کور / هراړخیز / د نيشاپور شاهين ۹

د نيشاپور شاهين ۹

سلطان شهاب الدین دخپلو لښکرو سره یو ځآې د اموددریاب (دجیحون ددریاب )غاړه پریښوده لمړۍ دمشهد په لور ولاړ ، بیا دهغه ځآیه دهرات په لور وخوځید ، ناصرالدین یی دخپلو لښکرو سره هملته دهرات په ښار کې پریښود او هلته د یوې شپې دتم کیدونه وروسته خپله برخه لښکر یی له ځانه سره راواخست او د جنوب شرق په لور روان شو ، لمړۍ دهلمند ددریاب څخه تیر شو (دهلمند دریاب دکابل دغرنیو سیمو څخه پیلیږي او دجنوب په لور بهیږي ، دا دریاب د خش ددشتې تر څنګ تیریږي او د ایران د سیستان ولایت خړوبه کوي .)
بیا د ارغنداب ددریاب څخه تیرشو ( دا دریاب دغزني د شاوخوا سیمو څخه پیلیږي او دقندهار څخه څو مایله ټیټ دهلمند ددریاب سره یو ځآې کیږي .) او په دې توګه خپل سلطنت غزني ته را ننوت .
حماد د امو ددریاب په غاړه غاړه دشرق په لور سفر کوو ، د یخنۍ د واورو او بارانونو د پروا کولو پرته یی خپل سفر جاري ساته .دترمز څخه را تیر شو او د کندوز سیمي ته را ورسید ، دلته د امو ددریاب یو معاون خپل مخ د جنوب لورې ته بدلوي په دې خاطر هغه د دریاب په غاړه غاړه د جنوب په لور روان شو او دبغلان کوهستانی ښار ته راننوت (بغلان ، په شمالي افغانستان کې یو مشهور ښار دې ، ددې ښار چار چاپیر اوږده غرنۍ لړۍ دامو ددریاب د یوه معاون دریاب سرچینه ګڼل کیږی ). دلته یی یوه شپه او یوه ورځ ارام وکړ اودخپل ځان له پاره یی د خوراک څښاک شیان وپيرل اوبیرته د شرق په لوریی خپل منزل ته دوام ورکړ .
د دیر اوسیدو دسیمو تر منځ هغه د هندوکش دکوهستانې سیمي ستره څوکه ووهله او د باجوړ سیمي ته راورسید(دا سیمه د سوات او دکابل ددریاب تر منځ منځنۍ سیمه ده ). اوس نو دهغه تر مخه د کوهستانې لړیو لوړه سیمه پرته وه ، تر څنګ یی په ځینو ځایو کې په مایلو مایلو پراخه دشتې او میدانونه تر سترګو کیدل . په دې خاطر هغه په ډیره چټکتیا سره خپله مخه وهله ، خو د نیلاب ددریاب غاړي ته د را رسیدو سره سم تم شو ( دسند دریاب پخواني نوم دې ) .
دیخنې دموسمي بارانونو په واسطه د نیلاب دریاب سیلابونو توپانې کړې و . هلته تر لرې لرې واټن پورې کوم پُل هم نه تر سترګو کیده،ترڅو پرې ددریاب څخه بلې لورې ته تیر شي ، ددې نه علاوه ددریاب په غاړه ، کوم ځاې چې هغه تم شوې و ګڼ ځنګلونه وو ، او ډیر زیات تم کیدل ورته د خطر اوګواښ نه خالي نه و . په دې خاطر یی ددې توپانې دریاب څخه د تیریدو پریکړه وکړه .
حماد د آس د زین سره تړلې رسۍ راپرانسته ،او غوټي غوټي یی کړه . د رسۍ یو سر یی ددریاب د غاړې دیوې تیږی سره وتړه اوبل سر یی دخپله ځانه پورې و تړه . بیرته خپل آس ته راغې او د خورجین څخه یی خپله اوسپنیزه پنجه را وویستله او د آس د زین څخه یی یوه رسۍ راپرانسته او دپنجې دلاندې برخې د یوې ګوتې سره یی وتړله ،بیا ددریاب غاړې ته راغې او ودرید. اوخپله اوسپنیزه پنجه یی په پوره قوت سره و څرخوله او ددریاب منځته یی ور واچوله اوبیا یی کرار کرار دخپل ځآن لورې ته راښکوده ، اوسپنیزه پنجه ددریاب په منځ کې د تیږو تر منځ کلکه ونښته .
حماد رسۍ په پوره قوت سره راښکوده او د پنجې نښتل یی په خپل ځواک سره و ازمایل . بیا د نیلاب ددریاب څپو ته ورننوت او د اوسپنیزې پنجې سره دتړلۍ رسۍ په مرسته هغې تیږي ته ورسید چې د اوسپنې پنجه په کې نښتې وه . دهغې تیږې څخه یی دخپلې اوسپنیزې پنجې د خلاصون وروسته یی دا پنجه یو ځل بیا دپخوا په څیر په پوره قوت سره و څرخوله او ددریاب په منځ کې یی ور ویشته . دوه درې ځلي یی رسۍ د مختلفو خواو څخه کش را کش کړه او په یوې بلې تیږه کې د پنجې په ورنښلولو بریالي شو . په دې توګه دخپلې اوسپنیزې پنجې په مرسته هغه کرار کرار د دریاب د توپانې څپو څخه دهغې بلې غاړې ته ور نژدې شو .
هلته یی یو ځل بیا همغسې خپله اوسپنیزه پنجه استعمال کړه، حماد د رسۍ په مرسته ددریاب څخه ووت او دریاب غاړې ته ور وخوت . تر ټولو لمړۍ یی خپله پنجه له رسۍ پرانیسته ، اوهغه یی دملا پورې و تړله ، بیا یی د ملا پورې تړلې رسۍ دیوې ونې سره و تړله . اوس ددې د اوږدې رسۍ یو سر ددریاب دهغې غاړې د تیږې سره تړل شوې و او دې غاړې ته هم د یوې مضبوطې ونې د ډډ سره تړل شوې و اوپه دې توګه رسۍ ددریاب ددې غاړې څخه تر بلې غاړې پورې په پوره توګه غوځیدلې وه .
حماد د پنجې رسۍ راپرانسته او دخپلې ملا پورې یی و تړله ، او د تړل شوې رسۍ په مرسته هغه ددریاب هغه بلې غاړې ته بیرته را ستون شو . هلته یی آس تړلې و. دتیږې سره تړلۍ رسۍ یی راپرانسته اودخپل آس د زین سره یی و تړله اوبیا په آس سپور شو او آس یی دریاب ته ور وغورځاوه . څرنګه چې آس د رسۍ سره تړلې و ، په دې اساس په اسانۍ سره ددریاب په تیزو څپو کې په چټکۍ سره ددریاب بلې غاړې ته ورسید. او ددریاب په غاړه را پورته شو . هلته د ور رسیدو سره سم هغه درسۍ هغه بله خوا هم د ونې څخه راپرانسته اوبیرته یی د زین سره وتړله . دپنجې په ګډون یی دهغې رسۍ او نور شیان ټول بیرته د زین سره وتړل اوپه خپل اوږود سفر روان شو .
د ټانګاپربت د غرونو (ددې غره څوکه ۲۶۶۶۰فټه لوړه ده ) سترې او اوږدې کوهستانې لړۍ یی یو په بل پسې شاته پریښودې اوپه لاره کې د ډیر کم تم کیدو وروسته مخته ولاړ او د ولردجهیل ( دا جهیل د ټانګاپربت او سرینګر په منځ کې پروت دې ، ) څخه د تیریدو وروسته یی خپل مخ د جنوب شرق لورې ته واړاوو . او پیرپنجال ( د سرینګر په شمال غرب کې پروت دې )او جهیل دل ( د سرینګر په شمال شرق کې پروت دې ) څخه په تیریدو سره په توپانې شکل مخته روان و. په لاره کې یی د پهټ او چناب دریابونه دخپلې اوسپنیزې پنجې په مرسته همغسې ووهل لکه څنګه یی چې دنیلاب دریاب وهلې و . اوس نو هغه د چمپا له لارې مدهیاپردیش ته ورننوتې و. بیا یی ددې ځایه د جنوب په لور حرکت وکړ او د کوهستانو څخه په تیریدو سره د سرسوتي ددریاب په لور ور وغوځید. هلته یی د سلطان شهاب الدین د لارښوونو سره سم لمړۍ د بهیم سین کلي ته ولاړ تر څو بدري ناتهـ سره وویني ، ددې سړي نوم ابوالفتح و او دسلطان له پاره یی جاسوسی کوله .
یوه ورځ د ماسپښین نه لږ څه مخته په داسې حال کې چې د سرسوتي ددریاب په لور دکوهستانې لړۍ تر منځ د بهیم سین دکلي په لور په ګړندۍ توګه ور روان و،یو ناڅاپه د خپل آس په درولو مجبور کړل شو . دلته کوهستاني لړیو په لوړو ژورو کې د یوه انسان چیغې واوریدل شوې . داسې چغې لکه یو انسان چې د ګاډۍ د غوایی په څیر حلالوي .
حماد هلته تم شو او په فکر کې ډوب . دغه د اندیښنو او عواقبو نه ډک ، ویروونکې او غمژنونکې اواز یی یو ځل بیا په غوږو شو . حماد خپل آس همغې لورې ته ور و ګرځاوه او دهغې په ځغاسته یی پیل وکړ . خو آس هملته و درید اوخپلې پښې یی هوا ته پورته کولې خو هغه لورې ته دتللو نه یی معذرت غوښت . په دې وخت کې یو ځل بیا هغه زړه داغونکې اواز واوریدل شو اوبیا کرار کرار داسې ډوب شو لکه په چا چې ستومانتیا او او خوب غلبه کړي وي . اویا دهغه مرغه په څیر چې دخپلې جالې په لټون کې سرګردانه او ستومانه شوي او چیري پریوتې وي.
حماد دخپل آس څټ و ټپاوه اوپه محبت یی ورته وویل : بې زړه کیږه مه ، حوصله وساته . مضبوط اوسه او ویره مه کوه . کیدې شې په دغه اجنبي زمکه باندی دا زما اوستا لمړنۍ ازمیښت وي .
حماد د همغه اواز په لور خپل آس ور وځغلاوه ،لږه شیبه وروسته یی یو ځل بیا خپل آس و دراوه . او سمدلاسه یی د آسه را ټوپ کړ. په دې وادي کې دهغه تر مخه د یوه ځوان په وینو ککړ لاش پروت و . حماد ورمخته شو او ویی کتل ، هغه یو ډیر توانمند او د ښه شکل هندوځوان و ، حماس یی ساه وکتله ، هغه لا ژوندې و . کیدې شي چې هغه به بې هوشه شوې و ، په ډیره ستونزمنه توګه یی ساه اخسته .
حماد خپل آس ته راغې د زین څخه یی د ابو پتک پرانست او لږې لږې اوبه یی دهغه ځوان په وجود ور وشیندلې . اوبیا هملته و درید تر څو دخپل کار عکس العمل وویني . څو ساعته وروسته هغه ځوان سترګې پرانیستې اودحماد په لور دکتلو سره سم یی وویل :
(اې منش « انسانه » ته څوک یی ؟ …. د څهرې اوکالیو څخه مسلمان معلومیږي….»
