دواړه پلار او زوې د اسونو د قدمونو په غږ را پورته شول ، دوې دواړو هلته په خپله زمکه کې کار کاوه .هغوې وکتل چې دوه آسپ سپاره په دغه نرۍ غاړه باندی خپل آسونه را ځغلوي ، دا لاره د هرات څخه د نیشاپور په لور د تللې لارې څخه را جدا شوې او ددوې دکور په لور راغلې وه . دهغوې تر سترګو لاندې دغه دواړه آس سپاره په غره راپورته شول اودهغوې زمکو ته را ورسیدل اوهملته دخپلو آسونو څخه را کیوتل . خلدون او حارث دواړه ورمخته شو او دهغوې سره یی ډیر ښه روغبړ وکړ. داسې څرګندیده چې دغو پلار او زوې دا دواړه اس سپاره دپخوا څخه پیژندل . دا همغه اس سپاره وو چې دحسن د نیولو خبر یی له ځانه سره راوړې و . پخوا له دې چې دا دواړه خپله خبره وکړي ، خلدون پرې را مخته شو او ورڅخه یی وپوښتل :
« زوې مې حسن چیرې دې ؟ … ولې له تاسو سره یو ځآي نه دې راغلې ؟ »
دهغوې دواړو څخه یوه یی په ډیر ادب سره وویل : « حماد چیرې دې ؟ »
خلدون یو ځل بیا په خپل نیولې اواز سره وویل : « هغه خپله مور لاندې چیني ته وړې ده ، هغوې دواړه هملته هره ورځ لمونځونه کوي ، اوس به بیرته راستانه شوي وي »
سپور ورته په زړه نیونکې اواز سره وویل :« مونږ تاسو ته یو خراب خبر له ځانه سره راوړې دې . دهرات حاکم ناصرالدین حسن له ځانه سره بندي کړې دې .» خلدون یی خبره پرې کړه او ورڅخه یی وپوښتل :
« ولي یی زما زوې نیولې او بندي کړې ؟ »
سپور په ناهیلۍ سره ځواب ورکړ او ورته یی وویل : « مونږ ته یی علت نه دې ویلې ، داسې څرګندیږي چې هغه یوه زړه ور ، میړني او ځواکمن ځوان ته اړتیا لري . اوغواړي هغه ته کوم ډیر مهم کار وسپاري ، حسن یی دهمدې مقصد له پاره له ځانه سره بندي کړې دې ، مونږ ته یی ویلي دي چې : دهغه مشر ورور حماد بن خلدون ته ووایاست چې که چیرې همت لری نو دلته دې راشی اوخپل ورور دې له ما خلاص کړي »
دا ځل ترې خلدون په ډیر مدهم اواز سره وپوښتل : « ناصرالدین اوس چیرې قیام کړې ، او زما زوې یی په کوم ځآې کې محبوس کړې دې »
هغه سپور ورته یو ځل بیا وویل : « هغه په دې ورځو کې د تولک د ښاره بیرون دشمال په لور په غرنۍ حویلۍ کې مقیم دې او حسن یی هم هملته له ځانه سره بندي کړې دې .»
دا ځل خلدون ورته په ډیره مینه وویل : « راځئ ، دلته کینئ ، زه به ستاسو د خوراک څښاک غم وکړم . خو حماد ته دا خبره مه کوئ چې حسن بندي کړل شوې دې . که نه هغه به د اور لمبه شي او د ناصرالدین څخه به د بدلي په لور منډه کړي . اودا به زمونږ له پاره ډیره بده ثابته شي .»
