود پورته کیږي . هلته سیوارام او وینا دواړه ناست و . کیدې شي دواړو یو ځآي ددې میلمنو له پاره د سهار غذا تیاروله . حماد د پشپال کوټي ته ورننوت اودهغه په تندې یی لاس کیښود او ترې ویی وپوښتل : « پشپاله څه حال دې دې ؟»
رتنا کوټي ته د حماد په راننوتلو سمدلاسه ارامه شوه ، پشپال په ډیره مینه دحماد لاس په خپل لاس کې ونیوه او ورته یی وویل « تر هغې چې ستا په څیر همدرده اومهربان ملګرې ولرم دټولې نړۍ ستونزې به هم ماته زیان و نه شي رسولې »
بیا پشپال دحماد لاس لږ زور کړ او ورته یی وویل : « حماده ! که بده یی نه ګڼې نو یوه خبره درته وکړم »
حماد چې دهغه تر څنګ دهغه په کټ ناست وو ، ورته یی وویل: « ووایه ، څه ویل غواړې »
پشپال اوږده ساه واخسته او ورته یی وویل : « دا خبره مې پرون په زړه کې وه چې تاته یی وکړم . خو ستا د ستومانتیا فکر را سره شو او پرې مي ښوده . حماده واوره ! د راجه راې پتهورا دخلکو ډلې یوه نه بلکه څو ډلګۍ زمونږ په لټه بوخت دي ، مونږ دهغوې د ډلې څخه یواځي یوه ډله له منځه یوړه . خو دهغوې په څیر په سلګونو خلک زمونږ لټون کوي ، دغه باران چې د پرون ورځي راهیسی پیل شوې دې دې د جړیو بڼه یی نیولې ده او تر څو ورځو پورې به دوام پیدا کوی . دا زما د بګوان او رب نعمت وګڼه چې دهغې له مخې مونږ ته په ارام او امن سره دلته د را رسیدو او دبهیم سیم په لور د تللو موقع تر لاسه شوې ده . زه اراده لرم چې همدا نن شپه ددې ځایه هغه لورې ته کوچ وکړم . ددې ځایه د سرسوتې په غاړه غاړه به دبهیم سیم کلې درې څلور فرسانګه لرې وي . اومونږ به په شپه شپه کې هلته ور ورسیږو او ددې ګواښونو اوخطراتو څخه به خوندي پاته شو . که چیرې مونږ د باران د تم کیدو له پاره څو نورې ورځي هم انتظار وکاږو اوبیا د موسم دښه کیدو وروسته دخپل منزل په لور روان شو نو مونږ به په هر صورت ونیول شو . زه پوهیږم چې په دې باران او بادونو کې به سفر لږ څه ستونزمن وی خو زه هیله من یم ، تا چې زمونږ سره څومره احسان کړې دې نو دیوه بل احسان په کولو به زمونږ څخه مخ وا نه ړوې .»
حماد په ډیره مینه د پشپال په تندې لاس راښکود او ورته یی وویل : « ستا خبره بلکل سهي ده خو په دې باران کې به سفر کول ستا زخمونو ته ډیر زیات زیان ورسوي . خو بیا به هم زه د سیوارام سره خبره وکړم . که چیرې دکوم غوايی ګاډي دپیدا کیدو امکانات وي نو همدا نن شپه به مونږ ټول ددې ځایه هغه لورې ته کوچ وکړو .»
