یوه ورځ په داسې حال کې چې حسن د سهار د لمانځه د ادأ کولو وروسته دعا کوله ، چې په همدې وخت کې څو کسه سپاره په تیزۍ سره د خپلو اسونو سره یو ځآې دهغه حویلۍ ته ور ننوتل . حسن په دغه حویلۍ کې د بندي په څیر شپې سباکولې ، هغه ته شک پیدا شو چې کیدې شي دهغه ورور حماد بن خلدون راغلي وي، دعا یی ژر ژر خلاصه کړه اوبیرون راووت . ویی کتل چې دحویلۍ په انګړ کې څو کسه سپاره د ناصرالدین تر څنګ ولاړ دي اودهغه سره خبرې کوي ، حسن ډیر ناهیلي شو ، ځکه هغه سپاره اجنبي خلک و اودهغه ورور حماد په کې نه تر سترګو کیده . هغه سپاره څو لحظي د ناصرالدین سره ولاړ وو او خبرې یی کولې بیا بیرته په خپلو آسونو سپاره شول او په کومه چې راغلي وو په همغې لاره بیرته ستانه شول . حسن وکتل چې دهغې سپرو دبیرته ستنیدو نه وروسته ناصر الدین لږ څه اندیښمن شوي غوندې ښکاري. کرار کرار راغې او د ناصرالدین تر څنګ و درید. اوپه ډیره مینه یی ترې وپوښتل :
« ایا دې خلکو تاسو ته کوم بد خبر له ځانه سره درلود .ځکه ته ډیر اندیښمن او غمګین ښکارې ؟ »
ناصرالدین ورته په نښتي اواز وویل : « ستا اندازه سهي ده ، دا سپاره د جیحون ددریاب د غاړو څخه راغلي و، هلته په دې ورځو کې زمونږ د سلطان شهاب الدین او د خوارزم دحکمران سلطان شاه تر منځ د نه پاې ته رسیدونکې جنګونو یوه لړۍ روانه ده، دې خلکو ماته د سلطان شهاب الدین له اړخه یو پیغام راوړې و . سلطان د یوه ډیربد خبر سره یو ځآې د خوراکي او عسکري توکو مرسته هم غوښتې ده …..»
حسن ترې په مینځ کې یو ځل بیا وپوښتل : « هغه بد خبر څه ډول دې ؟ »
ناصرالدین ورته وویل : « چې په یوه جنګ کې د خوارزم حکمران سلطان شاه زمونږ یو جرنیل قطب الدین ایبک نیولې او هغه یی د اوسپنې په یوې پنجرې کې بندي کړې دې (۱ دا هغه قطب الدین ایبک دې چې قبر یی د لاهور په یوه سړک پروت دې . په هغو ورځو کې چې د سلطان شهاب الدین او د خوارزم د حکمران سلطان شاه تر منځ سرحدي نښتې روانې وې نو قطب الدین د سلطان شهاب الدین د آسونو د اصطبل ملازم و. دجنګ په ورځو کې یوه ورځ هغه دخپلو لښکرو د یوې ډلې سره د لښکرو د آسونو د خوراک له پاره د شنو وښو د راوستلو په خاطر ځنګل ته ولاړ . نو دخوارزم شاه دلښکرو ډلې پرې حمله وکړه ، قطب الدین په ډیر جرئت سره دهغوې مقابله وکړه خو څرنګه چې دملګرو شمیره یی ډیره لږه وه نو ماتې یی وخوړه اودهغوې په لاسو کې بندي شو،هغه یی دخوارزم حکمران ته یوړ ، خوارزم ورته د اوسپنې یوه پنجره جوړه کړه اوقطب الدین یی په دې پنجره کې بندې کړ . )
اوس هغه نوموتي جنریل چې د خوارزم په بند کې دې دپوره میړانې او بهادرۍ څرګندونه یی کړې او ویلي یی و چې : « ایا دا به زمونږ له پاره شرم نه وي چې دوه مسلمان حکمرانان یو دبل په مقابل کې د جنګ په لیکو کې ولاړ وي .» ریښتیا هم د غزني سلطان شهاب الدین او د خوارزم حکمران سلطان شاه په خپلو منځو کې جنګ کول همداسې دي لکه یو ورور چې دبل په خلاف توره ویستلي وي »
ناصرالدین دخبرې د ختمولو په وخت کې وویل : « دا یوه معمولي سرحدې شخړه ده چې ډیره ژر به ددواړو مسلمانو حکمرانانو تر منځ هواره کړل شي ، ددې وروسته به سلطان شهاب الدین خپل ټول ځواک دهندوستان په لور متوجه کوي ، زه به نن تر ناوخته پورې ستا د ورور انتظار وکړم که چیرې هغه را ورسید نو زما اوستا ددواړه دخوښۍ ځاې به وي او که چیرې هغه را نه غې نو زه به سبا سهار وختي د هرات په لور کوچ کوم اودهغه ځآیه به د ډیرې زیاتې مرستې سره یو ځاې د جیحون ددریاب په لور ورځم ، هملته سلطان شهاب الدین په جنګ کې ښکیل دي ، او ته به هم زما سره په دې جنګ کې د برخې د اخستو له پاره ورځې .»