دغه سپور په خپل اس دسپریدو په وخت کې وویل : « مونږ ستاسو مننه کوو ، مونږ به هرو مرو دلته تم شوې واې ، خو مونږ غواړو سمدلاسه خپلو کورونو ته ستانه شو. په دې خاطر دلته نه شو تم کیدې »
دواړو سپرو دخپلو آسونو مخونه را وڅرخول او غوښتل یی چې د هغه ځایه یی په ځغاسته کړي چې په همدې وخت کې حماد را څرګند شو . دهغه مور د هغه په شا باندی سپره وه ، داسې معلومیده چې هغه ددیوال تر څنګ ولاړ و او ټولې خبرې یی اوریدلې وي . او کله چې هغه دواړه سپاره بیرته روان شول نو هغه ددیوال د اړخ څخه را ښکاره شو او په خپل دروند اواز یی وویل :
« تم شئ ،زما د یوې پوښتنې ځواب راکړئ بیا درځئ » ، دواړه سپاره و دریدل ، حماد ترې وپوښتل :
« ناصر الدین په کومه سیمه کې زما ورور بندي کړې دې ؟ »
هغه سپور ورته یو ځل بیا ځواب ورکړ : « مونږ دریواړه دخپلو کورو په لور را روان وو چې د تولک د ښار نه بیرون په څو میله واټن کې مو د غره د پاسه د سهار لمونځ ادأ کړ اوبیا مو غوښتل بیرته دخپلو کورونو په لور ولاړ شو چې د ناصرالدین دولس کسان سپاره په منډه منډه راغلل او مونږ دریواړه یی و نیولو او د تولک ښار ته یی بوتلو . هلته یی هغه حویلۍ ته یوړو چیرې چې ناصرالدین اوسیږي ، د حویلۍ نه بیرون د صنوبر د یوې تنومندی وني د ډډ څخه یوه رسۍ تړلې وه ، ناصرالدین حسن ته وویل چې که چیرې دارسۍ دې را کش کړه او و دې شکوله نو زه به درته داسې یو کار وسپارم چې دمذهب او ملت دواړو له پاره به ګټور وي، خو حسن هغه رسۍ و نه شوه شکولې ، په دې خاطر ناصرالدین هغه له ځانه سره تم کړ اومونږ ته یی هغه پیغام را کړ چې تاسو ته مې ووایه . »
ددې خبرې دکولو څخه وروسته هغه دواړه سپاره روان شول ، دغره څخه کیوتل او په هغه لاره یی خپل آسونه په ځغاسته کړل چې دنیشاپور او هرات د لوی لارې په منځ کې د سترې شاهراه سره یو ځای کیږي .
حماد ډیر اندیښمن شوې و ، هغه داسې حال ته راغلي و لکه دیو ډیر شنیع اوبد کار پیلونکي چې وي . دهغه د مخ څخه داسې ډاګیزیده لکه چا یی چې په زړه کې د اور لمبې بلې کړي وي ، هغه خپله مور پورته کړه اوپه پټه خوله کور ته ننوت . خلدون او حارث هم خپل کارونه پریښول اود حماد تر شا کور ته ننوتل . حماد خپله مور د کور په انګړ کې کیوسته . کله چې هغه د خپلې امصا په مرسته و دریده نو حماد ورته په ډیر ادب سره وویل :
« اې زما مورجانې ! اجازه راکړه چې دخپل ورور دخلاصون پسې ولاړ شم . هغه به د بندیتوب په حال کې ما غواړي ، که زه ور نه شم نو څوک به دهغه مرسته وکړي ، هغه زما ورور او زما د وجود یوه برخه ده . » زبیب خپله امصا په زمکه وهله او مخته ورغله ، اوپه ډیره مینه یی د حماد په ملا لاس کش کړ او ورته یی وویل :
« هرو مرو ولاړ شه ، زویه . خو حسن د سولې او امن له مخې خلاص کړه . د چاسره جنګ جګړه و نه کړې ، که چیرې حسن کوم جرم نه وي کړې نو دهرات والي به یی هرو مرو را پریږدي ، اې زما زویه ! ته زما دکور چراغ یی ، ژر بیرته راستون شه ، زه به ستا انتظار کوم . زویه ! زما نصیحت له یاده و نه کاږې ، تا تل د خپلې مور دخوشحالولو هڅې کړي دي ، الله تعالي به دې په هر میدان کې بریالي لري ،او هیلې به دې تل د ښېګڼو ډکې وي »