بیا حماد د راپورته کیدو په وخت کې وویل : « زه به همدا اوس د سیوارام سره خبره وکړم »
حماد پخلنځي ته ور ننوت . دهغه په کتلو سره وینا په خوشحالۍ سره راپورته شوه او ویی ویل : « راځه وروره ! » بیایی یو کټګې را واخست او دهغه تر مخه یی کیښود او ویی ویل :
« راځه کینه وروره ! » حماد په هغه کټګي کیناست او دسیوارام په لور د کتلو سره یی وویل :
« زه یو تکلیف درکول غواړم »
سیوارام ورته وویل : « څومره به ښه وي چې زه له تاسره مرسته وکولې شم »
حماد ځان سنبال کړ او ورته یی وویل : « ایا ددې ځایه دکوم غوايی ګاډي بندوبست کیدې شی . زما ملګري غواړی نن د ماښام سره سم ددې ځایه حرکت وکړي خو دهغه له پاره یو چت لرونکې دڅلورو پایو غوايی ګاډي ته ضرورت دې . ځکه چې دباران په اساس په ښکاره ګاډي کې دهغه کیناستل دهغه زخم ته زیان ور رسوي .»
سیوارام دلږ څه فکر کولو نه وروسته وویل : «غوایی ګاډي خو یو نه چې بې شمیره دي ، ځکه چې ددې کلي خلک د همدې غوايی ګاډو په واسطه دځنګله څخه لرګي او نور شیان را وړي ، خو معلومه نه ده چې په دغه توپانې باران کې به کوم څوک تګ ته زړه ښه کړي او که نه . او بیا تاسو ځئ کومې لورې ته ؟ »
« مونږ د بهیم سیم د قصبي په لور ور ځو .که چیرې زمونږ د تللو وروسته زمونږ کوم دښمن دلته راشي اوستاسو څخه زمونږ په اړه پوښتنه وکړي نو ورته ووایاست چې دنګرکوټ په لور تللي دي »
« ته دهغې په اړه فکر مه کوه ، دا به زه سنبال کړم خو تاسو به په داسې موسم کې ….»
وینا د سیوارام خبره غوڅه کړه او په ویره او اندښنه کې یی وویل : « حماده وروره ! په دې سخت باراني موسم کې دبهیم سیم په لور سفر مه کوئ »
حماد ترې وپوښتل چې : « ایا په لاره کې کوم خطر شته ؟ »
وینا ورته په ویرې کې وویل: « هو وروره ! ډیره خطره ده . د بهیم سیم په لور دتللو له پاره دوه لارې دي ، یو خو ددریاب نه دتیریدو نه هغه لورې ته کومې څخه چې تاسو راغلي یاست . په دې لارې به تاسو یو اوږد چکر وهۍ او دغرونو دننه به دمنزل کولو وروسته دبهیم سیم کلي ته رسیږئ ، خو دا لاره به تاسو ته شپږ فرلانګه اوږده شي .تر څنګ یی دا لاره هم ډیره خرابه ده. د بارانونو په وخت کې په لاره کې ځاي ځاي د اوبو ګړنګونه دریږي چې د غواي ګاډي تیریدل ترې شوني نه دي . بله لاره ددریاب د شرقي برخې څخه سره یوځاي ځي . لږ څه ډیر مخته دتللو وروسته په دریاب باندي د لرګیو پل مخته راځي اوددې پل څخه د تیریدو وروسته تاسو بهیم سیم ته ور رسیږئ . ددې لارې ټول واټن نژدې درې فرلانګه جوړیږي ،دڅه مودې راهیسي دا لاره بنده ده اوهیڅوک پرې د تللو جرئت نه کوي .»
حماد په ډیر غور سره د وینا په لور وکتل او ورته یی وویل: « څنګه خطرناکه ده ؟»
وینا په نیولې نیولې لهجې وویل :« په دې اړه به درته باپو څه ووایی »
حماد د سیوارام په لور وکتل او ورته یی وویل : «ووایه چې دا لاره ولي خطرناکه ده »
سیوارام لکه دډوب شوي په څیر دلرې څخه وویل : « دایو پخواني او هولناکه داستان دې ،»
«ته یی ووایه، زه غواړم چې وای ورم .»