حسن لږ څه فکر وکړ اوبیا یی وویل : « ایا نن یو ځل بیا زه دهغې رسۍ د راښکودو اوستا دشرط دپوره کولو موقع تر لاسه کولې شم .؟ شوني ده چې زه به نن هغه رسۍ و شلوم . اوستا شرط به پوره کړم . »
ناصر الدین ورته په خوشحالۍ سره وویل : « ته همدلته تم شه ، زه به ددې کار له پاره تیارې و نیسم . »
ناصرالدین حویلۍ ته ورننوت ، لږه شیبه وروسته بیرته راووت . دا ځل یی خپله ساتونکې ډله هم له ځانه سره راوړې وه ، ټولو د اصطبل څخه خپل آسونه را وویستل او سپاره شول او دحویلۍ شمال لورې تیږلوړې غرنۍ سیمي ته چیرې چې د صنوبر هغه پخوانۍ او تنومنده ونه ولاړه وه روان شول ، دهمدې ونې سره د شرط هغه رسۍ هم تړلې وه .
دصنوبر دغې ونې ته د رارسیدو سره سم ټول دخپلو آسونو څخه راښکته شول ، ناصرالدین د همدې رسۍ تر څنګ و درید او ویی ویل :« دخلدون زویه ! که نن دې دا رسۍ و شلوله نو داسې و ګڼه چې د یوه ډیر ستر کار له پاره ستا ټاکنه پوره شوه .»
حسن ورمخته شو او څنګه یی چې رسۍ و نیوله او د هغې دراښکلو اراده یی وکړه ،چې ټکان یی وخوړ ، ناڅاپه یی رسۍ پريښوده او دیوه اواز د اوریدو هڅه یی پیل کړه . دکوهستانو تر منځ دناقوس (ښکر چې په پوه کولو یی اواز تر لرې لرې پورې رسیږي ) یو زهرناکه او تیز راغبرګیدونکې اواز یی تر غوږو شو . په داسې لهجې سره لکه یو څوک چې بل څوک په ډیره مینه او محبت رابولي . حسن ټکان وخوړ اود ناصرالدین په لور یی وکتل اوویی ویل چې :
« د ناقوس اواز په غور سره واوره ، داسې وګڼه چې زما ورور حماد بن خلدون را رسیدونکې دې .په خداې سوګند چې دا دهمغه د ناقوس اواز دې او ماته بلنه راکوي .»
حسن خپله ساه و نیوله او یو ځل بیا یی وویل : « ناصرالدینه واوره ! په غور سره دناقوس اواز واوره . زما ورور رارسیدلې دې اوهغه همدلته دکوم غر په سر ولاړ دې . د خپل ناقوس په غږولو سره ماته اواز کوي ، پوهیږې چې هغه په ناقوس کې څه وایی ؟ هغه ماته اواز کوي او وایی چې : اې زما وروره ! ته چیرې یی ؟ ناصرالدین او دهغه ساتونکې ډلې هم دغه اواز اوریده ، د ناقوس دغه اغیزکونکې اواز په دې وادي کې راغبرګیده .
