شپه شوې وه ….د شپې ناوې څلورو خواو ته دخپلې سپوږمکۍ وړانګې شیندلې وې ، د اسمان په ځینو برخو کې سپینې وریځی خوزیدې ، په کوهستانو کې دننه کږې وږې او نه تم کیدونکې لارې ورانې ویجاړې پرتې وې ، سپوږمۍ اودهغې تر څنګ نژدې ستوري دواړه د خپلو هستوي مرکزونو سره نښتې کرار کرار د غرب په لورې په سفر بوخت و، داسې بریښیده چې دوه محبوبان یو دبل نه خوابدي او په جدا جدا لارو روان وي .
خلدون او زبیب د ماخوستن د لمانځه څخه فارغه شوی و او ناست و ، په دې وخت خلدون متوجه شو او خپلې ښځي ته یی وویل :
« زبیب …. اورې ! دا اواز په غور سره واوره ! …..»
د زبیب په مخ دخوشحالیو څپې خورې شوې وې اوپه خندا یی وویل :
« زه د آسونو د قدمونو اواز اورم ، دا اواز لمحه په لمحه زمونږ د حویلۍ په لور را نيژدې کیږي ، زړه مې وایی چې حماد او حارث به حسن هم له ځانه سره را وړستې وي .»
خلدون و درید او ویی ویل : « لږ صبر وکړه ، زه یی ګورم چې څوک دي . که جیرې هغوې زما زامن وي نو زه به مخته ورشم او ښه راغلاست به ورته ووایم . » خلدون دخپله ځایه راپورته شو اوپه ډیره بیړه دکوره ووت .
لږه شیبه وروسته ویی کتل چې درې اسپ سپاره د غره دپاسه را خیژي ، بیا هغوې د حویلۍ نه بیرون دخلدون تر مخه دخپلو اسونو څخه راښکته او پیاده شول ، هغوې حماد ، حارث اوحسن درې واړه و.خلدون ورمخته شو اوبیا بیا یی درې واړه ته غاړه ورکړه . اوبیا یی له ځانه سره دننه کور ته بوتلل . خپل آسونه یی هملته دانګړ په منځ کې و تړل او بیا ټول د زبیب په لور ورغلل .د زبیب مخ دخوشحالیو نه غوړیدلې و . پورته شوه او دریواړه یی دمورني محبت په غیږ کې ونیول اوبیا یی دخپله ځانه سره کینول . خلدون دخپله ځایه را پورته شو او ویی ویل :
« تاسو دریواړه دخپلې مور تر څنګ کښینۍ او خبرې کوئ زه به مو آسونه په اخور و تړم .اوبیرته به راشم .»
حماد سمدلاسه راپورته شو او خپل پلار یی له لاسه و نیوه او اوپه خپل ځاي یی کینوو. ورته یی وویل : « ته دلته کینه زه له تاسو څخه درخصت داختسو په خاطر راغلې یم . »
زبیب ترې په حیرانتیا سره وپوښتل : « د رخصت اجازه ؟»
خلدون ترې هم وپوښتل : « تاسو خو حسن له ځانه سره راوست ، اوس تاسو چیرې تلل غواړئ ؟ »
حماد لمړۍ په ډیر غور اودقت سره د حارث او حسن په لور وکتل اوبیا یی وویل : ناصرالدین غواړي ما د سلطان شهاب الدین په لښکرو کې شامل کړي اوهندوستان ته مې و استوي ،شهاب الدین ډیر ژر په هندوستان حمله کوي اوزما کار به دا وې چې زه به هغه ته دهغه ځآې د راجا ګانو دعسکري ځواک اودهغوې د عسکرو د نقل و حرکت په اړه معلومات را لیږم . هغوې غواړي حارث اوحسن هم په خپلو لښکرو کې شامل کړي .»