حماد یی خبره ور پرې کړه او ورته یی وویل : « لمړۍ ته ووایه چې څوک یی ، او ولي په داسې حالت کې ککړ شوې یی ؟ ..»
هغه په چغو سره وویل چې : « نوم مي پشپال دې … دخپلې خور سره مې د نګر ګوټ په لور تللم ، خو زمونږ دښمنانو زمونږ لاره څارله او پرمونږ یی حمله وکړه . هغوې زما خور له مانه یوړه …. هغوې زه مړ و ګڼلم او را څخه ولاړل ….ته زما له پاره دیوتا وګرځیدلې، زه تاته ستا دخداې او ستا د رسول صلې الله علیه وسلم واسطه کوم او هیله درڅخه لرم چې زما دخور عزت را ته وساته …»
پشپال خاموشه شو . کیدې شي یو ځل بیا بی هوشه شوې وې ، حماد وکتل چې په کوم ځاې کې چې پشپال پروت و هلته د آسونو د پښو نښې نښانې هم موجودې وې ، حماد ور ټیټ شو اوپه ډیر غور سره یی دهغې قدمونو جایزه واخسته . په دې وخت کې یو ځل بیا دپشپال اواز دهغه غوږو سره ټکر وکړ .
«ته خو ماته د قوارې او وجود څخه ډیر توانمند اوتنومند انسان ښکارې ، په ډاډمنه توګه به ته دهغوې څخه زما خور را خلاصه کړې . کیدې شې چې زه تر ډیره ژوندې پاته نه شم . خو زه درته د خپلې خور نښې نښانې وایم . هغه د لوړ قد خاونده اوښایسته پیغله ده . دهمغې ښایستوالې دهغې اوزما دواړو له پاره مصیبت ګرځیدلې دې، ګوره دیوتا ! دهغې په تندې ټیکه ، په لاسو کې یی بنګړي ، په غاړه یی غاړه کۍ ، په غوږو کې یی غوږوالۍ ، او …..
حماد یی خبره پرې کړه او ورته یی وویل : « زه به لمړۍ ستا ژوند خوندی کړم بیا به دې دخور د راخلاصون هڅې کوم . ته اندیښنه مه کوه ، ما دهغوې د آسونو د قدمونو څارنه کړې اوس که هغوې د زمکې منځ ته ور کوز هم شی بیا به یی هم زه د لټون څخه لاس و انخلم . »
پشپال په لړزیدلي اواز وویل : « زما فکر مه کوه ، زه اوس ډیر دپاتې نه یم . ولاړ شه او زما خور دهغوې څخه خوندي کړه ، اوکه نه هغه خلک به یی ……»
پشپال یو ځل بیا خاموشه شو ، ځکه یو ځل بیا هغه بې هوشه شوې و . حماد سمدلاسه حرکت وکړ ……دخپلې خرجین څخه یی دملهمو اوپټیو سامان را وویست ، لمړۍ یی دهغه په ټولو زخمونو دوا ولګوله ، اوپټي یی پرې وتړلې ،بیایی پشپان را پورته کړ اوپه خپل آس یی کیناوه ، پخپله هم سپور شو اوهغې لورې ته ولاړ چیرې چې د آسونو د قدمونو نښې نښانې معلومیدې .
پنځه مایله واټن به یی وهلې و چې پشپال بیا په هوش کې راغې ، اودحماد څخه یی اوبه وغوښتې .دحماد مشکیزه (پتک ) خالي شوې و، د اوبو د لټون له پاره یی دخپل آس په تلو کې نوره هم چټکتیا راوسته . نژدي یونیم میل واټن وهلو وروسته یی د یوه مندر طلايي مناره وکتله ، په دې خاطر یی خپل آس همغې لورې ته ور وګرځاوه .
لږه شیبه وروسته هغه د یوه ستر مندر تر مخه ولاړ و . د غرونو په لمن کې جوړشوې دا مندر ډیر پراخه او دښه عمارت خاوند و. تر مخه یی د اوبو یو ستر ډنډ و ، په غاړو کې یی کوچنۍ لارې وې ، دمندر سره څنګ کې یو بل عمارت ولاړ و چې کیدې شی هغه د پنډتاتو داوسیدو ځای و . دتالاب په غاړه یو پنډت ناست و ، حماد دهغه سره نژدې دخپله آسه را کیوت ، کله یی چې خپل پتک واخست او د حوض په لور ور روان شو نوپشپال ورته په زګیروي شکله اواز وویل :
«دیوتا! زه ستومانه شوې یم ، ماهم له آسه ښکته کړه ، تر څو لږ څه ارام وکړم ..»
حماد هغه په دواړو لاسو ونیو اولاندې یی راښکته کړ . اودیوې تیږي دپاسه یی کیناوه. هغه دوباره خپل پتک راواخست او د حوض غاړې ته راغې او هڅه یی وکړه تر څو یی د اوبو ډک کړي، یو ناڅاپه پرې د حوض په غاړه دناست پنډت سترګې ونښتې او پرې نارې یی کړې چې :
«اې ځناوره ! صبر وکړه ، ولي ټول ډنډ مرداروې ، » حماد یی په لور هیڅ توجه و نه کړه او دخپل پتک ډکولو ته یی دوام ورکړ . پنډت د غصې او قهر نه خوټیدلې راپورته شو او نژدې راغې او حماد یی دپښې په زنګون باندې په سختۍ سره وواهه او ورته یی وویل :
« ته څوک یی مرداره ! ته نه پوهیږې چې دا حوض یواځي او یواځي دپنډتانو له پاره دې »
پخوا ددې چې حماد څه ووایی ، پشپال پرې دقهر اوغصي نه ډک اواز کې وویل : « مهاراجه ! ولی دلارې د ډنډ له پاره جګړه کوې …»
حماد خپل پتک داوبو ډک کړ او راپورته شو او هغه پنډت ته یی په قهرجنو سترګو وکتل . پنډت هم په قهرجن او لړزیدلي اواز وویل :
(اې ذلیله انسانه ! ماته مسلمان ښکارې ، تا څه فکر کړې ؟ زه به درته ددې ګناه په مقابل کې سخته سزا درکړم »
پشپال په داسې حال کې چې دپنډت د کنترولو هلي ځلي یی کولې وویل : « ستاکار خو امن ته وده ورکول دي . مهاراجه ! دهر انسان روح او فکر یو شان اوسي ، توپیر یواځي په عبادت او یوګ کې راپیدا کیږی. همدغه شیان دې چې یو انسان دبل څخه جداکوي ، ددې نه اخوا هر انساني بیلتون هسې دوکه اوفریب دې »
پنډت د غوایی په څیر تاو راتاو شو اوپشپال ته یی وویل : « نجسه ! ته خو هندو یی ، تا هم خپل هندویت له لاسه ورکړې ، ایا ته هم دمندر د اصولو په خلاف روان یی ؟ »
اوس نو دحماد غصه اخر ته رسیدلي وه ، په یوه درز سره یی خپله ځلیدلي توره راویستله ، اوپه ډیر قهر سره یی وویل :
« ته څه څنګه پنډت یی ، چې دانسانیت بوې هم نه لرې . ایا ستا مذهب تاته همدا در ښیي چې دکوم اړمند اړتیاوې مه پوره کوه . یو تیږې پریږده چې ومري ، خو اوبه مه ورکوه . زه به دې اوس دا هر څه دخاورو سره خاورې کړم .ایا نه پوهیږې چې الله تعالي دغه ټول شیان دانسانانو د ګټو له پاره پیدا کړې او ټول انسانان ترې یو شان ګټه اخستلې شي . اې ګنهګاره انسانه ! ته نه ویني چې داوبود نم ، داور دځلیدا، د لمر دګرمۍ ، اودهوا دلمسولو څخه هر انسان دخپلې خوښې په مطابق ګټه اخلي .بیا تاسو پنډتانو دا حق چا ورکړې چې ښکته اوپورته طبقات پیدا کړئ ،حماد په خپلو شونډو باندی ژبه راښکوده او ویی ویل :
« دا ګنګا، جمنا، دجله ، سرسوتي ، سرجو …..راوي ، نیلاب …دریابونه دانسانانو له پاره د عظیم او ستر خداې له اړخه تحفې دي . تاسو پنډتانو هسې په هسې خپل هندو قوم په څلور ډلو ویشلې ، (پنډت منو په خپل کتاب هرم شاستر کې هندوان په څلورو طبقو ویشلي : براهمن ، کشتري ، ویش او شودر. دهغه د وینا له مخې برهمنې زوې جنتي وي ، دریاضت له پاره کشترانیا جنتي دي ځکه چې هغوې د جنګ په میدان کې تر مرګه پورې جنګیږي . ویشاني جنتیان دي ځکه چې هغوې حیوانات څروي او ساتي یی . او د شودرو بچیان به ددې پورته درې ډلو خدمت کوي . » ایا ته اچهوتان مردار او کثیف ګڼي ، هغوې انسانان نه دی ، ….ان تر دې چې تاسو یی د ګنګا دریاب ته هم نژدې نه ور پریږدئ . ګنګا خو دچا ملکیت نه دې ، هغه یو دریاب دې چې هر انسان ترې دخپل ضرورت په اندازه ګټه اخستلې شي …»
حماد خپله توره په هوا کې خوځوله او مخته راغې اوپه ډیره غصه یی پنډت ته وویل : « خپل کوم دیوتا یا بګوان را یاد کړه ځکه چې زما توره به دې اوس دوه نیمه کړي »
پنډت د سرنه تر پښو پورې په لړزان و. د یخنۍ سره سره دهغه وجود دخولو نه ډک شو . په دې وخت کې پشپال حماد ته راغږ کړ چې : « دیوتا! ګناه د انسان څخه کیږي ، …. ددې څخه هم خطا شوې ده ، غصه د ګناه جرړه ده . لرې یی وغورځوه ،تو یی کړه اودې بیچاره ته بښنه وکړه …»
هغه پنډت ناڅاپه رامخته شواو دحماد په پښو کې ور وغورځید . راجن (راجه) ته په ریښتیا هم دیوتایی ….ماته بښنه وکړه ، ….اوس به کله هم داسې خطا نه کوم »
دحماد په شونډو خندا راغله ، کیدې شي چې هغه به هغه پنډت هسې ویراوه . هغه یی په ورانه وواهه او ورته یی وویل : « پورته شه او زما دخبرې ځواب راکړه . یاد ساته که درواغ دې وویل نو څټ به دې همدلته پرې کړم .»
پنډت ورته په لړزانده اواز وویل :« ووایه مهاراجه ! »
حماد ورته په سختې لهجې وویل : « ایا ددې ځایه دې داسې تلونکي څلور کسه سپاره کتلې چې یوه پیغله یی هم له ځانه سره وړی وي »
پنډت ورته سمدلاسه وویل : « ستاسو د راتلو نه څو لحظی مخته هغوې ددې ځایه ولاړل . خو هغوې چې په کوم رفتار سره تلل که په همغه رفتار سره روان وي نو هغوې به ډیر تر ډیره یو میل واټن وهلي وي .»