سیوارام په خپلو شونډو ژبه را ښکوده او ویی ویل : «واوره !څو کاله مخته خبره ده چې زمونږ دکلي په جنوبي برخې او دډهلان ددریاب په لور د غره دپاسه یو ډیر ستر مندر دې چې تر اوسه هم همغسې ولاړ دې . ددې مندر تر څنګ یو ډیر ستر کلې و چې متهلا نومیده . هلته یو ځوان برهمن اوسیده ،نوم یی منوهر لال و . منوهر لال ددې متهلا دکلي یوه پیغله خوښه شوه اوغوښتل یی چې واده ورسره وکړي ،دا پیغله هم ډیره ښایسته اوخپل سرې وه . هغې ددې برهمن دعشق اومحبت ځواب په کرکې او نفرت سره ورکړ اودهغه سره یی د واده کولو څخه انکار وکړ .
دهمغې ورځي څخه وروسته هغه برهمن ددې مندر تر شا ځنګل ته ولاړ . د بګوان کار داسې پیښ شو چې هغه برهمن هملته په ځنګل کې و مړ . خو پخپل دویم پیدایښت کې یی دزمري بڼه خپله کړه ، بیا یی دمتهلا دکلي داوسیدونکو څخه د انتقام اوبدلې اخستلو کار پیل کړ. اوپه دې کلی یی حملې پیل کړې هیڅ انسان او هیڅ ځناور یی دحملو څخه مصؤن پاته نه شو ، اوریدلي مي دې چې هغې د متهلا یوه ښایسته او ځوانه پیغله نجلۍ له ځانه سره وړې ده. خو هلته یی په ځنګل کې هغه وژلې ، هغه نجلۍ دهمدې برهمن په قوت په خپل دویم پيدايښت زمرۍ ګرځیدلې ده . او دهمغه زمري سره یو ځآي اوسیږي . دهمدې زمري دحملو له ویرې دمتهلا دکلي اوسیدونکې داسې خپاره واره شول چې کورونه یی لکه د ډیرانو په څیر په ملبو وا وختل . ددې کلي ګڼ شمیر خلک د سرسوتي ددریاب هغه غاړې ته کډه شول . اوهلته یی یو نوې کلې اباد کړ . هلته د مندر تر څنګ اوس ددې کلي کنډرې پرتې دي . او هیڅ انسان هغه لورې ته دتللو جرئت نه شی کولې . هغه زمرې او زمرۍ دواړه اوس هملته په دغه وران ویجاړ مندر کې اوسي او ددریاب په غاړه غاړه چې کومه لاره د دریاب سره یوځآي لاندې ځي دهغه ځایه څوک تیریدو ته نه پریږدي .»
حماد په طنز سره ورته په خندا کې وویل : « ته پرې هم یقین لرې ؟ او وایی چې هغه برهمن په دویم پیدایښت کې زمري وګرځید ،اوهمغې دمتهلا کلي وران او ویجاړ کړ ؟»
سیوارام ورته وویل : « دنه منلو څه خبره ده مهاراجه! دا خو د هندو دهرم اعتقاد دې ، چې هر انسان د مرګ وروسته بیا را ژوندې کیږي ….»