حسن دخپل آس په لور منډه کړه او ویی ویل : صبر وکړئ ، زه هم دخپل ناقوس دغږولو په واسطه خپل ورور ته خبر ورکوم ترڅو هغه خبر شي چې زه دغلته یم . حسن دخپل آس څنګ ته ورغې ، د آس د زین سره را ځړول شوې ناقوس یی را خلاص کړ او هغه یی پوه کړ ، کله یی چې ناقوس دخپلې خولې څخه لرې کړ نو ټوله وادي په پوره خاموشۍ کې ډوبه شوه ځکه چې دهغه بلې لورې هم ناقوس بند کړل شوې و. لږه شیبه وروسته د آسونو د قدمونو توپانې اواز تر غوږو کیده ، اوبیا د لږ ځنډ وروسته د دغه کوچني میدان په هغه برخه کې چې دصنوبر ونه ولاړه او د تنې څخه یی رسۍ تاوه شوې وه ، حماد او حارث دواړه را څرګند شول .
دهغوې په کتلو سره دحسن مخ د خوشحالۍ نه وغوړید ، حماد چې کله دمیدان منځته را ورسید نو دخپل آس واګې یی را ښکودې ،آس یی هم دخپل ځواک په غرور په دوو پښو و درید او و شنړید.حماد سمدلاسه دآسه را ښکته شو او د حسن په لور یی ور منډه کړه او هغه یی کلک په غیږ کې ونیوه . دهغه وروسته حارث هم دخپل ورور حسن په لور راغې او هغه یی په غیږه کې کلک کړ . کله چې د روغبړ څخه خلاص شول نو حماد د ناصر الدین په لور اشاره وکړه او ویی ویل چې : « که زه غلط شوي نه وم نو دا به د هرات والي ناصرالدین وي چې ته یی له ځانه سره بندي کړې يي . »
حسن ورته په ډیر لطافت سره وویل : « اې وروره ! هغه زه نه بندي کړې اونه محبوس کړې یم . هغه داسې یوه ځوان ته اړتیا لري چې هندوستان ته ولاړ شی اود خپل مذهب او ملت خدمت وکړي ، خو دهغه ځوان د انتخاب له پاره شرط دادې چې هغه به دصنوبر دوني د ډډ نه را تاوشوې پړې شلوي . اې زما ورورجانه ! ددې ډول ځوان څخه چې ناصرالدین کوم ډول کار اخستل غواړي په هغې کې داسلام خپرول او ترویجول هم شامل دي . ما یوځل مخته په دې رسۍ باندی خپل زور ازمایلې دې ، خو په شلولو یی نه یم توانیدلې . نن یو ځل بیا دخپل زور د ازمیښت په خاطر راغلې یم ، ما رسۍ په لاس کې نیولې وه چې ستا دناقوس غږ مي واورید ، اوس یو ځل بیا په دې رسۍ باندی خپل زور ازمایم ، کیدې شي په کې بریالې شم . »
حسن د رسۍ په لور ورغې ، ناصرالدین مخته راغې او دحماد او حارث سره یی روغبړ وکړ او ویی ویل: « چې زه که غلط شوې نه وم نو تاسو دواړه به حماد او حارث یاست ،زه په دغه وادي کې تاسو دواړو ورونو ته ښه راغلاست وایم . »
ناصرالدین خاموشه شو ، ځکه چې حسن د رسۍ سره خپل زور ازمایی کوله . حسن تر ډیره پورې خپل زور و ازمایه ، خو درسۍ په شلولو بریالې نه شو ،په دې خاطر یی رسۍ پریښوده او بیرته ټیټ سر را وګرځید. شاته شو اودخپلو ورونو تر څنګ و درید اوپه ډیر رحم غوښتونکو سترګو یی هغوې ته وکتل .