حماد سمدلاسه پشپال ته ورغې ، اوبه یی ورکړې ، پنډت هم دهغوې څنګ ته راغې اودپشپال په لور یی اشاره کولو سره وویل : « شاید چې دا ډیر زخمي شوي وي ، دا ستا څه کیږی ؟ »
حماد په غور سره د پنډت په لور وکتل او ورته یی وویل : « همغسې لکه یو انسان یی چې د بل سره لري »
پنډت په اندیښمنې لهجې یو ځل بیا وپوښتل : « ته مسلمان یی ، دا هندو دې ، ستاسې ددواړو عقیده اوفکر یو دبل سره نه لګي ، بیا تاسو دواړه څه ډول ملګري شوي یاست .»
حماد په خفګان سره ورته وویل : « ایا د انسان د ذات په نسبت دهر انسان د بل انسان سره څه اړیکي نه شته » بیا حماد پشپال پورته کړ اوپه خپل آس یی کیناوه او پنډت ته یی وویل :
« ته زمونږ وخت ضایع کوې ، …ورځه اوپه مندر کې دې عبادت کوه .زه دوخت د ضایع کیدو پرته د یو چا په تعقیب پسې روان یم …»
حماد په آس سپور شو او هغه بیچاره پنډت ورته په حیرانه سترګو کتل .
حماد خپل آس مخته ځغلاوه ، په دې وخت کې دهغه مخته ناست پشپال ترې وپوښتل :
«دیوتا! تر اوسه دې را ته خپل نوم و نه ښوده ؟ »
حماد یی په اوږو لاس کیښود او ورته یی وویل : « زما نوم حماد دې ، حماد ابن خلدون »
«ایا عرب یی ؟ »
«هو!»
« دکومه ځایه راغلې یی ؟ »
« دنیشاپور څخه »
« د څه له پاره ؟ »
«تجارت کوم »
دلږ وخت د چپتیا وروسته پشپال وویل : « دحوض په غاړه دهغه پنډت سره ستا خبرو زما روح ته ارام ورکړ .»
حماد ورته په خندا وویل : « زه داسې وپوهیدم چې ته خفه او ناراضه شوې یی»
پشپال ورته په ډاډ او اطمینان سره وویل چې «که څه هم زه کشتري یم ، خو ماته د مسلمانانو تر منځ د اوسیدولو پوره وخت تر لاسه شوې ، ماته ستاسو نظریه اوعقیده ډیره محبوبه ده ، دا چې خداې هرځاې موجود دې او زوال نه لري »
حماد یی تائید وکړ او ویی ویل : « هو ! الله تعالي هر ځاې موجود دې ، اوهغه دازل څخه تر ابده پورې دې ، هغه ته فنا او زوال نه شته »
حماد یو ناڅآپه متوجه شو او په حیرانتیا سره یی وویل :« پشپاله ، مخته وګوره ،څلور کسه آس سپاره روان دي ، هغه پیژنې ، ایا هغوې خو همغه نه دی چې ته یی زخمې کړې یی او خور یی در څخه وړې ده »
دپشپال په مخ د خوشحالۍ نښې را څرګندې شوې اوپه ډیره خوشحالۍ یی وویل : « هو! دوې همغه مجرمین دي ، هغه ګوره ، تر ټولو مخکې یی زما خور له ځانه سره کینولې ده . »
حماد خپل آس نور هم تیز کړ اوهغوې ته په ور نژدې کیدو سره یی په خپل لوړ غږ وویل : « و دریږئ ! »
هغوې څلور واړه و دریدل اوپه ډیره بده یی حماد او دهغه سره سپور پشپال ته وکتل ، بیا دهغوې څخه یی یوه ، چا چې دپشپال خور له ځانه سره کینولې وه دپشپال په لور په حیرانتیا سره وکتل او ویی ویل :
« ته تر اوسه ژوندې یی ؟ …»
پشپال ورته په ډیر قهر او غضب وویل : « هو! زه د بګوان په مرسته او ددې دیوتا د په وخت د رارسیدو سره ژوندې یم . تاسو خو زه مړ وشمیرلم او راڅخه ولاړئ ، خو مرګ او ژوند د بګوان په لاسو کې دې …»
حماد د اسه راکیوت ، پشپال یی هم د آسه راکیوست اوپه یوه تیږه یی کیناوه . بیرته په خپل آس سپور شو او خپله توره او ډال یی واخستل او دهغوې مخې کې و درید او ورته یی وویل :
«د کوهستانې لړۍ په دې ځآې کې تاسو څلور واړه دخپل مرګ له پاره تیار شئ »
په ځواب کې هغوې هم خپلې تورې را وویستلې ،دپشپال خور ته موقع تر لاسه شوه او د آسه را کیوته ، ځکه هغه چا چې هغه له ځانه سره سپره کړې وه هغه خپله توره او ډال راخیستي و او دغه پیغله یی د پنجو څخه ازاده شوې وه . هغه نیغه را غله اودخپل ورور پشپال تر څنګ کیناسته .دهغه سر یی په خپله غیږ کې کیښود او پوښتنه ایګنه یی ترې وکړه .
کوم ځوان چې دپشپال خور له ځانه سره کینولې وه ، هغه خپل آس څو قدمه د حماد په لور ور نژدې کړ اوپه خپل لوړ غږ یی ورته وویل :
«بې عقله ! زمونږ په کار کې خنډونه را پیدا کوې ، زه به دې روح او جسم دواړه ټوټې ټوټې کړم او لاش به دې همدلته په دې وادي کې ښخ کړم . بدبخته ! تاته زمونږ د لارې دبندیدو هیڅ اختیار نه شته . زمونږ د لارې څخه لرې شه اوکه نه زه به په ځانته ځان ستا مقابله وکړم او ژوند به دې نشت سره مخ کړم .دلته به ستا څوک مرستندویه هم پیدا نه شي . یاد ساته . مونږ کشترېان یو او په جنګ کې د مرګ نه وروسته کشتري ته جنت ور کول کیږي »
کله چې هغه خاموشه شو نو حماد خپله درنه توره په لاس کې اړوله را اړوله، او ورته یی وویل : « رامخته شه اوپر ما حمله وکړه ، زه تاسو څلورو واړو ته په یوه ځل د جنګ بلنه درکوم . خو یاد ساتئ چې ددې کوهستاني سیمي په داخل کې له تاسو سره زما مقابله به زما دټول عمر د ریاضت ازمیښت وي ،یادساتئ : لکه څنګه چې اسپ دخپل مالک او غوایی خپل څرونکې پیژني په دې توګه زه هم د جنګ په فن پوهیږم . زه به ستاسو ټوله بدي پریمینځم او ستاسې موجونه به سر نیغ کړم . زما تر مخه به ستاسو هیڅ فریاد اوریدونکې نه وی ، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ستاسو هیڅ وار به پر ما اغیز ونه وکړي ، او زه به دې د تورې په زور د خاورو په څیر خپل مطیع اوفرمانبرداره وګرځوم او دتیارو په څیر به دې ړوند کړم . کله چې زما توره په تاسو را پریوځي نو بیا به تاسو د څرونکې د سپي په څیر احمق او ګونګیان و ګرځئ ، راشئ ، اوس پر ما باندي یرغل وکړئ تر څو زه پر تاسو باندی خپلې ټولې بدۍ پریمینځم . »
هغه یواځې ورمخته شوي ورته یو ځل بیا وویل : « ته ځانته مسلمان یی ، زمونږ دڅلورو سر ه یو ځآې مقابله کول ، زمونږ د کشتریانو سپکاوې دې . ځان ټینګ کړه ، زه درباندې حمله کوم ، اوبیا وینم چې ته د څومره توان او طاقت خاوند یی . »
حماد هم خپل آس ورمخته کړ تر دې وخته پورې هغه مقابل کس خپل اس رامخته کړې و اوپه حمادیی حمله کړې وه . خوحماد یی ګذار په خپل ډال باندی واخیست اوخپل ځان یی ترې خوندي کړ . په ځواب کې یی چې کله حماد خپل ګذار وکړ نو هغه و نه توانید د حماد د ګذار په مقابل کې تم شی ، د حماد توره دهغه د څټ تر څنګ ولګیده او دهغه ټول جسم یی څیري کړ او د آس د ملا پورې ورسیده .
په فضا کې یوه هولناکه چیغه پورته شوه . اوس نو دهغو لار وهونکو یو ملګرې دخپل آس سره یو ځآی ددې نړۍ څخه تللې و. پاته درې کسان هم دحماد تر مخې ټینګ نه شول ، حماد پرې د توپان په څیر حمله وکړه ،څرنګه چې هغوې وار د مخه دخپل ملګري دمرګ پیښه کتلې وه نوپه دې اساس حماد یی دهمدې کمزورتیا څخه ګټه واخسته اوپه څو لمحو کې یی هغوې هم د تیغه تیر کړل .
خپله توره یی وچه کړه او په نیام کې یی کیښوده او د پشپال څنګ ته راغې ، پشپال ور ته په خندا وویل : « دیوتا! ستا توان او طاقت په ریښتیا هم لامحدود دې » بیا یی دخپلې خور په لور اشاره وکړه او ویی ویل :
« دا رتنا زما خور ده » په همدې وخت کې یی خپلې خور ته وویل :
«دا حماد بن خلدون دې ، زما له پاره دیوتا ثابت شو. که دا نه و راغلې نو تر اوسه به زما روح له ماسره خداې پاماني کړې وه . اوس ما محسوس کړې ده چې زه به ژوندې پاته شم . »
رتنا راپورته شوه او دحماد تر مخه یی احترام په ځاې کړ ، بیا یوې خواته شواو خاموشه و دریده . حماد د لمړي ځل له پاره هغې ته په غور سره وکتل . هغه د تازه شودو په څیر زړه وړونکې ، او په کوم بهار کې د یواځنې ګل په څیر مړژواندې ولاړه وه . هغه دحماد تر مخه داسې ولاړه وه لکه په تیاره شپه کې چې سپوږمۍ را ختلې وي ، حماد دهغې په دغې معجزه شکله څهره کې ور ننوتې شانته و . خو سمدلاسه یی ځان سنبال کړ اود پشپال په لور دکتلو سره سم یی څه ویل غوښتل خو رتنا پرې را دمخه شوه او ورته یی وویل :
«تا چې زما د ورور سره کومه مرسته کړې ده دهغې په بدل کې خداې تا سربلنده وساتي . ستا کشتۍ دې لازواله اوسي ، او ارمانونه دې پوره شه . زه درته ډاډ درکوم چې که کله هم کوم تکلیف درته پیدا شي نو مونږ خپل مرستندویه اودوستان وګڼه ،د بګوان په مرسته به ستا هر کار پوره کړل شي . »
د رتنا اواز داسې خوږ و لکه دیخې شپې په دریمه اخري برخه کې چې د مرغابیو د افسوس ساز او اواز اوریدل کیږي . هغې دحماد په لور په کتلو سره د شرم احساس کاوه ، دهغې رنګ د کُندن په څیر ځلانده و . او دګلاب په څیر ښایسته او غټي غټي سترګې یی تر لرې لرې پورې د شرم څخه ډکې اوښتي را اوښتې .