حماد یی خبره غوڅه کړه او ورته یی وویل : « زما مذهب ددې نفي کوي چې انسان دې دمرګ وروسته بیرته په دې نړۍ کې په بل شکل راژوندې شي …هغه زمري منوهرلال پنډت نه دې ،اونه هغه زمرۍ کومه انسانه ښځه ده چې په بیا راژوندي کیدو کې په زمرۍ بدله شوي . دا دواړه دځنګله عام څیرونکې ځناور دي او په کوم علت به یی دا کلي وران کړي وي . کیدې شي چې ددې کلي کوم کس یی بچیانو ته زیان رسولي وي ، اویا یی کوم یو وژلې وي او دهغې نر یا ښځي ددې کلي د اوسیدونکو څخه دخپلو بچیانو انتقام اخستې وي . په هر صورت هغه زمري منوهرلال پنډت نه دې . دا زما دمذهب په ضد خبره ده . او زه یی هیڅکله هم نه منم . که پخوا په دې لاره نه تلم نو اوس به پرې هرو مرو ورځم .که چیرې مونږ سلامت تیر شو نو دخلکو دا عقیده به له منځه ولاړه شي او که چیرې هغه زمري یا زمرۍ پر مونږ حمله وکړه نوزه به هغه ووژنم او دا به ثابته کړم چې هغه دځنګله عام ځناور دي . دا به دوه ګټې ولري ، لمړۍ دا چې هغو خلکو چې په خپلو زړونو کې یی دا غلطه عقیده ځاي کړې ده ، هغه به ترې لاړه شي ، دویم داچې دلته به په خلکو کې دمذهب ریښتونوالې راپیدا شي . بس ته زمونږ سره یوه مرسته وکړه ، دخپل کلي دکوم کس سره خبره وکړه تر څو زمونږ له پاره د غوایی ګاډي انتظام وکړي »
سیوارام څه ویل غوښتل چې په دې وخت کې د کور دروازه و ټکیده . سیوارام په پورته کیدو کې وویل : زه به یی ووینم چې په دې سهار وختي څوک راغلې دي .» حماد هم ورسره ولاړ .
کله چې سیوارام دروازه پرانستله ، ویی کتل چې هلته ابوبکر ولاړ دې . سیوارام ورته په ډیره خوشحالۍ سره وویل : « راځه راځه ، حکیم صیب .»
ابوبکر دحماد په لور لاس ور واږود کړ او روغبړ یی ورسره وکړ او ورته یی وویل : چې پرون مې له تاسره دخبرو په دوران کې دومره اغیز اخستې و چې بیګاه ټوله شپه خوب رانه غې . فکر مي کاوه چې کله به سهار کیږي تر څو ستا په څیر د یوه ستر بچي سره ووینم . ما ددوایانو کڅوړه هم له ځانه سره راوړې ده . فکر مې وکړ چې له تاسره دکتلو تر څنګ به ستا د ملګري پټۍ هم بدلې کړم . ایا هغه را ویښ شوې دې ؟ »
حماد دپشپال دکمرې په لور ور روان شو او ورته یی وویل : « راځه ، له ما سره راځه ، پوره وخت وشو چې رابیداره شوې دې »
ابوبکر د حماد سره یو ځاي هغه کمري ته ورننوت ، هلته رتنا په خپل کټ ناسته وه ، دابوبکر دکتلو سره سم پشپال خپل سر را پورته کړ دهغه ښه راغلاست یی وکړ اوبیا یی په ډیره همدردۍ سره دهغه په لور وکتل . ابوبکر دهغه پخوانۍ پټۍ را پرانیستې ، دهغه زخمونه یی په مختلفو پوډرو پریمینځل اوبیا یی دهغه زخمونه په ملهمو ډک کړل اوپټۍ یی پرې و تړلې ، تر دې وخته پورې وینا هم د پخلنځي څخه را غلې وه او ولاړه وه. ابوبکر خپله کڅوړه را واخسته اودحماد په لور یی وکتل او ورته یی وویل :
« ته له ماسره ولاړ شه ، زه دې له ځانه سره د بوتلو ته راغلې یم . د شپې مې په کور کې ستا دراتلو وینا وکړه ، زما دکور لوې او واړه ټول غواړی تا وویني او ماته یی وویل چې هرو مرو دې له ځآنه سره راوړم .»
وینا ورته د خبرو په منځ کې ورټوپ کړ او ورته یی وویل : « حکیم صیب ! سهارنۍ تیاره ده ، هغه وخورئ ،بیا یې بې شکه له ځانه سره یوسه. »
ابوبکر ورته په اصرار کولو سره وویل : « هلته هغوې هم دده سره یو ځآي د ډوډۍ خوړلو انتظار کوي »
وینا یی خبره ونه منله .« نه حکیم صیب ! اوس خو به سهارنۍ همدلته وي ،ته یی هم ددوې سره یو ځاي وخوره بیا ورځئ ، زه یی همدا اوس بې له ځنډه راوړم .»