حماد لا دهغه ځایه خوزیدلي نه وچې پلار یی خلدون او ورور یی حارث هم انګړ ته را ننوتل او تر څنګ یی و دریدل . بیا زاړه خلدون ورته په ډیره ښه لهجه او میني سره وویل :
« اې زما زوګیه ! زه پوهیږم چې تا څه اراده کړې ده . ما خو ویل چې زه به پخپله حسن پسې ځم او راوړم به یی . خو اوس دې زه نه منعه کوم . ځکه زه پوهیږم چې زما د اقدام څخه به ته ناهیلې شې ، خو ځانته دې نه پریږدم . حارث به درسره یو ځاي لیږم . بچیانو ! تاسو ددې کور چراغ او روښنایی یاست . په کور کې زما او دزبیب سره نور هیڅ نه شته ،یواځي همتاسو زمونږ د سترګو رڼا او زمونږ د زړونو راحت یاست . اوس ته او حارث دواړه دخپل منزل په لور وخوځیږئ ، زه به په ډیره نا کرارۍ ستاسو ددرېواړو ورونو د بیرته راستنیدو انتظار کوم .»
حماد او حارث دواړه ورونه دکور د ښیۍ برخې په لور ورغلل ،هلته د آسونو په اخور درې آسونه ولاړ و ، دواړو ورونو په خپلو خپلو آسونو باندی زینونه و تړل ، یو ځل دواړه ورونه کوټې ته ورغلل ،وسله یی را واخسته اوبیرته بیرون را ووتل . حماد دخپل ټاټ کالیو دپاسه زره اغوستې وه د زرې دپاسه دهغه د ټاټ نه جوړشوې پوستین و او بیا یی د دې ټولو د پاسه د عربو روایتي چپنه واغوسته ،چپنه هم د ټاټ څخه جوړه شوې وه . په سر یی د اوسپنې خولۍ ،په مټویی د اوسپنو درانه بازو بندونه اوپه ملا یی توره را ځوړنده شوې وه . په یوه لاس کې یی یو ستر ناقوس اوپه بل لاس کې یی جنګي تبر و او په آس یی خورجین را ځړول شوې و .
هغه خپل جنګې وسایل په خپل آس باندی په ترتیب سره کیښول ، هملته په آخور یی خپل کمانونه او د غشو څخه ډکې خلطې د آسونو د زینونو سره وتړل، بیا یی آسونه را پرانستل او دکوره بیرون راووتل.
هلته په دروازه کې یی مور زبیب دخپلې امصا سره ولاړه وه . په یوه لاس کې یی قران کریم پورته کړې و ، ترڅنګ یی زوړ خلدون هم ولاړ و ، چې په یوه لاس کې یی دنقدي پیسو کڅوړه او په بل کې یی دواړو ورونو ته د لارې توخه وه . کله چې دا دواړه ورته را نژدې شول نو هغه دغه دواړه شیان د حماد دآس په خورجین کې ور واچول ، مخته ورغې او ددواړو زامنو مخونه یی ښکل کړل او دسوبې او خیر دعا یی ورته وکړه . دواړه ورونه ور مخته شول اوبیا بیا یی دخپلې مور زبیب لاسونه او په لاسو کې نیولې قران کریم ښکل کړ. بیا زبیب ورته په ډیره مینه او شفقت سره وویل :
ورشئ زامنو ! زه تاسو ته خداې پامانی وایم . دواړه ورونه په خپلو آسونو سپاره شول او د خپلې تنګې لارې څخه په وتلو د هرات په لورې په تللې لوې شاهراه کې ور ننوتل ، هره لمحه یی دخپلو آسونو ځغاسته زیاتوله او یی په پوره تیزې سره ځغلول ، هغوې اوس د تولک د ښار په لور روان وو ، چیرې یی چې کوچنې ورور حسن منتظر ناست و .
نور په پنځمه برخه کي