حماد د څو لمحو پورې رتنا ته کتل بیا یی خپلې سترګې داسمان په لور واړولې اوپشپال ته یی مخ کړ او ویی ویل:
«پشپاله ، پشپاله : داسمان په لور ووینه ، وریځي څومره ګڼې او خوځنده دي ، مونږ باید ددې ځایه کوم خوندي ځاې ته ولاړ شو او که نه دیخنۍ دا باران به زمونږ له پاره مصیبت و ګرځي .»
پشپال دهغې دخبرې سره خبره یوه کړه او ویی ویل : « ستا خبره سهي ده ، خو د تللو مخکې یوه کار کوو . ته ګورې چې هغه څلور کسان چې تا ووژل دهغوې سره شپږ آسونه و. څلور دهغوې خپل و او دوه یی زمونږ دخور او ورور و . زمونږ د آسونو په خورجینو کې د ډیرزیات شمیر نقدي رقم نه علاوه قیمتي زیورات ، دخوراک څښاک شیان او د سرو زرو او سپین زروڅو لوښې پراته و .»
حماد یی خبره پرې کړه او ورته یی وویل : «ستا مقصد دادې چې لمړۍ هغه آسونه را ونیسو ، »
پشپال چې دخپلو زخمونو درد په مشکله توګه هضماوه ، ویی ویل : « ستا خبره سهي ده »
حماد کرار کرار مخته ورغې ، کرار کرار یی ټول آسونه راونیول ، او پشپال او رتنا خواته یی راوستل . لمړۍ یی د پشپال او رتنا د آسونو تر څنګ دوه نور آسونه هم دهغوې سره و تړل . اوس نو دوه آسونه پاته و ، چې په یوه یی رتنا سپره کړه او په بل یی پشپال دخپل ځان سره سپور کړ اودهغه ځایه روان شول .
لږ څه مخکې تلو سره سم هغوې د پشپال نه پوښتنه وکړه : « په دې کې څه حکمت دې چې تا څلور آسونه دخپل آس پورې و تړل او پخپله د هغو لټیرانو په اس سپور شوې »
حماد ورته په خندا کې وویل : «څرګنده ده چې زمونږ اوستاسو اسونه زمونږ سره اموخته دي ، هغوې به هرو مرو زمونږ سره را روان وي ، په دې توګه هغه دوه آسونه چې دهغوې سره تړل شوي دي هغه به د تيښتې نه ووځي ،او دغه دوه آسونه چې مونږ پرې سپاره یو ددوې د تيښتې خو پوښتنه هم نه را پیدا کیږي . »
پشپال د اطمینان ساه واخسته او ویی ویل : « ته ډیر زیات زړه ور او نیک انسان یی »
حماد د څو ساعتو د ځنډ نه وروسته ترې وپوښتل : «پشپاله : تا خو ماته و نه ویل چې کومو خلکو چې تاته زیان در رسولې و دهغوې سره دې څه ډول دښمني درلوده »
پشپال یوه سړه ساه واخسته او ویی ویل : « ما هم همدا فکر کاوه چې ته به راڅخه دا پوښتنه هرو مرو کوې ، مونږ د اجمیر اوسیدونکي یو . زما دخور ښایست زما له پاره د مصیبتونو سبب ګرځیدلې دې . دنن څخه څه موده مخته د اجمیر راجه (راې پتهورا) دخپلې مشرې لور سوئمبر لمانځه . په بدقسمتۍ سره هلته زما مور و پلار ، زه او زما خور رتنا هم شریک وو. هلته د کرم پهوټن د راجه سترګې زما په خور ورسمې شوې اوسمدستي پرې عاشق شو .د سوئمبر نه سمدلاسه وروسته هغه زما د مور وپلار سره اړیکي ونیول او درتنا سره یی د واده کولو غوښتنه وکړه . زما مور و پلار بانه جوړه کړه اودا خبره یی شاته و غورځوله او ورته یی وویل چې رتنا یی نه مني . هغوې پوهیدل چې راجه راې یو ذلیل او اوباش انسان دې ،کومه ښایسته پیغله چې خوښه کړي دهغې سره واده کوي اوکله یی چې زړه سوړ شی نو وژني یی . دهغه هوس تر دې ځایه زیات شوې دې چې د اجمیر په راجمندر کې چې کومې منجاورانې او عبادتکونکې ښځې دي دهغوې عزت ترې هم خوندي نه دې پاته شوې . هغه د ډیر لالچ له مخې زما په مور او پلار فشار راوست تر څو د رتنا سره دواده کولو هوکړه وکړي ،خو هغوې ترې په څرګندو ټکو انکار وکړ . په دې وخت کې هغه زه او رتنا د یوه دوست کور ته واستولو ، هلته مونږ په یوې تاخانې کې اوسیدو . زما مور اوپلار راجه راې ته وویل چې پشپال او رتنا چیرې تښتیدلي دي .
راجه په دې خبره ډیره قهریدلې شو اوزما مورو پلار یی دواړه ووژل اوپه ډیره بیړه یی زمونږ ددواړو د پیدا کیدو هڅې پیل کړې . لږه موده مخته زه اورتنا د اچهوتانو په کالیو کې دښار نه را ووتلو اودې لورې ته را وتيښتیدو . خو دراجه خلکو مونږ د سپيو په څیر بوې کولو او زمونږ تر شا شا را روان وو . مونږ دخپلو ځانو دخلاصون له پاره ډیره هڅه وکړه خوبریالي نه شو، هغوې زه زخمي کړم او رتنا یی راڅخه و تښتوله . مخته چې څه وشول هغه ټول تا پخپله وکتل . »
حماد ترې یو ځل بیا وپوښتل : « هغوې دکومه ځایه ستاسو تعاقب پیل کړې و ؟ »
پشپال په ستونې کې نښتې خبره را وویسته او ویی ویل : «هغوې د جمنا اوسرسوتي ددریابونو تر منځ دیوه کوهستاني کلي نه بیرون زمونږ تعقیب پیل کړې و ، او دا تعقیب دومره اوږود شو چې مونږ یی پوره ستومانه کړو . اخر هغوې پر مونږ باندې راوختل . ددې تعقیب په جریان کې مونږ خپل اصلي منزل پریښود ،ځکه مونږ غوښتل چې بهیم سین کلي ته ولاړ شو ، خو دتعقیب نه مجبور شو لاره بدله کړو . »
حماد ترې یو دم بیا وپوښتل « دبهیم سین په کلي کې د چا خوا ته تللئ ؟»
پشپال په زږیرونې غږ وویل : « هلته زما دوه ماماګان اوسیږي ، د یوه نوم بدري نات اود بل نوم لیکهراج دې »
حماد په فکرونو کې ډوب شو ځکه چې هغه هم دسلطان شهاب الدین د هدایت له مخې دبدري نات سره کتل . پشپال یو ځل بیا دخپلو خبرو له مخې هغه په فکر کې ډوب کړ .
« لیکهراج زما مشر ماما دې ، دهغه دزوې ارجن اورتنا تر منځ نکاح هم شوې ده . ارجن د هستناپور د راجه کهانډا راې په لښکرو کې جرنیل دې ، په بهیم سیم کې هم مونږ دواړه ورور او خور په احتیاط سره غواړو واوسو . ځکه دا ټوله سیمه د هستناپور ( ددهلي دښار پخواني نوم دې ) د راجه کهانډاراې په حکومت کې شامل دې . او دې د اجمیر د راجه پتهوراې سکه ورور دې . په دې خاطر مونږ ته دلته هم خطره شته . خو محبور یو ، ددې نه اخوا بل کوم ځاې هم نه لرو .
پشپال خاموشه شو ، په فضا کې نرې نرې باران هم پیل شوې و ، دوې دسرسوتي ددریاب څخه تیر شول اوس ددوې تر مخه د خامو کورونو او جونپړیو اباد یو کلې پروت و . ددې څخه بیرون په لښتیو او ویالو کې د سرسوتي ددریاب اوبه بهیدې . حماد ددې ویالو څنګ ته را ورسید اوهلته یی د یوې نجلۍ څخه وپوښتل :
« خورې ! مونږ مسافر یو ، زما دا ملګرې ډیر سخت زخمې دې ، باران وریږي . اوشپه هم را غله . ایا ستاسو په دې کلی کې به مونږ ته دسرد پټولو کوم ځاې پیدا شی ؟ کله چې باران تم شي نو مونږ به دوباره روانیږو .»
دغې نجلۍ ورته په غمژنه لهجه وویل : « زه د رزیل او ټیټ قوم لور یم ، شاید تا راته هسې په هسې دخور غږ کړې وي ، زه شودره یم اود دې کلي اوسیدونکې ټول شودر دي . په داسې حال کې چې ستا ملګری اودغه نجلۍ د کالیو څخه کهشتریان معلومیږي ،خو ته راته مسلمان ښکارې ، زمونږ په مسلک کې مونږ ته نجس اوپلیت ویل کیږي . حال داچې تا ماته دخور غږ وکړ . »
حماد دهغې حوصله ور زیاته کړه او ورته یی وویل : « زه خو هغه دهرم او مسلک نه منم چې د انسانیت عظمت او وقار و نه پیژني . زه چې په کوم مذهب ایمان لرم په هغې کې دعزت خاوند هغه څوک دې چې پر الله تعالي ایمان راوړي ، او نیک کارونه وکړي ، ددې نه علاوه زما مذهب دنورو ګروهو او عقیدو خاوندانو ته هم د عزت اودرنښت په سترګو د کتلو درس ورکوي »
پخوا له دې چې هغه پیغله ځواب ورکړي ،رتنا دغصي نه تاوه راتاوه شوه او په حماد یی ورغږ کړ اوپه ډیره کرکه او نفرت سره یی ورته وویل :
«تا ته چا دا واک درکړې چې زمونږ د عقیدې او ګروهې په خلاف خوله خلاصه کړې ،ته پخپله نجس ، ناولې ، ګنهګار او پلیت یی . هغه څه دې چې زمونږ د عقیدي او ګروهې په خلاف وویل دهغې سزا به هرو مرو وینې . دهر چا عقیده دهغې خپله ده ،یو انسان عبادت کوي ، بل انسان معبد او مندر ته ځي ، یو کلیسا ته ځي بل جومات ته . څوک د ښو خلکو په څیر نیک کارونه کوي او څوک د شیطان له ویرې د بګوان په لور پناه وړي .» رتنا تر ډیره پورې په غصې اوقهر کې اوخته را اوخته .
« ته پخپله بې شرمه یی ، دکومه وخته چې برهما دغه پیدا کړې نو دهمغه وخته زمونږ دهرم د وطن په هره برخه کې خپور شوې دې ، که چیرې ستا په خپل ځان کې کوم کمي نه وي نو زمونږ د عقیدي په غاړه چاړه مه را کاږه . خو ګوره یوه خبره یاده ساته . څوک چې پاک دي همغوې زمونږ دهرم ښه پیژني ، زه تاته څه نه وایم ، خو داسې خبره چې زمونږ ددهرم په خلاف وي د بل چا سره یی که وکړې نو ګردن به دې پرې کړل شی .»