وینا بیرون را وتلله او بې له ځنډه ډیره ژر راستنه شوه . خوراک څښاک شیان یی هم له ځانه سره راوړل اوددوې مخې ته یی کیښوول . حماد ، ابوبکر ، سیوارام ، اوپشپال ټولو یو ځاې ډوډۍ وخوړه . ابوبکر درتنا په لور اشاره وکړه او ویی ویل :
«دې لور ته به مو هم د خوراک ویلي وې ، تاسو دهغې سره داسې سلوک کوئ ، چې ګویا دهغې سره هیڅ ډول اړیکې نه لرئ …»
پخوا له دې چې بل څوک څه ووایی ، پخپله پشپال دخپلې خور په لور وکتل او په طنز سره یی وویل : هغې دخبرو دنه کولو قسم خوړلې دې ، دا به خپل ځاې ته درسیدو سره سم خپله خوله خلاصوي » ټولو په پوره خاموشۍ سره ډوډۍ وخوړله .
کله چې وینا خالي لوښې پورته کړل او روانه شوه نو حماد ابوبکر ته وویل : « زه درته یو تکلیف درکول غواړم »
ابوبکر ورته په خندانه لهجه وویل : « ستا له اړخه تکلیف به ماته راحت اوډیر ستر سعادت وي . ووایه څه امر دې چې په ځاي یی کړم »
« له چا سره خبره وکړه چې زمونږ له پاره د یوه غوایی ګاډي انتظام وکړي . زما ملګري اراده کړي چې نن ماښام ددې ځایه کوچ وکړي خو دهغه حالات داسې دي چې په ریښتیا هم په دې توپانې باران کې باید له دې ځایه ولاړ شي »
ابوبکر حماد ته ډاډ ورکړ او ورته یی وویل : « غوایی ګاډي والا خو به د یوه په ځاي څو کسان تیار شي ، ته غم مه کوه .»
حماد ورته وویل : « داسې کوم غوایی ګاډي وي چې ته پرې باور ولرې . چې د کوم چا دپوښتنې په وخت کې ورته ووایی چې مونږ دبهیم سیم په ځآې نګرکوټ ته روان یو .»
ابوبکر دخپأه ځایه راپورته شو او ویی ویل : « راپورته شه او له ماسره راځه ،دلته زما یودوست او ډیر معتبر اوباوري ګاډۍ چلوونکې شته، ته راشه اودهغه سره په خپله خبره وکړه ، زه هیلمن یم چې د هغه سره په خبروکولو به خوشحاله شې »
حماد هم راپورته شو اودواړه په هغه سخت وریدونکې باران کې بیرون ولاړل ، ابوبکر چې د باران څخه دخوندي پاته کیدو له پاره د څرمنې کوم څآدر له ځانه سره راوړې اوپه ځان یی اچولې و ، اوس یی دهغې څادر نیمایی حماد ته په سر ور واچوله ، دواړه په خبرو خبرو کې هغې کوڅې ته را ورسیدل چې دبازار په لور ور ګرځیدله .
یوې محلې ته د ورننوتلو سره سم ابوبکر حماد ته وویل « دا محله ټوله دمسلمانانو ده ، او په کومه کوڅه کې چې همدا اوس مونږ روان یو ددې په ښيي لورې کې زما کور هم پروت دې .»
حماد ترې په پلټونکې توګه وپوښتل : « په دې کلي کې به دمسلمانانو څومره کورونه شتون ولري ؟»
ابوبکر ورته په فخر سره وویل :« پوره کورونه شته »
«ایا دمسلمانیدو نه مخته …….» ابوبکر یی خبره په خوله کې واخسته او ویی ویل :
«مونږ ټول شودر وو . دمحمود غزنوي د توپانې حملو په وخت کې دمسلمانو کورنیو نیکونه او پلرونه مسلمانان شوي وو . اوس په دې کلي کې زمونږ د هم مذهبو شمیره پوره زیاته شوې ده .»