دا ځل حارث ورمخته شو ، اوپه رسۍ یی خپل زور و ازمایه . هغه هم تر ډیره پورې د رسۍ د شلولو هڅې وکړې خو بریالي نه شو . بیرته راستون شو او د حماد په لور یی په کتلو پیل وکړ. په دې وخت کې د حماد حالت دکتلو وړ و. دهغه مخ په ښایسته توګه ځلیده ، مخته راغې ، رسۍ ته ور نژدې شو، خپله د ټاټ چپنه یی وویستله اوپه زمکه یی کیښوده ، بیا یی دسر نه خول لرې کړ ، دټاټ پوستین یی هم له ځانه لرې کړ اوپه زمکه یی کیښود. اوس نو دهغه د ټاټ په کالیو باندی دهغه زره ځلیده .بیا یی دناصرالدین په لور وکتل او ورته یی وویل :
« اې دخداې بنده ! په دغه رسۍ خو زما دواړو ورونو خپل زور ازمایلې دې ، په دې خاطر دا کمزورې شوې ده . زماپه لاسو به ډیره ژر وشلیږي . ایا بله نوې رسۍ نه لرې ، چې زه پرې زور و ازمایم او ته هم زما توان او طاقت ووینې .»
ناصرالدین ورته په ډیرې مینې او محبت وویل چې : « دا رسۍ کمزورې شوې نه ده ، همداسې ده ، که تا وشلوله نو زما شرط به دې پوره کړې وي .»
حماد ورته یو ځل بیا وویل : « نوبیا دا رسۍ دوه هومره کړه اوبیا یی دصنوبر د ونې د ډډ څخه را تاوه کړه اوبیا یی ووینه . چې زه یی څه ډول شلوم . » د ناصرالدین په حکم دهغه سپاهیان ورمخته شول ، او رسۍ یی دوه هومره کړه اوبیا یی د صنوبر دونې د ډډ څخه راتاوه کړه او ویی تړله .
حماد ورمخته شو ، دوه هومره شوې رسۍ یی په خپل مټ کې را ونغاړله او خپل دواړه لاسونه یی د اسمان په لور په دعاییه شکل پورته کړل ، بیا په دواړه زنګونو په زمکه کیناست اوپه ډیرې عاجزۍ سره یی په دعاو پیل وکړ.
اې زما پالونکیه ! هر صفت اوصمدیت همتا لره دې ، ته د سهوې او خطا نه لاریب یی . ستا په حکمت کې دشکایت کولو مجال نه شته . اې جلیل ذاته ! ته همغه ذات یی چې د تاج خاوندان په خاورو کینوې ، اې زما ربه ! زما دعا واوره ، اودخپل نوم په برکت دې ما په دغه ازمیښت کې بریالي کړه . اې الله ! ته زما محکم برج او زما مضبوطه تکیه ګاه یی . په ما نظر وکړه او له ما سره مرسته .ماته همت را، ترڅو په دې امتحان کې بریالي را ووځم.» د دعا دپاې ته درسیدو سره سم حماد نیغ و درید . دهغه دمخ شغلې لمحه په لمحه په یوه توپان بدلیدې . داسې انګیرل کیده چې دغه زړه ور انسان د زمکې درزونه پرانیځي . هغه دومره قهریدلې و لکه چې د غرونو د ټوټه ټوټه کیدو او زمکه د هلاکت په کندو کې د ورغورځولو له پاره پیدا شوي وي . بیا یی د تیږو په څیر د ځواکمن هوډ سره رسۍ په دواړو لاسو و نیوله دهغه د اوسپنې په څیر مټي ښه راپړسیدلې وې او دسترګو څخه یی د اور دسکورټو په څیر لمبې راختلې ، بیا یی په خپل ټول توان سره غږ کړ چې : (الله ). دهغه دغه په غرونو باندی لړزه راوړونکې اواز هرې لورې ته خپور شوې و ، ددې سره سم یی یو ځل زور وکړ او دخپل لمړني ټکان سره سم یی دوه هومره شوې رسۍ یی په منځ کې دوه ټوټې کړه .