حماد په ډیره سړه سینه رتنا ته وویل : « ته نه یی پوه شوې ، ما ستاسو ددهرم په خلاف هیڅ نه دي ویلي ، ما دهغو رسمونو اورواجونو په خلاف خبره کړې چې خلک یی په زوره په خپل دهرم کې راننباسي . اوکه نه زما مذهب هر بل مذهب ته په احترام او درنښت سره ګوري او دهمدې درس راکوي . »
رتنا یو ځل بیا په قهرجنه لهجې سره وویل : «ستا مقصد څه دې ، ایا زمونږ په دهرم کې خلکو په خپله غلطې خبرې را ننویستي ؟ واوره ….»
رتنا مجبوره شوه چې خوله بنده کړي ، ځکه پشپال چې تر اوسه یی په پوره صبر سره هر څه اوریدل په غصې اوقهر کې رتنا ته مخ کړ او ورته یی وویل :
« ذلیلي ، کمیني ! خوله ونیسه ، پوهیږي ته د چا په خلاف چاپیره یی . حماد زما محسن دې ، نوموړي ډیر نیک او نیک خویه انسان دې ، زما له پاره دیوتا دې ،هغه دیوتا چې خلک یی عبادت کوي ، ته د مذهب په تعصب کې ړنده شوې یی . که چیرې داسې کومه خبره دې چې دحماد په خلاف وې دژبې څخه را ووته نو زه به دې د بیتي په څیردغهس تیزه ژبه په بیخ کې پرې کړم . بیا پشپال خپل دواړه لاسونه جوړه کړل اودحماد په لور یی وکتل او ورته یی وویل :
«مهاراجه ! ستا په مقابل کې د خپلې خور دناروا سلوک په خاطر ستا نه بښنه غواړم . »
حماد دپشپال جوړه شوي لاسونه په خپلو لاسو کې ونیول او ورته یی وویل : « ته په دې مه غمژن کیږه ،ستا دخور خبرې ماته د زخم او ذلت سبب نه ګرځي ، که چیرې ماته په بدو سپکو ویلو دهغې زړه ته سکون پیدا کیږي نو دا زما له پاره د ثواب او نیکبختۍ سبب ګرځي ،» بیا حماد هغې بلې پیغلې ته وویل :
«خورې ! تا زما دخبرې ځواب را نه کړ . په داسې حال کې چې ته ویني چې باران هره شیبه زیاتیږي او زما دغه ملګري زخمي هم دې »
هغې نجلۍ ورته په ژړغوني اواز وویل : «مهاراجه ! تاسو اکاش یاست ، او زه دهرتي یم . ماته دوباره دخور د ویلو په خاطر ته دا خبره هیروې ،چې زه شودر یم او شودریان دخدمت له پاره پیدا کیږي . »
حماد ورته د خوږې نغمې په څیر وویل : « خپل ځان دومره ښکته مه ګڼه ، دا اسمان زما د خداې جلال اوزمکه او فضا دهغه صنعت ډاګیزوي ، ټول انسانان د ادم اولاد دې او د ادم ضمیر د حق او تعجیل څخه خلط جوړ شوې دې . دخاورو څخه په دغه جوړشوې کالبد کې لغزش او سهو اخکل شوې ده . زه یو ځل بیا تاته دخور په نامه غږ کوم » هغه پیغله په ژړا شوه ، دسترګو څخه یی د اوښکو سیلاب را روان و، حماد ترې په ډیره غمژنه لهجه وپوښتل :
« خورې ، ته خو ژاړې . که چیرې ته مونږ ته په خپل کور کې پناه نه شې راکولې نو خیر دې ، زما د خداې زمکه ډیره پراخه ده ، همغه به زمونږ له پاره هرو مرو یو نه یو پناهځاې راکړي ، »
ددې خبرې سره سم حماد خپل اس ته لغته ورکړه اومخته ولاړ ، ویی ویل : « که چیرې زما په خبرو تاته کوم تکلیف در رسیدلې وي نو زه درڅخه بښنه غواړم »
هغه پیغله په بیړه ور مخته شوه ، په یوه لاس یی په سر ایښودې منګې و نیو، او په بل لاس یی دحماد د آس واګې و نیولې او ورته یی وویل :
«صبروکړه وروره ! زه به دې هرو مرو خپل کور ته یوسم ، زما دا اوښکې دخوشحالۍ دي ، په دې دنیا اوپه دې ځاې کې هیڅوک دهیچا نه دي ، هر سړې دخپل ځان په غم کې دې ، زه ورور نه لرم ، تر ننه پورې ماته چا د خور غږ نه دې کړې ، ته لمړۍ انسان یی چې ماته دې دا عزت را وبښه .
وروره واوره ! زه وینا نومیږم . زما مور اوپلار دواړه مړه شوي دي . زه په کور کې دخپل نیکه سره اوسیږم . هغه ته زه بابو وایم . هغه به ستا په کتلو ډیر خوشحاله شي . لږه شیبه صبر وکړه زه دا منګې را ډک کړم بیا له تاسو سره یو ځآي کور ته ځم . نورو شودریانو نجونو دا خبرې په ډیر غور او حیرانتیا سره اوریدلې خو هیچا څه و نه ویل .
کله چې وینا دریاب ته ولاړه تر څو منګې را ډک کړي ، نو رتنا د مار په څیر په راتاوه بّڼه پشپال ته وویل : « ستا دې دیوتا خو یوې ذلیلي نجلۍ ته خور وویله ، زمونږ له نظره اوس دا هم ذلیله دې . ددې دلاسو هر شې پر مونږ حرام دې .زه به ددې شودرانو په کلي کې و نه اوسیږم . وروره ! ته د برهمنو په څیر زړه سواندې کیږه مه .کهشتریان تل بې رحمه وي ، که د برهمنو دهرم زړه سواندې دې نو دکهشتریانو دهرم قهرجن دې ، وروره ! راځه چې دواړه ورور او خور دغه ذلیله اوسپک مسلمان پریږدو . او که نه هرې لورې ته به زمونږ د ذلت او سپکاوي خبرې خپرې شی . اوپه دې توګه به زمونږ دهرم دمرګ سره مخ شي . »
پشپال رتنا ته په خوړونکې لهجې وویل : « ذلیلي ، کمبختې ، ستا زړه د تیږې او کلیجې دې د اوسپنې جوړې دي.زه درته وایم چې د تفریق اوبې اتفاقۍ خبرې مه کوئ ، زه به دحماد سره یو ځآې ددې شودرانو کلي ته هرو مرو ورځم . که چیرې ته بلې لورې ته تلل غواړې نور ورځه ، ورکه شه ددې ځایه . دا ټول مصیبتونه اوغمونه چې پرمونږ بار شوي همستا په خاطر دي ، خپله ژبه دې بنده کړه او که نه ستا په څیر سخت زړې به زه هیڅکله هم ونه بښم. ته دکوم دهرم خبرې کوې ، دهغې دهرم چې د ټیکدارانو په کورونو کې یی هم ستا عزت خوندي نه و. او زه دې کوڅه په کوڅه او ځآې ځاې د عزت د خوندي ساتلو په خاطر ستومانه کړې یم . ….»
پشپال خاموشه کړل شو ، ځکه چې وینا خپل منګې را ډک کړې و اوبیرته راستنه شوې وه . هغې دحماد په لور وکتل او ورته یی وویل : « را ځه وروره چې ځو »
حماد خپل آس ته لغته ورکړه اورتنا هم ورسره شوه . خالي آسونه چې یو دبل سره تړل شوي وو دهغوې تر شاشا روان و.
لږه شیبه وروسته دوې د شودرانو هغه کلی ته ور ننوتل چې درې خواو ته یی د سرسوتې ددریاب ترڅنګ ډیر زیات ځنګلونه خپاره پراته و . ددې ځنګل تر مخه د کلي نه دوه مایله لرې واټن کې د یوه ستر غر په سر یو مندر و چې دخپل عمارت او جوړښت له مخې ډیر زیات پخوانې ښکاریده .
د شودرانو دا کلې چې سدانیر نومیده ډیر ستر و ، تر لرې لرې ځایو پورې د لرګیو کورونه خپاره پراته وو . په دې کورونو کې څه یی دوه منزله هم وو. په ځینو ځآیو کې یی د لرګیو ستر ستر دیوالونه تاو کړي و او دکورونو انګړونه یی پرې خپل کړي و. په دې انګړونوکې به وزې ، میږي او نور حیوانات اوسیدل.
ځآیی اوسیدونکو به د هغه ځآې دحکومت په معاش ددې ځنګلونو څخه لرګي پریکول او خپل ژوند به یی پرې تیراوه .
حماد ،پشپال اورتنا درې واړه د وینا سره یو ځاې د لرګیو یو ډیر ښکلي کور ته ورننوتل . کور ډیر ستر انګړ هم درلود . په یوې خواکې یی یوه غوا تړلې وه، حماد د رتنا اوپشپال سره یو ځآي د کوره بیرون تم شو ، وینا دننه ولاړه ، دسرد پاسه یی داوبو ډک منګې د لرګیو په ګړونجې باندی کیښود ،او د دروازې په لوریی مخ کړ او حماد ته یی وویل :
« وروره ! بیرون ولې تم شوئ ، دننه راشئ دا ستاسو خپل کور دې . » حماد دخپلو ملګرو سره یو ځآي دننه ور ننوت . څرنګه چې باران نور هم تیز شوې و په دې اساس وینا دهغوې آسونه او خپله غوا او خوسکې ټول یوې خونې ته ور ننویستل او هملته یی وتړل . بیا یی دوې یوې پاکې کوټې ته یوړل . حماد پشپال په خپلو لاسو را پورته کړ ، وینا د یوه کټ په لور اشاره وکړه تر څو حماد پشپال هملته څملوي .
د کوټې په منځ کې یو بل کټ هم و . پر هغې باندی رتنا کیناسته . حماد وینا ته وویل :« زه به د آسونو څخه زینونه او خورجینونه را کیباسم . ستا بابو چیرې دې »
وینا ډیره زیاته خوشحاله شوه او ورته یی وویل : « مونږ څلور وزې هم لرو ، وروره ، باپو هغه څرلو ته بوتلې دي .څرنګه چې باران اوري په دې اساس به ډیر ژر را ستون شي . »
حماد هغه کوټې ته راغې چیرې یی چې آسونه تړلي و. د ټولو آسونو څخه زینونه او قیضې لرې کړې او لاندې یی کیښودې ، په همدې وخت کې رتنا هم دغې کوټې ته راننوتله . اودخپل او پشپال دآسونو څخه یی خپلې تړلې بسترې را پرانیستې او خورجینونه یی هم له ځانه سره واخستل ، په دې وخت کې هغې ته دا احساس شوه چې د وینا باپو هم را ورسید. ځکه په انګړ کې د کوم نارینه دروند اواز اوریدل کیده چې د وینا سره یی خبرې کولې .