زوړ خلدون یی په خبرو کې ور پریوت او ترې ویی پوښتل : « ایا دکوم کار له پاره چې ته هندوستان ته استول کیږي په هغې کې داسلام خپراوي او رواجول هم شامل دي ؟ »
حماد ورته په خوشحالۍ سره وویل : « اې زما پلارجانه ! شهاب الدین خو د اسلام د خپرولو له پاره په هندوستان حمله کوي ،»
خلدون ورته دخپلې پریکړې د اعلانولو په وخت کې وویل : « که چیرې همداسې وي ،نو بیا واورئ چې : ته او حارث په لښکر کې د شمول په خاطر ور تلاې شئ خو حسن به زمونږ سره دلته اوسي . ستا په نشتوالي کې به دخپلې مور خدمت کوي اوزما سره به په زمکو او کیله او کرهڼه کې مرسته کوي .»
حماد د زبیب په لور وکتل او ترې ویی پوښتل : « مورجانې ته په دې اړه څه وایی ؟ »
زبیب د حماد په سر لاس راښکو د او ورته یی وویل : « زه مو دپلار پریکړه تائیدوم .»
حماد دخپل پلار خلدون په لور وکتل او بیای وویل : « یا مهربانه پلاره ! څه نصیحت راته وکړه »
خلدون د څو لمحو له پاره خاموشه وو ،په ناستځآې کې هم هرې لورې ته چپه چپتیا وه .بیا خلدون کرار کرار خپل ټیټ سر را پورته کړ اوپه ډیره فقیرانه توګه یی دحماد په لور وکتل او ورته یی وویل :
« اې زوې جانه ! کله چې داسلام ددښمنانو په مقابل کې د جنګ موقع او فرصت درته تر لاسه شي نو په خپل ټول توان او ځواک سره دهغوې په خلاف و جنګیږه . ددښمن په مقابل کې د یوې لمحې له پاره هم د پټ سترګۍ او یا کمزورتیا څرګندونه و نه کړې ، که چیرې د لښکرو دکومې برخې قوماندانې درته وسپارل شي نو دخپلو ملګرو له پاره د دوستۍ د سهار په څیر رڼا اودهغې ونې په څیر خوشګواره اوسه چې د ویالې په غاړه ولاړه وي او پاڼي یی هیڅکله هم نه مړژواندې کیږي .
خلدون څو لمحې تم شو اوبیا یی وویل : « زویه !شپې د خوب په واسطه نه را لنډیږي او نه ورځ یواځي دغلطو کارونو په کولو سر ته رسیږي . په جنګ کې د ( لایموت فیها ولا یحیې ) په څیر ، اودخپلو ګرمو نارو په زور اوځواک سره دکفارو په خلاف جهاد وکړه .
اې زما زویه ! په یاد ساته ، چیرې چې د نمرود د اور کړۍ شتون ولري هلته زمونږ الله تعالي د خلیل ګلزار هم جوړ کړي وي ، که چیرې ته داسلام په ترویج اوخپراوي کې دکفارو په خلاف د اور دسکروټو او داسماني تندر په څیر ور وغورزیږې نو زما دې په هغه کور ، چې خلک یی په چار چاپیر کې طوافونه کوي ، زما رب به ستا په پښو او قدمو کې کهکشان هم په ګرد اوغبار بدل کړي .
د څو لمحو د خاموشۍ وروسته خلدون یو ځل بیا وویل : یابُنَېّ ( اې زما زویه ! )، ډاډه زړه ،د جسم قوت او روح وي ، خو حسد اوکینه انساني هډوکې وراسته کوي . خپل ضمیر اواحساس بیداره ساته ،اوخپلې دندې په پوره دقت سره سرته رسوه . ته ددې کور چراغ او رڼا یی ، زه او زبیب به د ورځي په رڼا کې او د وروستۍ شپې په ستورو کې ستاسو ددواړو ورونو دبري له پاره دعاګانې کوو . ایا تاسو دواړه ورونه به ځانته د خوارزم دزمکو په لور روانیږئ ؟ »
حماد خپل ټیټ سر را پورته کړ او ورته یی وویل : «د هرات والي ناصرالدین ، دسلطان د مرستې له پاره ددې ځایه د یوه لښکر سره روان دې مونږ دواړه ورونه به دهمغه سره ځو ، هغه دخپل لښکر سره یو ځآي د غره په لاندې برخه کې ولاړ دې او په ډیره بې صبرۍ سره زمونږ انتظار کاږي . هغه مونږ ته ویلي و چې دخپل مور اوپلار نه اجازه واخلئ او ژر بیرته را ستانه شئ ، که چیرې هغوې تاسو ته په جنګ کې د ګډون د کولو اجازه درنه کړه نو زه به پخپله هغوې ته ورځم اوستاسو له پاره به ترې اجازه اخلم .