ناصرالدین ورمخته شو او هغه یی کلک په غیږ کې ونیوه او ورته یی وویل: « په خداې سوګند چې ته همغه یی چې ما یی لټه کوله . هغه بې عیبه ذات د ملت د یوه ډیر مهم کار د تر سره کولو په خاطر همته انتخاب کړې یی . لمړۍ مې اراده کړې وه چې سبا سهار به له دې ځایه کوچ کوم ، اوس چې ته راغلې نو ما خپله اراده بدله کړه ، زه به همدا نن شپه دهرات په لور روانیږم . اودهغه ځآیه به له ځآنه سره کومکې شیان اخلم او د جیحون ددریاب څنډو ته به ځان رسوم چیرې چې سلطان شهاب الدین خیمه وهلې . ته به هم له ما سره ولاړ شې ، اوپه دې جنګ کې به برخه اخلې ، دا دوه ګټې لري ، لمړۍ داچې زه به ستا د جنګ کولو څارنه وکړم ، اودویم داچې تا به دسلطان سره معرفي کړم . په دې جنګ کې د برخې داخستلو وروسته به ته هندوستان ته ځې .
څه موده کیږي چې همستا په څیر یو ځوان مو هندوستان ته دکار کولو او هلته دمسلمانو جاسوسانو د مشر په څیر لیږلې و .هغه هم دهمدې ځایه هندوستان ته روان شوې و. هغه هلته یواځي څو میاشتې کار وکړ خو یو ناڅاپه تري تم شو . زه ویریږم چې هغه نیول شوې نه وي . هلته کارکوونکې مسلمان جاسوسان دهغه په لټه کې دي . هندوستان ته به د تللو سره سم ته د ایلک خان لټه کوې ، که چیرې هغه درته په لاس درشي اوژوندې وی نو ته به یی امیر یی ، اوهغه به ستا تر لاس لاندې کار کوي ،خو که چیرې هغه شهید کړل شوې وې نوبیا به په هندوستان کې کار کونکي ټولو مسلمان جاسوسان ستا تر لاس لاندې وي او ته به یی امیر یی . ته به هلته د هندوستان د راجه ګانو د فوځي ځواک اندازه معلوموي ،د هغوې د عسکرو د نقل و حرکت څارنه به کوې اومونږ ته به یی په اړه خبر راکوې ،ځکه سلطان هوډ لري چې ډیر ژر په هندوستان باندی حمله وکړي ، هلته به ستا د قومندې لاندې څو تیز تلونکې اسپ سپاره وي چې زما اوستا تر منځ به د پیغام رسولو کارونه تر سره کوي . هغه لورې ته دتللو نه مخته به دې زه د ټولو تفصیلاتو نه خبر کړم . او درته به ډاګیزه کړم چې هندوستان ته د ورسیدو وروسته به ته د چا چا سره وینې ، څوک څوک زمونږ باوري جاسوسان دي ، او دهغوې د اوسیدو ځایونه چیرې دي .»
کله چې ناصرالدین خاموشه شو نو حماد ورته وویل : «زما پلار زوړ او مور مې فلج شوې ده ، زما خور نه شته چې دهغوې خدمت وکړي ، همدا زه دهغوې څارنه او خدمت کوم . لمړۍ به زه کور ته ولاړ شم که چیرې زما پلار او مور ماته ددې کار کولو اجازه راکړي نو زه به هرو مرو ستا په خدمت کې حاضر شم . اوکه نه ، زما مجبوریت ته به ګورې»
ناصرالدین ورته وویل چې زه لږه شیبه وروسته له دې ځایه د هرات په لور خوځیږم . دهغه ځآیه مرستندویه مواد له ځانه سره اخلم او د جیحون په لور ورځم ، په دې توګه نیشاپور زمونږ تر مخه دې ، زه به ستا دمور اوپلار نه ستا له پاره اجازه واخلم ، زه هڅه کوم چې ستا په څیر حارث او حسن هم په خپلو لښکرو کې شامل کړم .»
کله چې ناصرالدین خاموشه شو ،نودهغه د وینا سره سم ټول خلک حویلۍ ته ولاړل ، لږه شیبه وروسته ناصرالدین ،حماد ، حارث او حسن دخپلې ساتونکې ډلې سره یو ځاي واخستل او د هرات په لور روان شول .
نور په شپږمه برخه کي