بیرون په انګړ کې وینا تر لږې شیبي پورې دخپل باپو سره خبرې کولې ، هغې ورته د حماد سره دمخکیدو ټول حالات وویل . کله چې هغوې دواړه خاموشه شول نو حماد را پورته شو او بیرون را ووت ځکه هغه اوس دخپل کاره فارغ شوې و. خو د کوټې څخه د راوتلو په وخت کې هغه یو ځل بیا و پښه نیولې شو . ځکه چې د وینا د باپو اواز اوریدل کیده ، هغه د دخپلې لمسۍ وینا څخه وپوښتل : « په کور کې دخوراک څښاک څه شته او که نه ؟ » وینا په ډیره بې وسۍ سره په ډوب شوي اواز کې وویل :« په مټکې کې لږ څه اوړه شته ، او په ډبلي کې لږ څه غوړي هم شته »
هغه زوړ دهغې د حوصلي په خاطر وویل : ته همدلته اوسه زه به له چا څخه لږ څه قرض راوړم . که چیرې چا راکړل خو ښه به وي او که نه د وزو څخه به یوه وپلورم . ته مه ویریږه لورجانې . که هغه ستا ورور دې نو زه به دهغه په خدمت کولو کې هیڅ کمې و نه کړم . کله چې هغه زوړ بیرون وتلو ته چمتو شو حماد په منډه راغې او دوینا په نیکه باپو یی غږ کړ چې :
«صبر وکړه …»
هغه زوړ و درید اوبیا دحماد په لور ورمخته شو اوخپل دواړه لاسونه یی جوړه کړل اوپه ډیره عاجزۍ او انکسار سره یی ورته وویل : « رام رام مهاراج»
حماد مخته ورغې او د زوړ سړي پښی یی و نیولې او ورته یی وویل « ته زما دمشرانو په ځاې یی ، ولي زما تر مخه په دومره عاجزۍ سره دواړه لاسونه جوړه کوې ؟ هغه زوړ دوباره خپل لاسونه جوړه کړل اوپه خپل لړزانده اواز یی وویل : مونږ شودران خو ستاسو نوکران یو، مهاراجه. زمونږ کار ستاسو خدمت کول دي ، ته ولي زما پښې لمس کوې ؟ »
حماد خبره بدله کړه او ورته یی وویل : « زما نوم حماد دې ، زه دوینا ورور یم ، »
زاړه په ډیره خوشحالۍ سره وویل : « زما نوم سیوارام دې ، دوینا نیکه یم ، خو دا ماته باپو وایی ، تاسو کینئ زه ستاسو دخوراک څښاک غم کوم .»
حماد د سیوارام مخه و نیوله او ورته یی وویل : « ما ستا او د وینا ټولې خبرې واوریدلې ، تا ته دخپلو وزو او یا دهغې دبچیانو دپلورلو ضرورت نه شته ، له ماسره پوره نقدي رقم شته »
وینا سمدلاسه مداخله وکړه او ورته یی وویل : « نه وروره ! ته به ولي مصرف ورکوې »
حماد ورته په سختۍ سره وویل « ته چپ شه . کوچنۍ خویندې د ورونو تر مخه خبرې نه کوي ، » هغه یو ځل بیا سیورام ته وویل :
« تم شه ، زه په خپله له تاسره بیرون ځم ،« حماد هغه کوټي ته ورننوت چیرې یی چې آسونه تړلي و، هغه دخپل آس د زین څخه یوه بورۍ او یو لوي ټاټ راواخست . سیورام ترې په ډیره مینه وپوښتل :
« په دې بورۍ اوټاټ کې به څه راوړې ؟ »
حماد ورنژدې شو او ورته یی وویل : « په بورۍ کې د آسونو له پاره دانه ، اوپه ټاټ کې ورته واښه او ګیاه راوړم .»
سیورام ورته په خندا شو او ورته یی وویل : په کور کې وچ بوس شته ، هو! دانه به راوستل غواړي . حماد د څه فکر کولو وروسته ورته وویل : ایا په کلی کې کوم بازار شته ؟ »
« هو ډیرستر بازار دې د ضرورت هرشې په کې تر لاسه کیږي »
«له ماسره څلور فالتو آسونه دي ، که چیرې زه هغه پلورل وغواړم ، نو ایا څوک اخستونکې به یی پیدا شي »
سیوارام ورمخته شو او دحماد د لاسه یی بورۍ او ټاټ واخست او ورته یی وویل « دا دواړه شیان ماته راکړه ، ته آسونه له ځانه سره را وړه ، که چیرې ستا آسونه ښه او په غوښه پټ وي نوهلته به د رسیدو سره سم وپلورل شي .»
د آسونو د راوستلو نه مخته حماد یو ځل بیا د سیوارام څخه وپوښتل : « وینا به تاته ویلي وي چې زما یو ملګري سخت زخمي دي ، ایا دهغه د علاج له پاره به کوم حکیم پیدا شي ؟»
« ته آسونه راوړه ، دهر څه بندوبست به وکړل شی .»
حماد چې د رتنا دعزت د خوندي ساتلو په خاطر هغه څلور کسان وژلي و ، دهغوې څلورو واړو آسونه حماد را پرانستل او دسیوارام سره بیرون ووت .
اوس نو باران نور هم تیز شوې و. اوس یی د پرښک په ځای په پوره ځواک سره اورښت پیل کړې و . وینا کوټي ته ولاړه او دغوا او وزو څخه یی د شیدو لوشلو کار پیل کړ . رتنا چې دخپلو آسونو دخورجینو څخه سامان را ویستلې و دغه ټول حال په سترګو کوت . هغې دپشپال په لور وکتل او ورته یی وویل :
« وروره ! ته به وږې شوې یی ، ایا څه خورې ؟»
که څه هم پشپال ترې خفه شوې و خو بیا یی هم په دیره نرمۍ سره ورته وویل : « حماد بیرون تللې تر څو هغه بیرته را ستون نه شي غذا ته زمونږ ددواړو لاس وروړل هم ګناه ده . هغه چې راشی نو بیا به ټول یو ځاي ډوډۍ و خورو . رتنا خاموشه شوه او نژدې راغله او دپشپال په خوا کې کیناسته . کرار کرار یی دهغه سر زور کاوه اوبیا یی په مینه کې د ضد کولو په بڼه وویل :
« وروره ! زه خو دهغوې ډوډۍ اودهغوې لوښو ته لاس هم نه ور وړم . زمونږ سره دخوراک کافی شیان اولوښي شته دې .»
پشپال ورته دا ځل په نرمۍ سره وویل :« هر هغه څه چې ته غواړې ویی کړه . زه پوهیږم چې ته ددهرم په اړه ډیره سخته یی . خو بیا هم یوه خبره یاده ساته . کله چې زه دحماد تر څنګ کینم او غذا خورم نو ته به خاموشه اوسې . دخولي نه یو بد لفظ هم را ونه کاږې ، اوکه نه زما اوستا ترمنځ به جنګ وشی .»
رتنا کوم ځواب ورنه کړ ، هغه خاموشه وه او کرار کرار یی دخپل ورور سر زور کاوه . لږه شیبه وروسته دواړه ورور او خور په حیرانتیا سره بیرون وکتل چې حماد کور ته را ننوتې دې ، دهغې په یوه اوږده د دانو ډکه بوجۍ ده اوپه بله اوږه یی په تړلي ټاټ کې د یوه ستره ګنډ ده . انګړ ته د راننوتلوسره سم دهغه پښه وخویده او په ډیره خرابه توګه په خټو کې ککړ شو . هلته په کوټه کې پشپال یو ناڅاپه چیغه کړه .
«حماده ….حماده … کوم ځآې خو به دې زخمي شوي نه وي ؟ » رتنا بې حسه او بې حرکته په خپل ځاې کې ناسته وه . دبلې کوټې څخه وینا هم په یوه منډه بیرون راووتله ، په دې وخت کې حماد بیرته راپورته شوې و خو د ټاټ کالي یی په خټو کې لیت پیت شوې و، وینا ترې په اندیښنې سره وپوښتل .
« وروره ! څه درپیښ شول ؟» حماد ورته په خندا شو او ویی ویل :
« دپښې په خویدو باندی لاندې را پریوتم ، باران خو خټې جوړې کړې دي ،» دوینا تر سترګو یی هغه درنه بورۍ په یوې جټکې سره اوږې ته واچوله اوهغې کوټي ته ولاړ چیرې چې آسونه تړلي وو. وینا ور مخته شاو اوپه ټاټ کې یی تړلې ګنډې ته وکتل ، حیرانه شوه چې په هغې کې د خوراک څښاک ډیر زیات شیان تړل شوي دي . حماد بیا بیرون راووت او وینا ته یی وویل :
« دا ستاسو له پاره دخوراک څښاک سامان دې ،دا چیرې کیږدم ؟ »
وینا د یوې کوچنۍ کمرې په لور اشاره وکړه او ورته یی وویل : « هلته یی په پخلنځي کي کیږده . »
حماد هغه ګنډه را واخسته او پخلنځي ته یی راوسته ، وینا یی هم تر شا شا را روانه وه . په زمکه باندی د ګنډې د ایښوولو وروسته کله چې حماد خپله ملا نیغه کړه نو وینا ورته په ډیره بې وسه احساس سره وویل :
« وروره ! دا دومره سامان دې د څه له پاره اخستې دې ، په دې خو به تا ډیرې زیاتې پیسې مصرف کړي وي .زمونږ کار ستاسو خدمت کول و ، خو برعکس تاسو پر مونږ احسان بار کړ »
حماد ورته په خندا وویل :« ته بې عقله یی ، په خویندو به د ورونو احسان لا څه وي . ته خو زما خور یی ستا د هر ضرورت پوره کول زما په غاړه دي »
وینا ورته په ډوب شوي اواز کې وویل : « تاسو خو داسمان ستوري یاست ،وروره ! څوک به د چا داسې خیال وساتی . »
حماد غوښتل څه ووایی چې په دې وخت کې سیوارام کورته راننوت . دهغه سره یو حکیم هم و چې په لاسو کې یی د پوستکي څخه جوړه شوې یوه خلطه نیولې وه . سیوارام هغه حکیم له ځانه هغه خوني ته یوړ چیرې چې پشپال اورتنا دواړه پراته و . حماد هم وینا ته د څه ویلو پرته دهغوې تر شاشا ورغې ، وینا په پخلنځي کي کیناسته په ډوډۍ پښولو یی پیل وکړ .
کله چې سیوارام ، حکیم ، او حماد ټول هغه کمرې ته ورننوتل نو رتنا دخپل ورور د کټ نه پورته شوه او لږ څه شاته ولاړه او هملته ودریده . حکیم د پشپال په لور په اشارې کولو سره د سیوارام څخه وپوښتل :
« دا څه ډول زخمې شوې دې ؟ » پخوا له دې چې سیوارام څه ووایی حماد په خبرو پیل وکړ . او درتنا په لور یی اشاره وکړه او ویی ویل :
«دغه مخته ولاړه پیغله ددې زخمې ځوان خور ده . دهغه څو پیژندونکو خلکو دهغه څخه دهغه دخور لاس و غوښت ،خو دوې ونه منله ، په همدې خاطر یی هغوې دښمنان شول ، دموقع اوفرصت نه یی په ګټي اخستو سره ددوې مور اوپلار دواړه ووژل . خو دوې دخپله کوره په تیښته بریالي شول خو هغوې ددوې پسې لاره و نیوله . او دا ځوان یی زخمي کړ او خور یی ترې و تښتوله . اتفاقا چې زه هم دهمغې لارې څخه تیریدم . ما ددې زخمي پشپال سره مرسته وکړه اودهغه ددښمنانو سره و جنګیدم اودهغه خور مې ترې خوندي کړه .بس همدومره کیسه یی ده .»