حماد په ځواب کې څه ویل غوښتل چې په دې وخت کې دوې د یوه کور مخې ته تم شول . ابوبکر دروازه و ټکوله اوپه لوړ اواز یی وویل « اسماعیله ….اسماعیله !»
لږه شیبه کې یو ښایسته لوړ ځوان دروازه پرانیسته ، هغه ډیر ښه کالي اغوستې و او په سریی لونګۍ هم ښایسته او ښکلې وه .دابوبکر په کتلو سره یی د ډیر عزت او درنښت نه کار واخست او ویی ویل :
«حکیم صیب ! ته بیرون ولې ولاړ یی ، دننه راځه . »بیا یی دحماد په لور اشاره وکړه او ویی پوښتل چې « دا څوک دې ؟»
ابوبکر دحماد په لور په اشارې کولو سره وویل : « هو! له ده سره اشنا شه ، دا مسلمان او زمونږ مذهبي ورور دې .حماد نومیږي او دکوم مهم کار له پاره د نیشاپور څخه دلته راغلې دې . یاد ساته چې دا مهم کار هسې دې چې په هغې کې ستا او زما دملت او مذهب دواړو خیر او ښیګڼه پټه ده .ته به نن شپه دوې په خپل غوايی ګادي کې دبهیم سیمي کلي ته رسوي . که چیرې دې ځانته وې نو تر اوسه به وختي په خپل آس سپور هغه لورې ته خوځیدلې و . خو له ده سره دوه کسه نور ملګري هم شته ، چې یویی نارینه اوبل یی ښځینه ده . نارینه ډیر سخت زخمی شوې دې . زه دهغې د زخمونو علاج معلاجه کوم . دهمغه زخمي په خاطر دوې په غوایی ګاډي کې تلل غواړي ، ځکه په باران کې به دسفر کولو له امله دهغه زخمونو ته نور هم زیان ورسیږي .
اسماعیل سینه تانده کړه او ویی ویل : « حکیم صیب ! دا خو زما مسلمان ورور دې ، بهیم سیم خو پریږده چې د هستناپور (دهلي ) په لور تلل هم وغواړی بیا به یی هم هلته ور ورسوم . …»
حماد ورته په منځ کې راټوپ کړ او ورته یی وویلې : « که چیرې زه درڅخه وغواړم چې غوایی ګاډې د سرسوتې ددریاب په غاړه غاړه په ښکته لورې بوځه نو ته خو به انکار نه کوې ….؟»
اسماعیل لږ څه تم شو اوبیا یی په تړتړه ژبه وویل : « دهغې پخوانۍ مصیبت وهلي مندر په لاره … چیرې چې هیڅوک سلامت نه شي وتلاې ……»
حماد یی ایمانې جذبه را وپاروله او ورته یی وویلې :« ایا ته هم د هندوانو په څیر په دې باور یی چې په هغه مندر کې چې کوم زمرې اوسیږي هغه پنډت منوهرلال دې چې دویم ځلي په دې بڼه را ژوندې شوې دې ، ایا تاسو په داسې حال کې چې مسلمانان یاست هم په داسې ګمراه کونکو عقیدو ککړ شوي یاست ؟»
اسماعیل خپل څټ د نفي په توګه وخوځاوو، او ویی ویل : «نه ، نه ، هیڅکله هم نه ، زمونږ په مذهب دغه ډول ګمراه کونکي عقیدو ته ځآي نه شته . »
حماد ورمخته شو او د اسماعیل په اوږو یی د محبت او مینې لاس کیښود او ورته یی وویل : « نو واوره ! چې زه په همدې لاره ځم او غواړم چې د هندوانو دا عقیده غلطه ثابته کړم . که چیرې مونږ په سلامتۍ سره دهغه ځایه تیر شو نو بیا به هم دهغوې دغه عقیده زیانمنه شي ، او اسماعیله دا هم واوره چې که چیرې هغې نر یا ښځې زمري پرمونږ حمله وکړه نو زه درته ډاډ درکوم چې زه به هغوې پخوا له دې چې تاته اویا ستا غوایانو ته زیان د ورسوي له منځه یوسم . »