خلدون په حیرانتیا سره ورته وویل : « نوبیا ژر ورشئ اودهغه په لښکرو کې ورګډ شئ ، ستاسو دځنډیدو څخه هغه ته داسې څرګنده نه شي چې ووایی یو عرب خپل زوې د اسلام دخدمت د نیکبختیو څخه بې برخې کول غواړي .»
دحماد د ځواب د ورکولو څخه مخته زبیب راپورته شوه او حماد ته یی وویل : « لږ څه تم شه زویه .زه همدا اوس بیرته راځم » هغې خپله امصا را واخسته او د یوې کوټې په لور روانه شو ه .
حماد د حارث په لور وکتل او ورته یی وویل : « ولاړ شه زما اوخپل آس دې را وکاږه .زه همدا اوس درځم »
خلدون ، حارث اوحسن درې واړه بیرون راووتل . حماد هغه کوټي ته راغې چې د خوب له پاره یی استعمالوله . لمړۍ یی ددیوال څخه خپل دروند ګرز را واخست اوپه زمکه یی کیښود . بیا یی داوسپنې څخه جوړه شوي پنجه راواخسته ، ددې اوسپنیزې پنجې ګوتې ډیرې کلکې ، مضبوطي او د شاهین دپنجو په څیر جوړې کړل شوې وې .بیایی ددیوال څخه د مضبوطو رسیو یوه کړۍ هم را واخسته ، داټول شیان یی را واخستل او بیرون په حویلۍ کې یی دخپل آس د زین سره وتړل .
لږه شیبه وروسته زبیب هم خپله امصا په زمکه وهله او د کوټې څخه را ووتله ، دهغه په لاسو کې یوه ټوکرۍ وه چې دحماد او حارث له پاره په کې غذا ایښوول شوې وه ، هغې هغه ټوکرۍ د حماد د آس د زین سره و تړله ، بیا یی خپله کړوپه ملا سمه کړه او دحماد په لور دکتلو وروسته یی وویل :
«زویه ! که په جنګ کې یو ځآې واست نو د حارث خیال به ساتې ، د خداې نه وروسته یی همته محافظ اوڅارونکې یی. او زما زامنو غوږ شئ چې !دخپل پلار نصیحت مو د زړه په دیوالو ولیکئ او عمل پرې وکړئ »
زبیب د لږ څه وخت له پاره خاموشه شوه ، بیا یی دبندیخانې دبندي په څیر د سندریز اواز په ویستلو په غمناکه توګه وویل : « اې زما زامنو ! تاسو زما دکور روښانه چراغ یاست . هسې خو به زه په ډیره ناکرارۍ سره ستاسو د بیرته راستنیدو انتظار کوم . خو ددې سره سره بیا هم زه له تاسو دا هیله لرم چې د اسلام د دښمنانو سره د جنګ کولو په وخت کې به هغوې ته شا نه ورګرځوئ ، زما بچیانو ! په جنګ کې په دښمن باندې داسې ګذار کوئ ..داسې ګذار لکه د ګردونو لاندې زمکه چې د چا څخه پوښتنه کوي . تاسو دواړه دخپلې سوبې په نعرو باندی ددښمن په پنځو واړو حواسو باندی دغم وریځې را ماتې کړئ ، که چیرې تاسو په خپل مقصد کې مخلص واست نو فطرت به پر تاسو باندې ټول رازونو الم نشرح کړي ، اوس تاسو روان شئ ، زه تاسو دواړو ته د الله پاماني وایم »
حماد او حارث دواړه په خپلو آسونو باندې کیناستل ،اود لاندې ولاړ ناصرالدین لښکرو ته یی ځان ورساوه . خلدون ، زبیب ، او حسن درانه درانه او خراب طبیعت سره بیرته دحویلۍ په لور ستانه شول .
نور په اوومه برخه کي