حکیم په ډیرې حیرانتیا سره د حماد په لور وکتل او په ډیرې خوشحالۍ سره یی ورته وویل « که زه غلط شوي نه یم نو ته راته مسلمان ښکارې »
حماد ورته په ډیره انکسارۍ سره وویل : « ستا خبره سهی ده . زه مسلمان یم »
حکیم یو ځل بیا د روغبړ په خاطر د حماد په لور لاس ور اوږود کړ او ورته یی وویل « السلام علیکم »
حماد په ډیره حیرانتیا سره د حکیم په لور لاس ور اوږود کړ اود هغه لاس یی په خپلو لاسو کې ونیوه ، پخوا له دې چې ددې دواړو څخه کوم یو څه ووایی ، هلته ولاړ سیوارام حماد ته وویل : « حکیم صیب هم مسلمان دې ، او ابوبکر نومیږی َ»
حماد یو ځل بیا د ابوبکر سره په ډیره مینه روغبړ وکړاودپشپال د علاج هیله یی ورڅخه وکړه .
ابوبکر ورمخته شو ، رتنا ته یی یوې لورې ته د لرې کیدو وویل . بیا یی دپشپال دزخمونو پټۍ را پرانیستې اودحماد په لور دکتلو په وخت کې یی وویل :
« که زه غلط شوي نه یم نو دا پټۍ به همتا تړلي وي ،ځکه چې د جراحۍ او دمرهمو او پټۍ دغه ډول تړلو طریقه په منځني ختیځ کې مسلمانانو رواج کړې ده .»
حماد ورته په ځواب کې سر وخوځاوو.
ابوبکر ، اوبه را وغوښتې او لمړۍ یی ټول زخمونه په ښه توګه پریمینځل ، بیا یی په زخمونو باندې دوه ډوله سفوف وشیندل اوهغه یی وچ کړل .بیا یی ټول زخمونه د مرهمو څخه ډک کړل او پټۍ یی پرې و تړلې ،بیا یی خپل سامان په خپله خلطه کې د ایښودو نه وروسته پشپال په اوږه و ټپاوه او ورته یی وویل :
«که زما الله وغواړی نو لږه شیبه وروسته به دې دزخمونو درد راټول شي او په ډاډ سره به ویده شي . زه اوس ځم اوسبا بیا راځم »
حماد دخپلو کالیو څخه څو سیکې را وویستلې او دابوبکر په لور یی لاس ور وغځاوه او ورته یی وویل چې « دا له ځآنه سره کیږده …»
ابوبکر یی خبره ونه منله او ورته یی وویل : « زما سره دالله تعالي له اړخه راکړل شوې هر څه شته ، زه دې ته اړتیا نه لرم ، په دې زمکه تاسو اجنبیان یاست ، ستاسو اړتیاوې زما څخه ډیرې اړیني دي ، زه دا نه اخلم »
حماد ورته په زوره هغه سکې په جیب کې واچولې او ورته یی وویل : « دا ستا حق دې ،ته په دې سخت باران کې دلته راغلې یی ، همدا ستا مهرباني ده »
ابوبکر پاڅید او د حماد لاس یی پوره زور کړ او ورته یی وویل « ته له ماسره بیرون راشه ، بیرون اوس تیاره شوې ده ، زه به ددې په اړه تاته احتیاطي تدابیر و ښایم . »
بیرون کوڅي ته د راوتلو سره سم ابوبکر یو ځل بیا دحماد لاس و نیوه او په راز داره توګه یی ورڅخه وپوښتل :
« دکومه ځآیه راغلې یی ؟ »
حماد ورته په ډیره عاجزۍ سره وویل : « د نیشاپور څخه »
ابوبکر ترې یو ځل بیا وپوښتل : « د راتګ مقصد دې څه دې ؟»
حماد خبره ګول مول کړه او ورته یی وویل : « زه د تجارت په سلسله کې ډیر ځم راځم . خو اوس مې منزل د سرسوتي ددریاب په غاړه د بهیم سیم کلې دې ،هلته به دیوه سوداګر بدري نات سره ملازمت کوم ، هغه زماسره پیژندګلوي لری ، او زه هم پرې پوره باور او اعتماد لرم . »
ابوبکر په تیزو سترګو دحماد په لور وکتل او ورته یی وویل : « ستا د سترګو ژور والي او عقابی بڼه ،ستا د جسم دغه توانایی او د مخ نښې نښانې دا هرڅه دا ډاګیزوي چې ته د تجارت له پاره نه یی پیدا شوې ، که زه په غلطه نه اوسم نو قدرت ته د یوه خاص کار له پاره ټاکلې یی . او په ډآډ سره به په هغه کار کې زما دملت او مذهب ارامتیا او اسودګي پټه وي » حماد ځواب ورنه کړ اوخاموشه شو .
ابوبکر یو ځل بیا ورته وویل : « زه نه غواړم چې ته ماته کوم راز ووایی . خو دعا کوم چې دکوم مقصد له پاره دغو اجنبي زمکو ته راغلې یی، زما رب درته برې او کامیابي در کړي »
حماد او زوړ ابوبکر په خوشحالۍ سره مخته روان و . د لږڅه مخته تللو څخه وروسته ابوبکر یو ځل بیا حماد ته په غوږ کې وویل : « زما دملت زړه ور بچیه ! دعمر او تجربې له اړخه له تا څخه دزیاتوالي په خاطر یو نصیحت درته کوم ، واوره یی ! ددې زمکو خلک په طبقاتو ویشل شوي دي او خمیر یی دتزویر او فریب څخه ډک دې دلته به ته ددوې د هر ډول فریب ،مکر او غدر سره مخ کیږي ، دوې به د خپل باطني خباثب له مخې پر تا د تیارو په څیر د راخپریدو هڅې کوي »
ابوبکر لږ څه تم شو اوبیا یی وویل : « ته به دلته هرې لورې ته مخلتف ډول رنګونه ویني ،خو دهر رنګ اغیز وپيژنه اوپه مقابل کې یی خپل عکس العمل څرګند کړه . د ضرورت په وختو کې ورته د مرغۍ ترانه او دبلبل اواز وګرځه ، اوپه خرابو ورځو کې ورته سوځونکې شعله او بلونکې لمبه و ګرځه ، ترڅو دا خلک له تا څخه وویریږي اوستا عزت او احترام وکړي ، که چیرې ته د لته ځانته دکار له پاره راغلې اوسې او کوم رهبر او رهنما و نه لرې ، نو بیا زما د ملت بچیه ، واوره چې ! ملخان هیڅ پادشاه او لارښود نه لری خو بیا هم ټول یوه اړخ ته وزرونه څنډي اوالوزي ، لکه څنګه چې کوچ د شودو د پریمینځلو څخه اووینه د پوزې د تاویدو له امله پید کیږي په همدې توګه به ته هم دلته د حکمت او تدبر سره اوسې . زما زړه وایی چې ستاسو اړیکي به دغزني د حکمرانانو سره وي ، که چیرې همداسې وي نو هغه وخت به ډیر ژر راشی چې دغه بت پاله او شرک کونکې قوم ،کوم چې نن مونږ مسلمانان د ذلیلو انسانانو څخه هم کم ګڼي دمسلمانانو په لاسو فتحه شي اوهغسې به له منځّه ولاړ شی لکه څنګه چې بني اسرائیلو خداې پریښود او دغوایانو پالل یی پیل کړل او په دې توګه تباه او برباد کړل شول .»
ابوبکر په یوه ځاې کې تم شو او په خپل مخکې یوې دروازې ته یی اشاره وکړه او ویی ویل : « دا زما کور دې ،نن شپه به زما سره دلته پاته شې او ماښامې به راسره تیر کړې ، زه غواړم له تا څخه ډیر څه واورم . »
حماد ورته د عذر په توګه وویل : « ماته د بیرته تللو اجازه راکړه ، اوکه نه هغوې به زما په اړه شک وکړي ځکه د بهیم سیم دکلي په لور چې د بدرنات سره د کتلو له پاره ورځم نو دغه دواړه هم دهغه خورین او خورزه دې او دوې هم هملته روان دی ،زه به ستا دنصیحت په مطابق په دې زمکو کې محتاط اوسم . »
دواړو یو دبله سره خداې پامانی وکړه اوپه باران او تیارو کې دواړه یو دبل سره جدا شول . ابوبکر دخپل کور په دروازه کې و درید او تر لرې لرې یی حماد کې سترګي ټومبلې وي او څاره یی . کله یی چې هغه د سترګو څخه پناه شو نو ددعا په بڼه یی لاسونه پورته کړل اودخپلو اوښکو ډکو سترګو سره یی په ډیرې عاجزۍ سره دعاوکړه چې :
« اې زما ربه ! ته کردګار او کریم یی . زما دملت دغه پاسبان د سهار د تازه والي په څیر تازه و ساته ، او هره ورځ د شرق نه د راختونکې لمر په څیر یی کامیاب او کامران کړه » بیا زاړه ابوبکر دخپلې دروازې پله و ټکوله .
کله چې حماد بیرته ستون شو نو رتنا د خپل ورور سره ناسته وه او خبرې یی کولې ،اودهغه د زړه دخوشحالولو هلې ځلې یی کولې ، کله چې هغه د کوټې په لور ور روان و نو په دې وخت کې وینا د پخلنځي څخه را ووتله او ورته یی وویل : « وروره ! ډوډۍ نه خورې ؟ » حماد د پشپال د کوټې په لور اشاره وکړه او ویی ویل :
«هلته یی راوړه »
حماد چار چاپیر وکتل ، کیدې شي چې سیوارام به یی کوت ، ویی کتل چې هغه د وینا سره یوځاي هلته په پخلنځاې کې ناست دې ، کیدې شي هغه ته څه را په یاد شوي وي نو په دې خاطر یی وینا ته وویل :
« وینا ، وینا خورې ! باپو دلته لږ راولیږه » پخپله هغه همغې کوټې ته ورننوت چې آسونه یی په کې تړلې و.
لږه شیبه وروسته سیوارام هم همغې خوني ته ورننوت او ویی ویل : « ما سره څه کار لر ې ؟ »
حماد دخپل آس په شا باندې لاس راښکود او ویی ویل : « تا ویلي و چې په کور کې پروړه شته »
سیوارام ورته وویل : « پروړه خو دلته ډیره ده . بیا یی د کمرې کونج ته اشاره وکړه اوویی ویل : هلته د پروړې ډیرې پروت دې . اوس یی څه کوئ یوځل ډوډۍ وخوره ..»
حماد د تلل شوو چڼو بوجۍ پرانیسته او ویی ویل : « لمړۍ به ددې بې ژبو د خوراک بندوبست وکړم بیا به یی په خپله وخورم »
سیوارام هم ورسره دهغه په کار کې مرسته وکړه . دواړو یو ځاي آسونو، غوا ، خوسکي ، او وزو ته خوراکي شیان په اخورو کې ور واچول .
سیوارام بیرته پخلنځي ته ستون شو، حماد هم لاس و مخ پریمینځل او د پشپال خوني ته ورغې . حماد دپشپال په بستره کیناست ، څولمحې په فکر کې ډوب ناست و بیا یی په ټیټ اواز سره پشپال ته وویل :
«پشپاله ! که بده یی و نه ګڼي نو یوه خبره درته وکړم »
پشپال ورته په خندا شو او و یی وویل : «څه چې وایی ، زما څخه دپوښتنې پرته یی ووایه ،که ښکنځلې راته وکړې هم بده به یی ونه ګڼم »
حماد خپل سر ونیژدې کړ او په غوږ کي یی ورته وویل : « راځه چې نن شپه یوځاې د دهرم دغه ګنډې ټوټې ټوټې کړو . راځه چې د لږې شیبي پورې ددغو رسیو د جال څخه ځان ازاد کړو چې انسان یی په طبقاتي جنګ کې راښکیل کړې . زما دوسته ! راځه چې د لږ وخت له پاره دا له یاده وکاږو چې زمونږ د ډلې څخه څوک کشتهري دی ، څوک ملیچ او شودر دې او… نن شپه د دهرم ټول هغه اوازونو تر مخه خپل غوږونه بند کړه چې دا حکم درته کوي چې ملیچ، هندو په ټولنه کې د ګلې (رمې ) دتیریدو دګرد غبار دې او دا چې د پنډتانو دمقدسو سندرو اوریدل اړین دي . اونن شپه یو ځاي خپلو میزبانانو ته دا احساس ورکړو چې مونږ ټول یواځي انسانان یو ددې نه اخوا زمونږ تر منځ هیڅ ډول طبقاتي ښکته پورته وجود نه لری . ددې ځایه د وتلو وروسته زما تګلاره به دمسلمانانو په څیر وي اوتاسو دخپل دهرم په طبقاتي تیارو کې هر څه له یاده و کاږئ . زما په مذهب کې کوم انسان زړه خفه کول ستره ګناه ګڼل کیږي ، راځئ چې نن شپه دا ټول هر څه هیر کړو او خپل شودر میزبانان د ذهني او قلبي شقاوت نه خوندي وساتو .»
حماد لږ څه نور هم په پشپال باندې زور راوست او ورته یی وویلې : ایا په دې معامله کې له ماسره لاس راکولو ته تیار یی ؟ »
پشپال په خوشحاله زړه او خندا وویل : « ته خو ددهرم دروح او د سهار د رڼا په څیر پاک انسان یی . ستا خبرې او مرکې لکه دشهدو په څیر خوږې او ژوندبخښونکې دي . » بیا پشپال د حماد څنګ ته سر ور نژدې کړ اوپه خوشحالوونکې اواز یی وویل :
«حماد، حماد! زه دخپل ماما بدري نات کور ته ډیر تګ راتګ کوم ، هغه دمسلمانانو سره ډیر لین دین لری . ماته هلته دمسلمانانو سره دخبرو کولو ډیر فرصت تر لاسه کیږي . ماته ستا په مذهب دپوهیدو په اړه دهمغه ځآېه ډیر معلومات تر لاسه شوی دي . زه له تاسره ژمنه کوم چې د نن نه وروسته به د ذات پات په خلاف اواز پورته کوم .ماته ستا د مذهب دا فرمان ډیر محبوب دې چې وایی : ټول انسانان یو ډول دي ، دالله تعالي په وړاندې دعزت خاوند هغه څوک دې چې ډیر پرهیزګاره اوسي . حماده ، واوره ! ما ستاسو د صحرایی رسول صلي الله علیه وسلم هغه طلایی الفاظ هم لوستې چې د حجة الوداع په موقع یی فرمایلي و. زما زړه وایی چې ډیر ژر به هغه وخت راشي چې زه او ته لاس په لاس یو ځآي په یوې لاره روان اوسو ….»
معلوم نه شوه چې پشپال کله خاموشه شو .بیا یی دخبرو مخه بدله کړه او ویی ویل : « زما ایمان دې چې دکوم انسان روح چې د خداې سره وریوځاې شې همغه مصؤن دې او همغه ته د پیدایښت او مړیني نه اخوا هغې لورې ته دتللو موقع اوفرصت ورکول کیږي .»
حماد اوپشپال په خپلو کې خبرې اترې کولې او بل اړخ ته یی دکټ په سر ناسته رتنا د لنډي مار په څیر دقهر اوغضبه اوښته را اوښته . په همدې وخت کې وینا هم دننه راغله . دهغې په لاسو کې یو ستر پتنوس و چې مختلف ډول سابه ، ډوډۍ او دخوراکي نور شیان یی په کې دونو په پاڼو ایښودي و. وینا هغه پتنوس دحماد تر مخه د پشپال دکټ د پاسته کیښود او ویی ویل :
« حماده وروره ! داستاسو ددریواړو له پاره ده .» بیا یی په ډیره همدردۍ سره وویل :
« وروره ! کالي دې لامده شوي دي ، په خټو ککړ دي ، هغه وکاږه او نور واغونده ، که چیرې له تاسره نور کالي نه وي نوزه به د باپو اضافه کالي درته را واخلم .»
حماد راپورته شو او ویی ویل « ته اوبه راوړه ، زه به کالي بدل کړم »
حماد راپورته شو اوهغه کوټي ته ولاړ چې اسونه په کې تړل شوي و .لږه شیبه کې یی کالي بدل کړل اوبیرته راستون شو، هغه دټاټ نوي کالي اغوستي و . وینا لا تر اوسه هملته ولاړه وه. دحماد په کتلو سره یی وویل :
« حماه وروره ! ته ولي د ټاټ کالي اغوندې ،…ایا د سونډو اویا تار نورې کپړې نه لرې ….؟»
حماد ورته په خندا وویل : « بس همداسې یی وګڼه . زما په وجود هغه کالي ښه نه لګي . نو ته لا تر اوسه همدلته ولاړه یی ، اوبه نه راوړې ؟ »
وینا په غمژن غږ سره وویل : وروره ! که له تاسره کوم لوښې وي نو رایی کړه په همغې کې به درته اوبه راوړم . »
حماد ترې په حیرانتیا سره وپوښتل : « ایا له تاسو سره کوم لوښې نه شته ؟»
« لوښې خو زیات دي وروره ! ما داسې انګیرله چې کیدې شي تاسو زمونږ په لوښو کې خوراک څښاک ښه و نه ګڼئ ، په دې خاطر مې په پاڼو باندې سابه او نور خوراکي شیان کیښودل اورا مي وستل.
حماد د خوراک څخه ډک پتنوس بیرته وینا ته ورکړ او ورته یی وویل : دا ټول بیرته یوسه اوهرشې په خپل خپل لوښي کي کیږده . ته زما خور یی ، او ددې نه اخوا بله ستره رشته به له کومه شي !»
وینا ولاړه اوڅو لمحې بیرته راستنه شوه ، دا ځل یی په پتنوس کې د خوراک شیان ټول په خپلو خپلو لوښو کې ایښودي و، تر څنګ یی داوبو لوښې هم راوست . هغې دا ټول شیان د حماد تر مخه کیښول او پخپله بیرون ووتله . حماد رتنا ته د څه ویلو پرته پخپله هم په خوراک پیل وکړ او پشپال ته یی هم دخوړلو وویل . رتنا دخپل آس د زین څخه دخپل خوراک شیان را وویستل ، هغه یی د سرو او سپینو زرو په لوښو کې کیښول او د اوبو پتک یی خپلې مخې ته کیښود اوپه خپل خوراک یی پیل وکړ .
وینا یو ځل بیا کمرې ته راننوتله ، او د خوراک د خالي لوښو د پورته کولو په وخت کې یی حماد ته وویل : « تاته به هم په همدې کمره کې کټ واچوم . »
حماد راپورته شو او ویی ویل : « نه ، زه به په هغه کمره کې ویده کیږم چیرې چې آسونه ولاړ دي . او واوره ! ماته کټ اوبستره مه راوړه ، ما له ځانه سره د ویدو کیدو پوره شیان راوړي دي . »
وینا ترې په خفګان سره وپوښتل : « هلته خو هیڅ نه شته نه بستره شته ، نه کټ ، تا له ځآنه سره څه راوړي دي او هلته چیري ویده کیږي ؟»
حماد په چینګه خوله ورته وویل : « هلته هر څه شته ، له ماسره بستره شته ، او هلته په کمره کې د وښو ډیر لوې ډیرې پروت دې ما دهغې ډیرې څخه واښه خواره کړي دي اودهغې د پاسه خپله بستره اواروم ، اوس ماته نه د بسترې ضرورت شته او نه د کټ .»
وینا ورته په تروه توګه وویل : « نه وروره ! زه به درته په وښو د ویده کیدو اجازه درنکړم . زه به په همدې کمرې کې ستاکټ اوبستره هم جوړه کړم . ځکه دشپې له اړخه به ته دخپل زخمې ملګري خیال هم ساتې »
حماد دوینا په سر لاس راښکود او ورته یی وویل : « زما دملګري غم مه کوه ، دهغه سره یی خور شته ، همغه به یی دشپې خیال ساتي ، تر څنګ یی دحکیم ملهمو دهغه د زخمونو درد راکم کړې دې ، دشپې به هغه ته یوآځي د اوبو اړتیا پیدا کیږي ، خو دهغې له پاره رتنا شته ، او درتنا سره مشکیزه هم شته . ددې سره سره بیا هم که چیرې اړتیا ورته پیدا شوه نو ماته په دې څنګ کوټه کې غږ کولې شي . »
پشپال هم څه ویل غوښتل خو د حماد په اشارې سره خاموشه شو . وینا حماد ته ګواښ وکړ چې که چیرې د وښو دپاسه ویده شو نو باپو ته به یی شکایت وکړي »
حماد ورته په ډیره نرمه توګه وویل « ښې خویندې دخپلو ورونو نه شکایت نه کوي »
حماد پشپال ته شپه په خیر وویلې اوبیرون راووت . وینا هم ورسره وه . دواړه هغې خوني ته راغلل چیرې چې آسونه تړل شوي و، وینا وکتل چې حماد په ریښتیا هم دکوټې په کونج کې واښه پراخه کړي دي اودهغې دپاسه یی خپله بستره اواره کړې ده .د وښو د پاسه غوړول شوې څادر هم د ټاټ و ، او بړستن یی هم دټاټ څخه جوړه وه .
پخوا له دې چې وینا څه ووایی ، حماد خپلې یوې لورې ایښودل شوو جامو ته چې لمدي او په خټو ککړې وې اشاره وکړه او ورته یی وویل :
وینا خورې ! که چیرې ته دخپل ورور له پاره څه کول غواړې نو هغه دادې چې زما دا کالي واخله اوپریی مینځه .
وینا کالي له ځانه سره را واخستل او چپ چاپ دکوټي څه راووتله . حماد اسونو ، غوا، خوسکي ، او وزو ته نوره ګیاه هم ور واچوله اوپخپله په بستره کې ورننوت . خو بیرون سخت او ویروونکي باران وریده .
نور په لسمه برخه کي