اسماعیل یو ځل بیا خپله سینه تانده کړه او ویی ویل : « ته په دې اړه اندیښنه مه کوه . زه به له تاسره یو ځاي دهندوانو په دې عقیدې دروند ګذار وکړم . زه له تاسره دهمدې مندر په لارې سفرکولو ته تیار یم . »
اوس نو حماد ډاډمن معلومیده . یو ځل بیا یی داسماعیل څخه وپوښتل : « ایا ستا د ګاډی وروستۍ برخه چت لري ؟»
اسماعیل ورته په خندا شو او ورته یی وویل : « اندیښنه مه کوه زه به داسې انتظام وکړم چې د باران اوبه دننه را نه شی . »
داځل ابوبکر اسماعیل ته وویل : « نو بیا نن دماښام دلمانځه وروسته خپل غوايی ګاډې د سیوارام کورته را وړه»
اسماعیل ترې په حیرانتیا سره وپوښتل چې : « کوم سیوارام …. ایاهغه زوړ خو نه دې چې لور یی وینا زمونږ د مسلمانانو په کورونو کې کار کوي ؟ »
ابوبکر دهغه د خبرې سره خپله خبره یو ځاي کړه او ورته یی وویل : « هو ! همغه – اوس نومونږ ته اجازه راکړه . مونږ له دې ځآیه ځو. زه حماد له ځانه سره کورته بوځم . اوکه نه ستاسو په کور کې به هرو مرو لږ څه ناست وو »
ابوبکر او حماد د اسماعیل سره مصافحه وکړه او دهغه ځآیه روان شول .
کله چې ابوبکر دکوڅي ښيي لورې ته وګرځید نو حماد ترې وپوښتل : « ایا وینا دخلکو په کورونو کې کار کوي ؟ »
ابوبکر ورته په ډیره همدردۍ سره وویل : « هو ! دهغې بې چاره خو څوک د ګټلو نه شته ، په دې خاطر هغه دمسلمانانو په کورونو کې د پاکۍ او نظافت کارونه کوي . او دخپل ځان او خپل باپو د ژوند دتأمین له پاره هلې ځلی کوي .»
حماد ددې خبرې په اوریدو دروند شانته شو . بیا یی دخبرې مخ بدل کړ او ویی ویل : « ما دلته یو څه نور هم محسوس کړل چې دهندوانو اومسلمانانو په ژبو او خبروکې توپير شته .»
ابوبکر ورته په خوشحالۍ سره وویل : «ستا خبره سهي ده ، په حقیقت کې زمونږ پلرونو اونیکونو د ترکانو په لاسو اسلام منلې دې ، هغوې څه موده زمونږ په کورنوکې اوسیدل .په دې خاطر زمونږ خبرې اترې دهغوې دژبې څخه اغیزمنې شوي دي .»
حماد نور څه و نه ویل : ځکه چې ابوبکر اوس دخپل کور دروازه و رټکوله .لږه شیبه وروسته یو ځوان دروازه پرانیسته اوابوبکر اوحماد دواړو ته یی ددننه د راتلو بلنه ورکړه . هغوې یی کوټې ته یوړل چې دروازه یی پرانیستې وه او د خپل شکل اوبڼې نه یو میلمستون معلومیده . د لږ ځنډ وروسته دوه ځوانان راننوتل او دحماد سره یی خپله پیژندګلوي وکړه . ابوبکر حماد ته مخ کړ او ورته یی وویل :
« داټول زما زامن دي . بیا دوې ټول په میلمستون کې کیناستل او یوځاې یی دخپل مذهب اوخپلې عقیدې په اړه خبرې اترې پیل کړې .»
نور په يوولسمه برخه کي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه